• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: ایران دې د خپلو ظرفیتونو په کارولو سره د جنرال سریع د وژنې قضیه وڅېړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تهران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع وژنه غندلې ده. ښاغلي صالح د ایران له حکومته غوښتي، چې د خپلو امنیتي ظرفیتونو په کارولو سره دې د نوموړي د وژنې قضیه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، جنرال سریع یو مخکښ پوځي او ولسي څېره وه چې د طالبانو پر ضد یې مبارزه کوله. صالح زیاته کړې، د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د طالبانو ضد کړیو باور دا دی چې د دغه وژنې تر شا د طالبانو لاس دی؛ ځکه د یادې ډلې پخوانۍ کړنې او سیاستونه له ورته جنایتونو سره تړلي دي. د هغه په وینا؛ تمه لري چې ایراني چارواکي د یادې پېښې ټول اړخونه په جدي او رڼه توګه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرام‌الدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي. جنرال اکرام‌الدین سریع د چهارشنبې په ورځ په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

د مقاومت جبهې د نوموړي د ترور په غبرګون کې له ایران نه غوښتي، چې دغه پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي. یادې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه برید «ښکاره جنایت» او «هدفمند ترهګریز اقدام» بللی او د عاملینو پر حساب‌ورکولو یې ټینګار کړی.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان اکرام‌الدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي په کندهار کې د کډوالو لپاره د دویم ښارګوټي د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۶ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس عبدالمتین سعید خبر ورکړی، چې د دغه ولایت ژړۍ ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وینا؛ دغه ښارګوټی ۳زره جریبه ځمکه لري، چې په ۴زره کورنیو به ووېشل شي.

هغه وایي، چې په دغه ښارګوټي کې روغتیایي، ښوونیزې او سوداګریزې اسانتیاوې موجودې دي.

له بل پلوه په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست ویلي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان نه تر ۱۶زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي. د دغه ریاست مرستیال نعمت‌الله الفت ویلي، چې د کډوالو لپاره د تخته پل، دامان او ژړۍ ولسوالۍ ښارګوټو کې به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ ځای پرځای شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي و، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په جاپان کې د افغانستان سفارت خپل فعالیتونه ودرول

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په توکیو کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې روان وضعیت ته په پام او د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له مشورو وروسته د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له ۳۱مې نېټې وروسته خپل ټول فعالیتونه دروي.

په جاپان کې د افغانستان سفیر شیدا ابدالي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه سفارت به تر بلې خبرتیا پورې خپل ټول سیاسي، کونسلي، اقتصادي او فرهنګي فعالیتونه ودروي.

د اعلامیې له مخې؛ دغه پرېکړه د جاپاني چارواکو سره په همغږۍ او د ۱۹۶۱کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو کنوانسیون پر بنسټ شوې ده. په اعلامیه کې راغلي، چې د یاد کنوانسیون پر بنسټ د جاپان حکومت د دغه ماموریت د «سفارت، ملکیت او ارشیف» ساتنې ته دوام ورکوي.

په خبرپاڼه کې دارنګه د جاپان له مرستو او ملاتړ هم مننه شوې ده. د یادونې وړ ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په جاپان کې د افغانستان سفارت تر اوسه پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جمعه (د مرغومي ۵مه) خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۲ کورنۍ چې ټول‌ټال ۳۴۰۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغه کډوالو سره ۶۰۸زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان فلمي ستورې ماهره خان د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نېک‌نیت سفیرې ماهره خان له پاکستان نه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو خواشیني څرګنده کړې. د هغې په وینا؛ دغه وضعیت د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره د وېرې لامل شوی.

نوموړې ویلي، افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ډېری یې په دغه هېواد کې زېږېدلي دي؛ نو دا سمه نه‌ده چې دوی دې په دغه ډول ناوړه چلند و اېستل شي.

ماهره خان هغه پېښه هم دردناکه بللې، چې درې کډوال ماشومان له سرپرست پرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغې ټینګار کړی، چې افغان کډوال د ساتنې، خوندیتوب، عزت او وقار حق لري او باید انساني کرامت یې تر پښو لاندې نه‌شي.

نوموړې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه غږ پورته کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ له کډوالو سره چلند وشي. تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: لاهم دوه مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې بیا په تېرې نومبر میاشت کې ۳۱زره او ۵۰۰ د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د کډوالو ۵۴ پنډغالي هم وتړل او هلته یې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومته د هغو زده‌کړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دامهال په پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي، چې لاهم په چټکۍ سره دوام لري.