• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پېښور کې د افغان زده‌کوونکو ستونزې؛ نوي تعلیمي کال کې داخله نه‌ورکول کېږي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۰

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په لړ کې په پېښور کې مېشت افغان زده‌کوونکي وايي، چې په نوي تعلیمي کال کې داخله نه‌ورکول کیږي. دغه زده کوونکي وايي، چې تعلیمي کال یې پر خلاصېدو دی او افغانستان ته په ستنېدو د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمن دي.

په پېښور کې مېشت افغان زده‌کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د پاکستان حکومت د وروستۍ پرېکړې له‌مخې، په نوي‌ ښوونیز کال کې افغان زده‌کوونکو ته د زده‌کړو د دوام اجازه نه‌ورکول کېږي.

د پاکستان له دې پرېکړې وروسته په پېښور کې د دولسم ټولګي افغان زده‌کوونکي له بې باورۍ او اندېښنو سره مخ شوي دي.

دغو زده‌کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي: «زموږ تعلیمي کال نږدې بشپړېدو ته رسېدلی او دا لومړی ځل دی چې له پاکستان څخه افغانستان ته ستنېږو».

یاد زده‌کوونکي افغانستان ته په تګ خپلو زده‌کړو ته اندېښمن دي او زیاتوي: «که افغانستان ته لاړ شو هلته به بیا داخلې ترلاسه کول نه‌یوازې ګران وي، بلکې امکان لري چې خپلې زده‌ کړې له سره پیل کړو او ورسره به زموږ قیمتي کلونه ضایع شی».

یو بل افغان زده‌کوونکی وايي: «خپله ټوله زده‌‌کړه مې په پاکستان کې کړې ده او د افغانستان له تعلیمي نظام او ښوونځیو سره بلد نه‌یم. دا راته سخته ده چې له سره یې پيل کړم».

نوموړي د ښوونیزو ستونزو ترڅنګ له کمزوري اقتصادي حالت څخه هم شکایت کوي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه میلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومت څخه د هغو زده‌‌کړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دا مهال د دغه هېواد په پوهنتونونو کې پر زده‌‌کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي او لا هم په چټکۍ سره دوام لري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

روسیې یو افغان د ښځو د ځورولو په تور په درې کاله بند محکوم کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰

په روسیه کې یوې محکمې یوه افغان ته د اومسک ښار په مرکزي برخه کې د ښځو په ځورولو او پر یو کس د چړې د برید په تور درې کاله بند او شاوخوا ۸۹۰۰ډالره جریمې پر ورکړه محکوم کړ.

د دې افغان هویت لا تر دې مهاله نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې یاد ځوان په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تورن کس د روان کال د جولای په ۲۴مه هڅه وکړه چې ښځو ته نژدې شي، چې د یوه تېرېدونکي کس د غبرګون سره مخ شو او پر هغه یې د چړې برید وکړ. یادکس یې ټپي کړ چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د اومسک ښار د څارنوالۍ په وینا، بریدګر د چړې له برید وروسته د تښتېدو هڅه وکړه، خو د پولیسو له خو ونیول شو.

طالبانو په فاریاب کې له ایران څخه راستون شوی پخوانی سرتیری وژلی

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۰

په فاریاب کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو پخوانی سرتېری د ایران څخه له راستنېدو وروسته د فاریاب په بلچراغ ولسوالۍ کې په ډزو ووژل شو. سرچینو ویلي چې دا سړی د کولیان په کلي کې د طالبانو د قوماندان طیب صداقت د کسانو لخوا وژل شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي، چې ملا طیب چې د صداقت په نوم هم پیژندل کیږي د کولیان په کلي کې د طالبانو قوماندان د جمعې په ورځ د مرغومي میاشتې پر ۵مه نیټه د کلي په بازار کې د ګل مراد زوی جوره قول په ډزو وواژه.

د سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې له لمانځه وروسته شاوخوا ۱۲:۱۵ بجې رامنځته شوه.

سرچینو ویلي چې دا سړی د طالبانو د سرحدي قطعې د یو عسکر نورالحق لخوا ووژل شو.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، نورالحق د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو عبدالرحمن رحمان او طیب صداقت تر قوماندې لاندې په قطعې کې دنده ترسره کوي.

سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې جوره قل د تیر حکومت پر مهال په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله.

هغه د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ایران ته وتښتید، ځکه چې د ډلې له غچ اخیستو څخه یې ویره درلوده.

د پیښې په اړه د افغانستان انټرنشنل لخوا ترلاسه شوي ویډیو کې ښکاري چې پخوانی سرتیری په سینه کې په ډزو ویشتل شوی.

طالبانو تر اوسه په فاریاب کې د پخواني سرتیري د وژنې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو پخوانی سرتیری چې له ایران څخه د شړلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

افغانستان انټرنیشنل مخکې په یوه څېړنیز راپور کې څرګنده کړې وه، چې له ایران څخه راستانه شوي یو شمیر سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي.

د بهر مېشتو افغانانو سرخلاصی لیک: ایران دې د جنرال سریع د ترور په اړه شفافي پلټنې وکړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰

یو شمېر بهر مېشتو افغانانو د ایران له چارواکو څخه په یوه سرخلاصي لیک کې غوښتنه کړې، چې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د ترور په اړه دې شفافي پلټنې وکړي.

په کاناډا او امریکا کې مېشتو افغانانو د ایراني چارواکو په ادرس په یوه پرانیستې لیک کې لیکلي، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع او د هغه د بل ملګري محمد امین الماس د ترور له امله په سیمه کې د مېشتو افغانانو لپاره ژورې اندیښنې رامنځته شوې دي.

په لیک کې راغلي، چې په مشهد کې د یادې پیښې له امله د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د تېر جمهوري نظام د پخوانیو نظامیانو د خوندیتوب په اړه پوښتنې راپیدا کړې دي او دا ډول پیښې د کډوالو پر امنیت ژوره اغېزه لري.

په یاد لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو سره ظالمانه چلند او د طالبانو سره د تړاو لرونکو کسانو بیانونو ته په کتو دوی باور لري، چې جنرال اکرام الدین سریع او محمد امین د یادې ډلې له خوا ترور شوې دي.

د بهر مېشتو افغانو په لیک کې ویل شوي، چې د طالبانو له خوا دغه ډول پیښې د ایران له ملي حاکمیت څخه په ښکاره سرغړونه او د یاد هېواد د داخلي امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.

دوی د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د مشهد د وروستۍ پیښې په اړه دې شفافي څېړنې وشي.

په لیکل کې راغلي:« په دې جرم کې ښکیل عاملین، قوماندانان، او شبکې وپيژنئ او د قانون سره سم یې محاکمه کړئ. د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د پخوانیو پولیسو او امنیتي ځواکونو د خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره عملي اقدامات وکړئ.»

همدارنګه دوی د ایران له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د پخوانیو افغان نظامیانو د جبري شړلو لړۍ دې په سمدستي ډول ودرول شي.

بهر مېشتو افغانانو د انسانانو د ژوند ساتنه او د پولي ها غاړي د ترهګرۍ مخنیوی ګډ بشري او امنیتي مسولیت بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په تهران کې د تخار پخوانی امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع له خپل یو ملګري سره د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو، یاده پېښه د تېر جمهوري نظام د پخوانیو چارواکو او سیاسیو له لوري هم په پراخ ډول وغندل شول، خو د ایران حکومت تر اوسه د یادې پیښې په اړه څه نه دې ویلي.

د روسیې سفیر: د افغانستان ناامنه وضعیت د مسکو او دوشنبې پوځي همکارۍ لا مهمې کړي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

په تاجکستان کې د روسیې سفیر سمن ګریګوریف وایي، په افغانستان کې بې ثباته امنیتي وضعیت، په ځانګړي ډول د تاجکستان پولې ته نږدې سیمو کې، د روسیې او تاجکستان ترمنځ پوځي او امنیتي همکارۍ دوه برابره مهمې کړې دي.

هغه د ریانووستي خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، مسکو له تاجکستان سره پوځي او تخنیکي همکاري د مرکزي اسیا د ثبات لپاره اساسي بولي او وروستي امنیتي بدلونونه د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې همغږي لا اړینه کړې ده.

ګریګوریف د روسیې د ۲۰۱پوځي اډې رول د سیمې د امنیت لپاره مهم یاد کړی او ویلي یې دي، چې دا اډه د ډله ییز امنیت تړون سازمان د ګډ پروګرام په چوکاټ کې د تاجکستان اوافغانستان ترمنځ د پولې د ساتنې برخه ده.

د هغه په وینا، د ډله ییز امنیت تړون سازمان په ۲۰۲۴کال کې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره پنځه کلن پروګرام تصویب کړی، چې لومړی پړاو یې په ۲۰۲۵کال کې پیل شوی او د پوځي تجهیزاتو د برابرولو لړۍ هم روانه ده.

نورالحق انور: طالبان د بل چا د فرمایشونو او مداخلو پروا نه ساتي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، چې یادې ډلې خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ خپلو ګټو او لومړیتوبو ته په کتو جوړې کړي دي او د بل چا په فرمایشونو او مداخله کوونکو نظرونو غوږ نه ګوروي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د جمعې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ازادۍ ساتنې، پرمختګونو او ځان بسیاینې لپاره فکر استقلال او په خپلو ظرفیتونو باندې باور اړین دی.

نوموړي ویلي، چې په تېرو سلو کلونو کې د افغان حکومتونو د کمزورۍ لامل د افغانستان د پرمختګ لپاره د ځینو بهرنیو د فرمایشونو عملي کول بللي دي.

خو نوموړي ویلي، چې طالبان د بل چا د فرمایشونو او مداخلو پروا نه ساتي.

نورالحق انور زیاته کړې:« اسلامي امارت هغه حکومت دی چې د بل چا په فرمایشونو او مداخله کوونکو نظرونو غوږ نه ګوري، خپلې داخلي او بهرنۍ پالیسۍ یې خپلو ګټو او اولیتونو ته کتو ترتیب کړې او له مخې سنجیده مزل کوي.»

نوموړي د کوم هېواد له نوم یادولو پرته ویلي، چې ځینې ناراضه بهرني جهتونو د نارضیاتۍ لامل همدا دی، چې په بین الافغاني قضایاوو کې یې غیر مجاز فرمایشونو ته اعتبار نه ورکول کېږي.

نورالحق انور ویلي، چې د ازادۍ ساتنې، ځان بسیاینې او لازمو پرمختګونو لپاره ټینګ عزم ته اړتیا ده چې نورو ته طمعې او انتظار پرته خپل کاروان مخته روان وساتي.

نوموړي دا خبرې پرداسې مهال کړې دي،‌ چې په وروستیو څو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ټولي اړیکې تر بل هر وخت په خراب وضعیت کې دي.