• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پزشکیان: اسراییل په تمه دی چې په کور دننه یوه پېښه وشي او بیا مداخله وکړي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۴ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، اسراییل په دې تمه دی چې په ایران کې یوه پېښه رامنځته شي او بیا دوی مداخله وکړي. د نوموړي په باور، اسراییل په وار وار ویلي چې دغه ډول یوې موقع ته په تمه دي.

مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د رهبرۍ (خامنه‌يي) رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، پر ایران د اسراییل بیا ځلي برید ته به په ټول قوت سره ځواب ورکړي او زیاته یې کړه، چې له ۱۲ ورځنۍ جګړې را وروسته ډېر قوي شوي دي.

پزشکیان همداراز ویلي: «اوس د ځواکونو او تجهیزاتو له اړخه له خپلو ټولو مشکلاتو سره سره د تېر ځل د [اسراییل] د برید پر تله ډېر قوي یو، نو که وغواړي بیا ځلي برید وکړي طبیعتاً له قاطع ځواب سره به مخ شي».

هغه څرګنده کړه: «د هغوی [اسراییل] هیله دا ده او په خپلو خبرو کې یې هم ویلي چې باید په کور دننه یوه پېښه رامنځته شي، څو دوی وکولی شي، راشي او بیا مداخله پیل کړي».

د ایران ولسمشر په دې مرکه کې په ډاګه کړې، که چېرې ایرانیان سره یو موټی واوسي، نو اسراییل به ناهیلی شي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د شنوخونو ګازونه ۳۰ سلنه مهار شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰

ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې د چاپېریالي اغېزو او د شنو خونو ګازونوپه کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د «Greening the Blue» کلني راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د شنوخونو ګازونو په خپریدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په راپور کې د چاپېریال ساتنې او د دوامداره مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال شنه کول، هغه نوښت او کلنی راپور دی چې د دغه سازمان د چاپېریالي اغېزو د کمولو هڅې ارزوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شنوخونو ګازونو خپریدل، د انرژۍ مصرف، د اوبو کارونه، فاضله مواد او د دوامداره پرمختګ نورې برخې څېړل کېږي، تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د سازمان د پرمختګ کچه وښيي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د ډسمبر ۲۷ د وباوو د نړیوال چمتووالي ورځ؛ ملګري ملتونه په نړیوالې همکارۍ ټينګار کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰

ملګري ملتونه وايي چې وباګانې د خلکو ژوند او اقتصاد ته لوی ګواښونه جوړوي، او د دې لپاره باید روغتیایي سیستمونه پیاوړي شي، خلک پوهاوي ترلاسه کړي او نړیوالې همکارۍ وشي.

نن د ډسمبر ۲۷ د «د وباوو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي ورځ» ده. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې وباګانې د بشري ژوند، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې جدي ګواښونه دي، او د هغو د مخنیوي، چمتوالي او نړیوالې همکارۍ له پاره باید هر اړخیز اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کروناویروس (COVID-19) وبا څرګنده کړه چې لویې ناروغۍ کولی شي روغتیايي نظامونه له حد زیات فشار لاندې کړي، نړیوالې عرضه‌يي لارې ګډوډې کړي، او د ښځو، ماشومانو او د بې وزلو هېوادونو د خلکو ژوند ته جدي زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د وباوو په وړاندې د چمتووالي لپاره پیاوړي او مقاومت لرونکي روغتیايي نظامونه ضروري دي او د ملي، سیمه‌ییز او نړیوالو هڅو همغږي، د معلوماتو تبادله، علمي پوهه، غوره تجربې، او د پوهاوي پروګرامونه باید د وباوو د مخنیوي او کنټرول لپاره عملي شي.

د ملګرو ملتونو سیسټم، په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په دې برخه کې اساسي رول لري او د هېوادونو، سیمو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومتونه، اړوند سازمانونه او ټولنې باید په وباګانو کې د ټول شموله ګډون، د جنسیتي نظر په پام کې نیولو او د زیان منونکو خلکو ځانګړې پاملرنې ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو په دغه خبرپاڼه کېټولو غړو هېوادونو، نړیوالو او سیمه‌ییزو ادارو، غیر دولتي سازمانونو، علمي موسسو او شخصي سکتور ته بلنه ورکړې چې د وباوو د چمتوالي نړیواله ورځ د تعلیم او پوهاوي له لارې په ملي شرایطو او لومړیتوبونو سره هر کال ولمانځي.

هرانا: ایران په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۲ زره کسان اعدام کړي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو وېب‌پاڼه «هرانا» په خپل نوي کلني راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د ایران په زندانونو کې لږ تر لږه ۱،۹۲۲ کسان اعدام شوي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله ۱۰۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، له دې شمېر څخه ۱۰ کسان په عام محضر او د خلکو د سترګو په وړاندې اعدام شوي دي. هرانا ویلي چې دا شمېرې د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومې له ۱۲مې څخه د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ تر ۲۹مې پورې موده رانغاړي او د څه باندې ۱۰ زره بشري حقونو راپورونو د ارزونې پر بنسټ راټولې شوې دي.

د راپور پر بنسټ، شاوخوا ۹۵ سلنه اعدامونه په پټه ترسره شوي او یوازې پنځه سلنه یې د رسمي رسنیو له لوري اعلان شوي دي.

هرانا همداراز ویلي چې د اعدام شویو کسانو له ډلې لږ تر لږه ۱،۶۸۱ تنه، چې ۸۷ سلنه جوړوي، نارینه او ۵۹ تنه، چې درې سلنه کېږي، ښځې وې، خو د لس سلنه اعدام شویو کسانو جنسیت نه دی مشخص شوی.

د ترکیې پولیسو ۲۳ افغان کډوال په یو باروړونکي موټر کې نیولي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د ترکیې پولیس وایي چې د ارزوروم ښار د امنیتي پلټنو پر مهال یې ۲۳ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د یوه باروړونکي موټر دننه پېژندلي او نیولي دي.

د پولیسو په وینا، یاد موټر د پلټنې پر تمځای کې مشکوک ښکاره شو او وروسته څرګنده شوه چې دغه موټر د پام وړ ناقانونه کډوال لېږدول.

ترکي رسنیو د جمعې په ورځ، د جدي په ۵مه، د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد باروړونکي موټر چلوونکی هم نیول شوی او افغان کډوال د ارزوروم د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي. د پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د ارزوروم د پولیسو قومندان ویلي چې د نوي میلادي کال د رارسېدو له امله په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شوي او سلګونه پولیس د وسایطو د پلټنې، د امنیتي وضعیت د څارنې، د ترافیکو د کنټرول او د کډوالو د قاچاق پر ضد پر دندو بوخت دي.

ترکیه د لوېدیځې اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.