• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ تر ۳زره ډېر کډوال له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جمعه (د مرغومي ۵مه) خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۲ کورنۍ چې ټول‌ټال ۳۴۰۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغه کډوالو سره ۶۰۸زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان فلمي ستورې ماهره خان د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نېک‌نیت سفیرې ماهره خان له پاکستان نه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو خواشیني څرګنده کړې. د هغې په وینا؛ دغه وضعیت د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره د وېرې لامل شوی.

نوموړې ویلي، افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ډېری یې په دغه هېواد کې زېږېدلي دي؛ نو دا سمه نه‌ده چې دوی دې په دغه ډول ناوړه چلند و اېستل شي.

ماهره خان هغه پېښه هم دردناکه بللې، چې درې کډوال ماشومان له سرپرست پرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغې ټینګار کړی، چې افغان کډوال د ساتنې، خوندیتوب، عزت او وقار حق لري او باید انساني کرامت یې تر پښو لاندې نه‌شي.

نوموړې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه غږ پورته کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ له کډوالو سره چلند وشي. تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

ملګري ملتونه: لاهم دوه مېلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې بیا په تېرې نومبر میاشت کې ۳۱زره او ۵۰۰ د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د کډوالو ۵۴ پنډغالي هم وتړل او هلته یې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومته د هغو زده‌کړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دامهال په پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي، چې لاهم په چټکۍ سره دوام لري.

طالبان وایي په ننګرهار کې د جذام ناروغۍ د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شو

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۱ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا رییس امین الله شریف ویلي، چې په دغه ولایت کې د «پي‌اېم‌اېس» جاپانۍ موسسې له‌خوا د ختیځ زون په کچه د جذام (لېپروسي) ناروغۍ د درملنې ځانګړی مرکز پرانیستل شو.

هغه ویلي:« دغه مرکز د ډاکتر ناکامورا د هیلو پربنسټ جوړ شوی». نوموړي د یاد مرکز پرانیستل د ختیځ زون لپاره مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د نورو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو هڅې هم روانې دي.

په یاده غونډه کې د «پي‌اېم‌اېس» موسسې مشر مسارو موراکامي ویلي، چې په دغه مرکز کې به ناروغانو ته وړیا خدمتونه وړاندې شي. جذام په نړۍ کې یو له ډېرو لرغونو ناروغیو ده، چې لومړۍ نښې یې په هند او مصر کې ثبتې شوې دي. دغه ناروغي ساري ده او د انسان عصبي سیستم، په تېره بیا د بدن پر سړو برخو لکه لاسونه، پښو او مخ برید کوي.

په ۲۰۱۵کال کې د افغانستان په بامیان او میدان وردګ ولایتونو کې هم د جذام ناروغۍ څو پېښې راپور شوې؛ خو د اسانتیاوو د نشتوالي او منفي دودونو له امله په افغانستان کې د جذام په ناروغۍ د اخته کسانو کره شمېر لا روښانه نه‌دی.

د ایران خصوصي سکټور له افغانستان سره په سوداګرۍ کې د اسعارو ‌تړون لغوه کېدو غوښتنه کړې

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د تهران د سوداګرۍ خونې مشر محمود نجفي‌عرب وايي، له افغانستان او نورو ګاونډيو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د اسعارو تړون لغوه کېدل کولای شي د ايران صادرات لا زيات کړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري پياوړې کړي.

نوموړي د «تهران ډيزاين اونۍ» په مراسمو کې ويلي، د ايران خصوصي سکټور له حکومته غوښتي چې له افغانستان، عراق او د اوراسيا ټولنې له غړو هېوادونو سره په سوداګرۍ کې د اسعارو تړون شرط لرې شي. د هغه په وينا؛ دغه اقدام به د توليدوونکو او صادرونکو انګېزه لوړه کړي او لږ تر لږه ۱۲ مېليارد ډالره به د ايران صادراتو ته ور زیات کړي.

د اسعارو تړون هغه حکومتي تګلاره ده، چې له صادروونکو غواړي د صادراتو له لارې تر لاسه شوې پيسې بېرته هېواد ته راوړي او په مجازو بانکونو يا صرافيو کې يې په نيمایي بیه وپلوري؛ تر څو حکومت د اسعارو بازار تنظيم کړي، د پانګې د وتلو مخه ونيسي او د وارداتو لپاره اړينې پيسې برابرې کړي؛ خو دغه تګلاره د صادرونکو د صادراتو انګېزه کمولای شي.

نوموړي افغانستان د ايران لپاره يو مهم او نږدې صادراتي بازار وباله او زياته يې کړه، که د صادراتو د اسعارو بیه د ازاد بازار له بيې سره نږدې وټاکل شي؛ نو صادرونکي به په اسانۍ ترلاسه شوې پيسې بېرته هېواد ته راوړي او خپل فعاليتونه به پراخ کړي.

نجفي‌عرب دارنګه ټينګار وکړ، چې ايراني توليدوونکي بايد د افغاني مصرفوونکو د خوښې، اړتياوو او کلتور له مخې خپل محصولات طرحه او توليد کړي.

د امریکا د کډوالۍ ادارې د کرسمس په رخصتیو کې هم افغان پناه‌ غوښتونکي احضار کړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰

بلومبرګ راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې یو شمېر افغان پناه‌ غوښتونکي د کرسمس او نوي کال په رخصتیو کې د اسنادو د وړاندې کولو لپاره احضار کړي دي؛ داسې وخت کې ډېری دولتي ادارې تړلې وي او قانوني مرستې محدودې وي.

راپور زیاتوي، دغه احضارونه د هغو لیکونو پر بنسټ ترسره شوي چې د پناه‌ غوښتونکو د اسنادو د بیا کتنې لپاره صادر شوي دي. ځینې لیدنې د کرسمس او نوي کال په ورځو ټاکل شوي او یو شمېر نور کډوال د جمعې او شنبې په ورځو هم وربلل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د امریکا د کډوالۍ ادارې داسې کسان، چې د ورته لیدنو لکه د ګرین کارت د مرکې لپاره ورغلي و، نیولي دي.

د امریکا د کورنیو قوانینو او د کډوالۍ نړۍوالو تړونونو له‌مخې، دغه افغانان له خطر سره مخ پناه‌ غوښتونکي ګڼل شوي او تر هغې چې د هغوی دوسیې په محکمو کې په بشپړ ډول نه‌وي څېړل شوي، له شړلو خوندي دي. خو ټرمپ د هغوی لنډمهالی خوندي وضعیت پای ته ورساوه او افغان پناه‌ غوښتونکي اوس د قانوني ملاتړ له نشتوالي سره، د نیول کېدو او شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان "افغان اېواک" مشر شان وانډیور د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې د امریکا حکومت د رخصتیو له امله درېدلو سیستمونو د زرګونو افغان کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

شان وندایور بلومبرګ ته ویلي: «د رخصتیو کارول د افغانانو د نیولو لپاره، په داسې وخت کې چې وکیل او محکمې ته لاسرسی محدود وي، عادي اداري کار نه‌ښکاري».

خو د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاند بیا دغه لیدنې «معمولي کړنلاره» بللې او ټینګار یې کړی چې د پناه‌ غوښتونکو اسناد ان د رخصتیو پر مهال هم څېړل کېږي.

تر دې وړاندې شان وانډیور د ټایمز اف سنډیاګو ورځپاڼې ته د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) په خپلې لیکنه کې لیکلي، له هغې ورځې چې کابل سقوط وکړ، په قطر او څو نورو هېوادونو کې ګڼ افغان متحدین، ژباړونکي، دولتي کارکوونکي، خبریالان، ښځې او د امریکايي کورنیو خپلوان د پروسو د ټکني کېدو له امله بند پاتې دي.

د ده په وینا، داسې نښې شته چې د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي د کرسمس او نوي کال په ورځو کې د نیونو عملیات ترسره کړي؛ هغه وخت چې محکمې تړلې وي او د قانوني وکیل لاسرسی محدود وي. نوموړی دا اقدام «ظالمانه او له اخلاقي پلوه د نه‌منلو» بولي.

وانډیور زیاتوي، چې دغه کړنې کورنۍ تجزیه کوي، ماشومان له پالونکو بې‌برخې کوي او هغه کسان چې یو وخت د متحدینو په سترګه ورته کتل کېدل، اوس د «دښمن» په توګه چلند ورسره کېږي.

په امریکا کې د یوه افغان له لوري د ملي ګارد د یوې سرتېرې له وژنې او د یوه بل له ټپي کېدو وروسته د ټرمپ حکومت د کډوالۍ بهیر سخت کړی دی.