• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

اکثریت: نننۍ افراطي ډلې د بهرنیو استخباراتي مدرسو او جګړه‌ییزو تګلارو زېږنده دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د «اکثریت» په نوم سیاسي ـ فکري بهیر د جدي ۶مې په تړاو وایي، هغه شاتګ‌پاله او افراطي ډلې چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی، د بهرنیو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي؛ داسې تګلارې چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ پلې شوې او هېواد د بنسټونو د ړنګېدو لامل شوې.

د «اکثریت» په نوم دغه بهیر د شپږم جدې د ورځې د کلیزې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ۴۶ کاله وړاندې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل د هېواد پر خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او ملي ارزښتونو ښکاره برید و او د هغه ناورین سیاسي، بشري او اقتصادي پایلې تر نن پورې د افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د دې بهیر په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د شوروي پوځي یرغل له امله د افغانستان بنسټیز دولتي، ملکي او پوځي جوړښتونه ونړېدل او هېواد د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ پر لور ولاړ.

اکثریت دا یرغل، لکه د نورو بهرنیو مستقیمو او نیابتي لاسوهنو په څېر، په کلکو ټکو غندلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د شوروي له یرغل مخکې لوېدیځ استعماري ځواکونه د نړیوالو سیالیو په چوکاټ کې په افغانستان کې د جګړه‌ییزو ډلو د رامنځته کولو بهیر پیل کړی و او وروسته یې د شوروي یرغل په پلمه همدغه ډلې لا ډېرې تمویل او سمبالې کړې.

اکثریت ټینګار کړی، چې د ختیځ او لوېدیځ د استعماري تګلارو په پایله کې د افغانستان دوه‌سوه کلن دولتي اداري نظام له منځه ولاړ او د هېواد ملي، اسلامي دودونه د هدفمند بدلون او افراطیت پر لور ټېل وهل شول.

د دې بهیر په وینا، جګړه‌ییز او توندلار فکرونه د ښوونیز نظام برخه وګرځول شول او څو نسلونه د افراطي ذهنیت ښکار شول.

په اعلامیه کې راغلي: «هغه شاتګ‌پاله او افراطي ډلې چې نن ورسره مخ یو، د هماغو استخباراتي نصابونو او مدرسو مستقیم محصول دي.»

اکثریت زیاتوي، چې د همدې سیاستونو له امله دولتي، اقتصادي او کلتوري بنسټونه له منځه ولاړل او پر ځای یې یو نادولتي جګړه‌ییز چاپېریال رامنځته شو، چې د لوېدیځ، پاکستان او سعودي عربستان په ملاتړ جوړ شو او تر اوسه د نوو افراطي ډلو د زېږولو خطر لري.

دا سیاسي بهیر باور لري، چې د شوروي او لوېدیځ په لاسوهنو کې افغان نیابتي عناصر هم ښکېل وو او لا هم شته.

د اعلامیې له مخې، د هېواد د اوږدمهاله کړکېچ د حل یوازینۍ لار د افغانانو ترمنځ رښتینی سیاسي خبرې اترې، ملي یووالی او متقابل درناوی دی، بې له دې چې بهرنی تمویل، وسلې او منځګړیتوب پکې رول ولري.

اکثریت ټینګار کړی، چې هر ډول بهرنی پوځي او سیاسي لاسوهنه ردوي او د یو ازاد، خپلواک او ملي ارزښتونو ته ژمن افغانستان غوښتونکی دی.

کریم خرم: د افغانستان د سرو زرو کانونه باید د نورو کانونو په څېر عادي ونه ګڼل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر کریم خرم وایي، چې د نړۍ د متزلزل اقتصادي وضعیت او په نړیوال بازار کې د سرو زرو د بیو د بې‌ساري لوړېدو سره سره، د افغانستان د شمال د سرو زرو زیرمې په خورا ټیټه بیه بهرنیو معاملګرو باندې پلورل کېږي.

کریم خرم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سرو زرو له کانونو سره باید د نورو عادي کانونو په څېر چلند ونه شي.

د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اړینه وه چې د افغانستان دننه د سرو زرو زیرمې زیاتې او خوندي شي، نه دا چې له هېواده بهر ولېږدول شي.

یاده دې وي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په جغرافیایي لحاظ د معدني سرچینو، په ځانګړي توګه د سرو زرو د زیرمو مهم ظرفیت لري. د سرو زرو کانونه په بېلابېلو ولایتونو کې شتون لري او د اقتصادي سکتور لپاره یو ستر فرصت بلل کېږي، خو د کیندنې، پرمختګ او ارزښتمنو عایداتو تر لاسه کولو برخه کې نن هم ګڼ ستونزې شته.

د چارو پوهان وایي، د افغانستان په کانونو کې د سرو زرو ناقانونه او ناسم استخراج کړنلاره، ناقصه مدیریت، او د بهرنیو او داخلي پانګونې په برخه کې مسلکيتوب له پامه غورځول شوی.

پرون له ایران او افغانستان نه څه باندې دوه نیم زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومې ۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۰۱ کورنۍ چې ټول‌ ۲۷۳۰ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د وریښمو لار،د هرات د اسلام‌کلا او د هلمند د بهرامچې له لارې جبري ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۱۵۶ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۲۶ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۱ تنه، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ تنه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبري ستنول هڅې چټکې شوي، د پاکستان په ټولو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو لټون روان دی.

په اسلام اباد کې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړي چې شک کېده چې افغان کډوال به پکې اوسیږي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په نورستان کې د طالبانو امنیتي ټولي د قومي تبعیض او فساد له امله ډله ییزه استعفا کړې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د نورستان ولایت د لویې لارې د امنیت لپاره د طالبانو ټولي ټولو ځواکونو په نظام کې د فساد، تبعیض او قومي چلند له امله په ډله ییزه توګه دندې پرې ایښي. په دغه ډله کې د یاد ټولي قومندان او مرستیال قومندان هم شامل دي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته یې استعفاوې استولي دي.

د معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي، ددغه ډله ییزې استعفا لوی لامل د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل دی.

د دغه امنیتي ټولي غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملا اختر محمد مزمل د نورستان کلتوري او جعرافیایي وضعیت په اړه معلومات نلري او ټولې ګمارنې د قومي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ کوي.

دوی ټینګار کړی چې د فساد دوام یې د استعفا اصلي دلیل دی.

همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال، مولوي محمد ابراهیم صدر، د ستونزې د حل لپاره ولایت ته تللی و، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره کړې.

د نورستان ځايي خلک او د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ددغه امنیتي ټولي ټول پرسونل استعفا د لویې لارې د ساتنې او د خلکو د امنیت لپاره جدي ستونزه رامنځته کوي.

د ډسمبر ۲۷ د وباوو د نړیوال چمتووالي ورځ؛ ملګري ملتونه په نړیوالې همکارۍ ټينګار کوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۹ GMT+۰

ملګري ملتونه وايي چې وباګانې د خلکو ژوند او اقتصاد ته لوی ګواښونه جوړوي، او د دې لپاره باید روغتیایي سیستمونه پیاوړي شي، خلک پوهاوي ترلاسه کړي او نړیوالې همکارۍ وشي.

نن د ډسمبر ۲۷ د «د وباوو پر وړاندې د نړیوال چمتووالي ورځ» ده. ملګري ملتونه ټینګار کوي چې وباګانې د بشري ژوند، اقتصادي پرمختګ او ټولنیزو خدمتونو پر وړاندې جدي ګواښونه دي، او د هغو د مخنیوي، چمتوالي او نړیوالې همکارۍ له پاره باید هر اړخیز اقدامات وشي.

د ملګرو ملتونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کروناویروس (COVID-19) وبا څرګنده کړه چې لویې ناروغۍ کولی شي روغتیايي نظامونه له حد زیات فشار لاندې کړي، نړیوالې عرضه‌يي لارې ګډوډې کړي، او د ښځو، ماشومانو او د بې وزلو هېوادونو د خلکو ژوند ته جدي زیان ورسوي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د وباوو په وړاندې د چمتووالي لپاره پیاوړي او مقاومت لرونکي روغتیايي نظامونه ضروري دي او د ملي، سیمه‌ییز او نړیوالو هڅو همغږي، د معلوماتو تبادله، علمي پوهه، غوره تجربې، او د پوهاوي پروګرامونه باید د وباوو د مخنیوي او کنټرول لپاره عملي شي.

د ملګرو ملتونو سیسټم، په ځانګړي ډول د روغتیا نړیوال سازمان (WHO)، په دې برخه کې اساسي رول لري او د هېوادونو، سیمو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي.

همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي چې حکومتونه، اړوند سازمانونه او ټولنې باید په وباګانو کې د ټول شموله ګډون، د جنسیتي نظر په پام کې نیولو او د زیان منونکو خلکو ځانګړې پاملرنې ته ژمن پاتې شي.

ملګرو ملتونو په دغه خبرپاڼه کېټولو غړو هېوادونو، نړیوالو او سیمه‌ییزو ادارو، غیر دولتي سازمانونو، علمي موسسو او شخصي سکتور ته بلنه ورکړې چې د وباوو د چمتوالي نړیواله ورځ د تعلیم او پوهاوي له لارې په ملي شرایطو او لومړیتوبونو سره هر کال ولمانځي.