• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په نورستان کې د طالبانو امنیتي ټولي د قومي تبعیض او فساد له امله ډله ییزه استعفا کړې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۰

د نورستان ولایت د لویې لارې د امنیت لپاره د طالبانو ټولي ټولو ځواکونو په نظام کې د فساد، تبعیض او قومي چلند له امله په ډله ییزه توګه دندې پرې ایښي. په دغه ډله کې د یاد ټولي قومندان او مرستیال قومندان هم شامل دي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته یې استعفاوې استولي دي.

د معلوماتو له مخې چې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته رسېدلي، ددغه ډله ییزې استعفا لوی لامل د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قومندان ملا اختر محمد مزمل دی.

د دغه امنیتي ټولي غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ملا اختر محمد مزمل د نورستان کلتوري او جعرافیایي وضعیت په اړه معلومات نلري او ټولې ګمارنې د قومي اړیکو او شخصي ګټو پر بنسټ کوي.

دوی ټینګار کړی چې د فساد دوام یې د استعفا اصلي دلیل دی.

همدارنګه ویل شوي چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت مرستیال، مولوي محمد ابراهیم صدر، د ستونزې د حل لپاره ولایت ته تللی و، خو تر اوسه یې ستونزه نه ده هواره کړې.

د نورستان ځايي خلک او د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې د ددغه امنیتي ټولي ټول پرسونل استعفا د لویې لارې د ساتنې او د خلکو د امنیت لپاره جدي ستونزه رامنځته کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو ۲۳ افغان کډوال په یو باروړونکي موټر کې نیولي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د ترکیې پولیس وایي چې د ارزوروم ښار د امنیتي پلټنو پر مهال یې ۲۳ افغان کډوال، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه لرل، د یوه باروړونکي موټر دننه پېژندلي او نیولي دي.

د پولیسو په وینا، یاد موټر د پلټنې پر تمځای کې مشکوک ښکاره شو او وروسته څرګنده شوه چې دغه موټر د پام وړ ناقانونه کډوال لېږدول.

ترکي رسنیو د جمعې په ورځ، د جدي په ۵مه، د پولیسو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د یاد باروړونکي موټر چلوونکی هم نیول شوی او افغان کډوال د ارزوروم د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي دي. د پېښې په تړاو څېړنې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د ارزوروم د پولیسو قومندان ویلي چې د نوي میلادي کال د رارسېدو له امله په دغه ښار او شاوخوا سیمو کې امنیتي تدابیر زیات شوي او سلګونه پولیس د وسایطو د پلټنې، د امنیتي وضعیت د څارنې، د ترافیکو د کنټرول او د کډوالو د قاچاق پر ضد پر دندو بوخت دي.

ترکیه د لوېدیځې اسیا څخه اروپا ته د ناقانونه کډوالو د تګ راتګ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.

محمود صیقل: ایران د طالبانو پر وړاندې د تېروتنو له منفي پایلو سره مخ دی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۷ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل په ایران کې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور پېښې ته په غبرګون کې ویلي، ایران د طالبانو پر وړاندې د تېروتنو له منفي پایلو سره مخ دی.

محمود صیقل په ایکس، د یوې ایراني ورځپاڼې د راپور په شریکولو سره ویلي چې ایران د طالبانو په اړه تېروتنې کړي او اوس یې له منفي پایلو سره مخ دی.

د هغه په وینا، له ایران سره د طالبانو او د هغوی د کورنیو پلویانو د نفوذ پرېکون کولی شي د ورته پېښو مخه ونیسي.

په یاد راپور کې ویل شوي چې د جمهوریت د دورې د پولیسو پخوانی قومندان، جنرال اکرام‌ الدین سریع، په تهران کې ترور شوی، چې دې چارې په ایران کې د طالبانو د مخالفو افغان پناه‌غوښتونکو د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپارولي دي.

د طالبانو مخالفان دا پېښه د دې ډلې له‌خوا د خپلو منتقدانو د په نښه کولو د هڅو برخه بولي، خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت په رسمي ډول نه دی منلی.

میا افتخارحسین: په افغانستان کې د بند پاتې زده‌کوونکو کورنۍ له سخت رواني فشار سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسین وایي، په افغانستان کې بند پاتې تر ۳۰۰۰ پورې پاکستاني زده‌کوونکي له جدي ستونزو سره مخ دي. نوموړی له حکومت څخه غوښتي چې د هغوی د خوندي ستنولو لپاره سمدستي عملي ګامونه واخلي.

میا افتخار حسین ویلي، د دغو زده‌کوونکو تعلیمي دورې پای ته رسېدلي، خو د ډيورنډ کرښې تړل کېدو له امله نه شي کولای بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د هغه په وینا، د دغه کرښې تړل کېدل د زده‌کوونکو د ستنولو تر ټولو لوی خنډ ګرځېدلی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې واکمن چارواکي باید خپل اختلافات او سخت دریځي یوې خواته کړي، ځکه د دغو تګلارو منفي پایلې زده‌کوونکي، سوداګر او عام ولس زغمي.

هغه زیاته کړې چې فدرالي او ایالتي حکومتونه باید ژر تر ژره دا ستونزه حل او د بند پاتې زده‌کوونکو د خوندي ستنولو لپاره مشخص ترتیبات ونیسي.

میا افتخار حسین ویلي، که له ځمکنۍ لارې سفر ممکن نه وي، حکومت دې د زده‌کوونکو د راګرځولو لپاره ځانګړي الوتنې برابرې کړي.

د هغه په وینا، د ګوند مرکزي مشر سنېټر ایمل ولي خان د مرکزي ویاند احسان‌الله خان له لارې اړوندو ادارو او د لومړي وزیر دفتر ته په رسمي ډول دا موضوع رسولې ده، او د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي نثار باز هم دا موضوع په وار وار د اسمبلۍ په غونډو کې راپورته کړې ده، خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

هغه د بند پاتې زده‌کوونکو د کورنیو پر رواني وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې دا د حکومت مسولیت دی چې بېړني ګامونه واخلي او د والدینو اندېښنې ختمې کړي.

الجزیره: د افغانستان او تاجکستان په پوله کې نا امنۍ د چین ګټې ګواښي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۴ GMT+۰

الجزیرې یوه راپور کې لیکلي، چې د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې وروستیو نښتو د چین پر ګټو او امنیت اغېز کړی او همداراز د مرکزي اسیا امنیتي وضعیت بېجینګ اندېښمن کړی دی.تاجکستان ویلي، په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه د وسله‌‌والو بریدونو کې له ۱۲ ډېر کسان وژل شوي دي.

د الجزیرې په راپور کې راغلي، چې د وژل شویو کسانو له ډلې ځینې هغه چینایان و، چې د تاجکستان په لرې پرتو سیمو کې په اقتصادي او کان‌ کېندنو پروژو کې کار کاوه. ډېری دغه بریدونه پر چینايي کارکوونکو ترسره شوي دي.

الجزیرې لیکلي، چین چې د تاجکستان تر ټولو لوی پور ورکوونکی او له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی، د دې هېواد په سرحدي سیمو کې د بنسټیزو پروژو، سړک جوړونې او کان‌ کېندنې په برخو کې پراخ حضور لري.

د الجزیرې په وینا، چین نور د افغانستان او تاجکستان پر پوله د خپلو وګړو پر امنیت بشپړ باور نه‌لري.

د لیندۍ میاشتې په پیل کې د سرو زرو د کان‌ کېندنې د یوه چینايي شرکت پر کارکوونکو د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وشو او همدارنګه د چین د یوې دولتي کمپنۍ پر کارګرانو ډزې وشوې، چې له امله یې څو چینایي وګړي ووژل شول.

الجزیره وايي، له دغو پېښو وروسته په دوشنبه کې د چین سفارت خپلو وګړو او چینایي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه، چې له سرحدي سیمو ووځي او له تاجکستانه یې غوښتي چې د چین د وګړو او پانګو د امنیت لپاره «ټول لازم اقدامات» ترسره کړي.

الجزیرې د شنونکو له قوله لیکلي، چې که څه هم د دغو بریدونو عاملان په رسمي ډول نه‌دي پېژندل شوي، خو د بریدونو بڼه او طریقه د داعش له فعالیتونو سره سمون لري. د شنونکو په وینا، دغه ډله هڅه کوي د بهرنیانو په نښه کولو سره طالبان د سیمې د امنیت د تامینونکي په توګه بدنام کړي او د هغوی اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور زیاتوي، د تاجکستان او افغانستان پر پوله د نښتو زیاتوالی کولی شي د سیمې امنیتي معادله لا پېچلې کړي او پر طالبانو او د افغانستان پر ګاونډیانو نوي امنیتي فشارونه راولي.

الجزیرې د تاجکستاني چارواکو له قوله لیکلي، چې دا بریدونه د طالبانو «بې‌ مسوولیتي او نړۍوالو ژمنو ته د هغوی پرله‌ پسې نه‌ژمنتیا» ښيي. هغوی له طالبانو غوښتي چې بښنه وغواړي او د پولې امنیت تضمین کړي.

دوشنبه وايي، چې له دغو بریدونو ډېری یې د افغانستان له بدخشان ولایت څخه سرچینه اخلي؛ هغه سیمه چې الجزیرې له امنیتي پلوه «پیچلې» بللې ده.

د الجزیرې په وینا، د طالبانو له‌خوا د کوکنار د کښت پر وړاندې مبارزه او د بزګرانو نارضایتي په سیمه کې د امنیت نازکوالی نور هم زیات کړی دی. د الجزیرې په تحلیلي راپور کې راغلي، چې د نښتو زیاتوالی کولی شي د تاجکستان او طالبانو اړیکې لا خرابې او په ورته وخت کې د چین او منځنۍ اسیا پر امنیتي معادلو نوی فشار واچوي.

طالبانو د دغو پېښو په اړه «خواشیني څرګنده کړې»، بریدونه یې یوې ناڅرګندې ډلې ته منسوب کړي او ویلي یې دي، چې د هغوی تر واک لاندې افغانستان د ګاونډیانو لپاره ګواښ نه‌دی او د دوحې تړون ته ژمن دي.

له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره قطر ته انار صادر شول

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰

په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت مسوولینو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټُنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.

د دغه خصوصي سوداګریز شرکت په وینا، تر دې مخکې یې هم دوبۍ او ځینو نورو عربي هېوادونو ته انار صادر کړي و، خو دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته صادریږي.

د شرکت مسوولین زیاتوي، چې دا صادرات ښيي د کندهار انار د نړۍوالو بازارونو د سیالۍ بشپړه وړتیا لري او کولای شي د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار انار سږ کال نه‌یوازې قطر او دوبۍ، بلکې روسیې، مالیزیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.