• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کندهار څخه د لومړي ځل لپاره قطر ته انار صادر شول

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۵ GMT+۰تازه شوی: ۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۰

په کندهار کې د «شفیع نصیب» په نوم یوه خصوصي سوداګریز شرکت د دغه ولایت انار د قطر او دوبۍ بازارونو ته صادر کړي دي. د یاد شرکت مسوولینو د جمعې په ورځ وویل، چې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت یې شاوخوا ۲۰ټُنه انار قطر ته د لومړي ځل لپاره صادر کړي دي.

د دغه خصوصي سوداګریز شرکت په وینا، تر دې مخکې یې هم دوبۍ او ځینو نورو عربي هېوادونو ته انار صادر کړي و، خو دا لومړی ځل دی چې د کندهار انار قطر ته صادریږي.

د شرکت مسوولین زیاتوي، چې دا صادرات ښيي د کندهار انار د نړۍوالو بازارونو د سیالۍ بشپړه وړتیا لري او کولای شي د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د کندهار انار سږ کال نه‌یوازې قطر او دوبۍ، بلکې روسیې، مالیزیا، هند او یو شمېر نورو هېوادونو ته هم صادر شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

په پېښور کې د افغان زده‌کوونکو ستونزې؛ نوي تعلیمي کال کې داخله نه‌ورکول کېږي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰
•
جواد شينواری

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په لړ کې په پېښور کې مېشت افغان زده‌کوونکي وايي، چې په نوي تعلیمي کال کې داخله نه‌ورکول کیږي. دغه زده کوونکي وايي، چې تعلیمي کال یې پر خلاصېدو دی او افغانستان ته په ستنېدو د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمن دي.

په پېښور کې مېشت افغان زده‌کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې له‌مخې، په نوي‌ ښوونیز کال کې افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌ورکول کېږي.

د پاکستان له دې پرېکړې وروسته په پېښور کې د دولسم ټولګي افغان زده‌کوونکي له بې باورۍ او اندېښنو سره مخ شوي دي.

دغو زده‌کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «زموږ تعلیمي کال نږدې بشپړېدو ته رسېدلی او دا لومړی ځل دی چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږو».

یاد زده‌کوونکي افغانستان ته په تګ خپلو زده‌کړو ته اندېښمن دي او زیاتوي: «که افغانستان ته لاړ شو هلته به بیا داخلې ترلاسه کول نه‌یوازې ګران وي، بلکې امکان لري چې خپلې زده‌ کړې له سره پیل کړو او ورسره به زموږ قیمتي کلونه ضایع شی».

یو بل افغان زده‌کوونکی وايي: «خپله ټوله زده‌‌کړه مې په پاکستان کې کړې ده او د افغانستان له تعلیمي نظام او ښوونځیو سره بلد نه‌یم. دا راته سخته ده چې له سره یې پيل کړم».

نوموړي د ښوونیزو ستونزو ترڅنګ له کمزوري اقتصادي حالت څخه هم شکایت کوي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه میلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومت څخه د هغو زده‌‌کړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دا مهال د دغه هېواد په پوهنتونونو کې پر زده‌‌کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي او لا هم په چټکۍ سره دوام لري.

روسیې یو افغان د ښځو د ځورولو په تور په درې کاله بند محکوم کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰

په روسیه کې یوې محکمې یوه افغان ته د اومسک ښار په مرکزي برخه کې د ښځو په ځورولو او پر یو کس د چړې د برید په تور درې کاله بند او شاوخوا ۸۹۰۰ډالره جریمې پر ورکړه محکوم کړ.

د دې افغان هویت لا تر دې مهاله نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې یاد ځوان په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تورن کس د روان کال د جولای په ۲۴مه هڅه وکړه چې ښځو ته نژدې شي، چې د یوه تېرېدونکي کس د غبرګون سره مخ شو او پر هغه یې د چړې برید وکړ. یادکس یې ټپي کړ چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د اومسک ښار د څارنوالۍ په وینا، بریدګر د چړې له برید وروسته د تښتېدو هڅه وکړه، خو د پولیسو له خو ونیول شو.

طالبان په کندهار کې صنعتي پارکونه جوړوي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۲ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د یاد وزارت وزیر کندهار ته د خپل سفر پرمهال په دغه ولایت کې د نویو جوړېدونکو دوو صنعتي پارکونو له ځمکو څخه لیدنه کړې ده. دوی زیاتوي، چې یو صنعتي پارک د کندهار هوايي ډکر ته څېرمه او بل د ژېړۍ په ولسوالۍ کې جوړیږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن جمعه د مرغومي ۵مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلی، چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي کندهار ته د خپل سفر په لړ کې د ژېړۍ په ولسوالۍ کې ۱۰ زره جریبه ځمکه او د کندهار هوایی ډګر ته نږدې ۷ نیم زره جریبه ځمکه د نویو صنعتي پارکونو په توګه د دې ځمکو د کارولو وړتیا او امکانات ارزولو لپاره له نژدې لیدلې ده.

یاد وزارت ادعا کوي، چې له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي په هیواد کې یې د صنعتي سکتور هر اړخیز ملاتړ کړی، د صنعتي فابریکو په جوړولو کې د پام وړ لیوالتیا شتون لري او د نویو صنعتي پارکونو جوړولو ته اړتیا لیدل کېږي.

طالبانو ددې صنعتي پارکونو د جوړېدو، پیل او د پانګونې په اړه جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو په فاریاب کې له ایران څخه راستون شوی پخوانی سرتیری وژلی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۰

په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو پخوانی سرتېری د ایران څخه له راستنېدو وروسته د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو. سرچینو ویلي چې دا سړی د کولیان په کلي کې د طالبانو د قوماندان طیب صداقت د کسانو لخوا وژل شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې ملا طیب چې د صداقت په نوم هم پیژندل کیږي د کولیان په کلي کې د طالبانو قوماندان د جمعې په ورځ د مرغومي میاشتې پر ۵مه نیټه د کلي په بازار کې د ګل مراد زوی جوره قول په ډزو وواژه.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې له لمانځه وروسته شاوخوا ۱۲:۱۵ بجې رامنځته شوه.

سرچینو ویلي چې دا سړی د طالبانو د سرحدي قطعې د یو عسکر نورالحق لخوا ووژل شو.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، نورالحق د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو عبدالرحمن رحمان او طیب صداقت تر قوماندې لاندې په قطعې کې دنده ترسره کوي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې جوره قل د تیر حکومت پر مهال په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.

هغه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ایران ته وتښتید، ځکه چې د ډلې له غچ اخیستو څخه یې ویره درلوده.

د پیښې په اړه د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي ویډیو کې ښکاري چې پخوانی سرتیری په سینه کې په ډزو ویشتل شوی.

طالبانو تر اوسه په فاریاب کې د پخواني سرتیري د وژنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی سرتیری چې له ایران څخه د شړلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

افغانستان انټرنیشنل مخکې په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړې وه، چې له ایران څخه راستانه شوي یو شمیر سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د بهر مېشتو افغانانو سرخلاصی لیک: ایران دې د جنرال سریع د ترور په اړه شفافي پلټنې وکړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰

یو شمېر بهر مېشتو افغانانو د ایران له چارواکو څخه په یوه سرخلاصي لیک کې غوښتنه کړې، چې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په اړه دې شفافي پلټنې وکړي.

په کاناډا او امریکا کې مېشتو افغانانو د ایراني چارواکو په ادرس په یوه پرانیستې لیک کې لیکلي، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع او د هغه د بل ملګري محمد امین الماس د ترور له امله په سیمه کې د مېشتو افغانانو لپاره ژورې اندیښنې رامنځته شوې دي.

په لیک کې راغلي، چې په مشهد کې د یادې پیښې له امله د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپیدا کړې دي او دا ډول پیښې د کډوالو پر امنیت ژوره اغېزه لري.

په یاد لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو سره ظالمانه چلند او د طالبانو سره د تړاو لرونکو کسانو بیانونو ته په کتو دوی باور لري، چې جنرال اکرام الدین سریع او محمد امین د یادې ډلې له خوا ترور شوې دي.

د بهر مېشتو افغانو په لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا دغه ډول پیښې د ایران له ملي حاکمیت څخه په ښکاره سرغړونه او د یاد هېواد د داخلي امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

دوی د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د مشهد د وروستۍ پیښې په اړه دې شفافي څېړنې وشي.

په لیکل کې راغلي:« په دې جرم کې ښکیل عاملین، قوماندانان، او شبکې وپيژنئ او د قانون سره سم یې محاکمه کړئ. د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د پخوانیو پولیسو او امنیتي ځواکونو د خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره عملي اقدامات وکړئ.»

همدارنګه دوی د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د پخوانیو افغان نظامیانو د جبري شړلو لړۍ دې په سمدستي ډول ودرول شي.

بهر مېشتو افغانانو د انسانانو د ژوند ساتنه او د پولي ها غاړي د ترهګرۍ مخنیوی ګډ بشري او امنیتي مسولیت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په تهران کې د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع له خپل یو ملګري سره د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو، یاده پېښه د تېر جمهوري نظام د پخوانیو چارواکو او سیاسیو له لوري هم په پراخ ډول وغندل شول، خو د ایران حکومت تر اوسه د یادې پیښې په اړه څه نه دې ویلي.