• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کریم خرم: د افغانستان د سرو زرو کانونه باید د نورو کانونو په څېر عادي ونه ګڼل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۰

د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر کریم خرم وایي، چې د نړۍ د متزلزل اقتصادي وضعیت او په نړیوال بازار کې د سرو زرو د بیو د بې‌ساري لوړېدو سره سره، د افغانستان د شمال د سرو زرو زیرمې په خورا ټیټه بیه بهرنیو معاملګرو باندې پلورل کېږي.

کریم خرم په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د سرو زرو له کانونو سره باید د نورو عادي کانونو په څېر چلند ونه شي.

د هغه په وینا، په اوسنیو شرایطو کې اړینه وه چې د افغانستان دننه د سرو زرو زیرمې زیاتې او خوندي شي، نه دا چې له هېواده بهر ولېږدول شي.

یاده دې وي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په جغرافیایي لحاظ د معدني سرچینو، په ځانګړي توګه د سرو زرو د زیرمو مهم ظرفیت لري. د سرو زرو کانونه په بېلابېلو ولایتونو کې شتون لري او د اقتصادي سکتور لپاره یو ستر فرصت بلل کېږي، خو د کیندنې، پرمختګ او ارزښتمنو عایداتو تر لاسه کولو برخه کې نن هم ګڼ ستونزې شته.

د چارو پوهان وایي، د افغانستان په کانونو کې د سرو زرو ناقانونه او ناسم استخراج کړنلاره، ناقصه مدیریت، او د بهرنیو او داخلي پانګونې په برخه کې مسلکيتوب له پامه غورځول شوی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

پرون له ایران او افغانستان نه څه باندې دوه نیم زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون (د مرغومې ۶مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۰۱ کورنۍ چې ټول‌ ۲۷۳۰ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه شوې دي.

د کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د نیمروز د وریښمو لار،د هرات د اسلام‌کلا او د هلمند د بهرامچې له لارې جبري ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۲۱۵۶ تنه، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۴۲۶ تنه، د هلمند د بهرامچې له لارې ۳۱ تنه، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۶ تنه او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۴۱ تنه افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د جبري ستنول هڅې چټکې شوي، د پاکستان په ټولو ښارونو کې کور په کور د افغان کډوالو لټون روان دی.

په اسلام اباد کې داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې پولیسو د هغه کورنو دروازې هم ماتې کړي چې شک کېده چې افغان کډوال به پکې اوسیږي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده.

په نورستان کې د طالبانو امنیتي ټولي د قومي تبعیض او فساد له امله ډله ییزه استعفا کړې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د نورستان ولایت د لویې لارې د امنیت لپاره د طالبانو ټولي ټولو ځواکونو په نظام کې د فساد، تبعیض او قومي چلند له امله په ډله ییزه توګه دندې پرې ایښي. په دغه ډله کې د یاد ټولي قومندان او مرستیال قومندان هم شامل دي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته یې استعفاوې استولي دي.

د معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي، ددغه ډله ییزې استعفا لوی لامل د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل دی.

د دغه امنیتي ټولي غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملا اختر محمد مزمل د نورستان کلتوري او جعرافیایي وضعیت په اړه معلومات نلري او ټولې ګمارنې د قومي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ کوي.

دوی ټینګار کړی چې د فساد دوام یې د استعفا اصلي دلیل دی.

همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال، مولوي محمد ابراهیم صدر، د ستونزې د حل لپاره ولایت ته تللی و، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره کړې.

د نورستان ځايي خلک او د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ددغه امنیتي ټولي ټول پرسونل استعفا د لویې لارې د ساتنې او د خلکو د امنیت لپاره جدي ستونزه رامنځته کوي.

د ترکیې پولیسو ۲۳ افغان کډوال په یو باروړونکي موټر کې نیولي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د ترکیې پولیس وایي چې د ارزوروم ښار د امنیتي پلټنو پر مهال یې ۲۳ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د یوه باروړونکي موټر دننه پېژندلي او نیولي دي.

د پولیسو په وینا، یاد موټر د پلټنې پر تمځای کې مشکوک ښکاره شو او وروسته څرګنده شوه چې دغه موټر د پام وړ ناقانونه کډوال لېږدول.

ترکي رسنیو د جمعې په ورځ، د جدي په ۵مه، د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد باروړونکي موټر چلوونکی هم نیول شوی او افغان کډوال د ارزوروم د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي. د پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د ارزوروم د پولیسو قومندان ویلي چې د نوي میلادي کال د رارسېدو له امله په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شوي او سلګونه پولیس د وسایطو د پلټنې، د امنیتي وضعیت د څارنې، د ترافیکو د کنټرول او د کډوالو د قاچاق پر ضد پر دندو بوخت دي.

ترکیه د لوېدیځې اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

محمود صیقل: ایران د طالبانو پر وړاندې د تېروتنو له منفي پایلو سره مخ دی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل په ایران کې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور پېښې ته په غبرګون کې ویلي، ایران د طالبانو پر وړاندې د تېروتنو له منفي پایلو سره مخ دی.

محمود صیقل په ایکس، د یوې ایراني ورځپاڼې د راپور په شریکولو سره ویلي چې ایران د طالبانو په اړه تېروتنې کړي او اوس یې له منفي پایلو سره مخ دی.

د هغه په وینا، له ایران سره د طالبانو او د هغوی د کورنیو پلویانو د نفوذ پرېکون کولی شي د ورته پېښو مخه ونیسي.

په یاد راپور کې ویل شوي چې د جمهوریت د دورې د پولیسو پخوانی قومندان، جنرال اکرام‌ الدین سریع، په تهران کې ترور شوی، چې دې چارې په ایران کې د طالبانو د مخالفو افغان پناه‌غوښتونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

د طالبانو مخالفان دا پېښه د دې ډلې له‌خوا د خپلو منتقدانو د په نښه کولو د هڅو برخه بولي، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت په رسمي ډول نه دی منلی.

میا افتخارحسین: په افغانستان کې د بند پاتې زده‌کوونکو کورنۍ له سخت رواني فشار سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسین وایي، په افغانستان کې بند پاتې تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړی له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوندي ستنولو لپاره سمدستي عملي ګامونه واخلي.

میا افتخار حسین ویلي، د دغو زده‌کوونکو تعلیمي دورې پای ته رسېدلي، خو د ډيورنډ کرښې تړل کېدو له امله نه شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د هغه په وینا، د دغه کرښې تړل کېدل د زده‌کوونکو د ستنولو تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن چارواکي باید خپل اختلافات او سخت دریځي یوې خواته کړي، ځکه د دغو تګلارو منفي پایلې زده‌کوونکي، سوداګر او عام ولس زغمي.

هغه زیاته کړې چې فدرالي او ایالتي حکومتونه باید ژر تر ژره دا ستونزه حل او د بند پاتې زده‌کوونکو د خوندي ستنولو لپاره مشخص ترتیبات ونیسي.

میا افتخار حسین ویلي، که له ځمکنۍ لارې سفر ممکن نه وي، حکومت دې د زده‌کوونکو د راګرځولو لپاره ځانګړي الوتنې برابرې کړي.

د هغه په وینا، د ګوند مرکزي مشر سنېټر ایمل ولي خان د مرکزي ویاند احسان‌الله خان له لارې اړوندو ادارو او د لومړي وزیر دفتر ته په رسمي ډول دا موضوع رسولې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار باز هم دا موضوع په وار وار د اسمبلۍ په غونډو کې راپورته کړې ده، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

هغه د بند پاتې زده‌کوونکو د کورنیو پر رواني وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا د حکومت مسولیت دی چې بېړني ګامونه واخلي او د والدینو اندېښنې ختمې کړي.