• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د ځوانانو او ورزشکارانو د هڅونې په موخه سیالۍ ترسره شوې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۳ GMT+۰

د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار، دوربابا، کوټ او ګوشتې ولسوالیو کې د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د ځوانانو د هڅونې لپاره پانکریشن، سوک وهنې او کرېکټ سیالۍ ترسره شوي. په یادو سیالیو کې سلګونو ځوانانو برخه اخیستې وه.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال ‌اباد ښار پنځمې ناحیې په ورزشي جمنازیوم کې د پانکریشن سیالۍ د یادې لوبې د ودې په موخه ترسره شوې، چې پکې ۵۰ ورزشکارانو د درې عمري کټګوریو په چوکاټ کې ګډون وکړ او ۲۵ تنه بریالي وپېژندل شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته وخت کې د کوټ، دوربابا او ګوشتې په ولسوالیو کې د کرکټ سیالۍ ترسره شوي دي.

ترویج لرونکی

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی
۱

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۲

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳

د انساني قاچاق پراخې څپې؛ طالبان وایي تېره میاشت په نیمروز کې تر ۹۰۰ ډېر کسان نیول شوي

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۵

د امریکا د جګړې وزیر: د ایران په اړه زموږ تګلاره د افغانستان له احمقانه جګړې سره توپیر لري

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د شنوخونو ګازونه ۳۰ سلنه مهار شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې د چاپېریالي اغېزو او د شنو خونو ګازونوپه کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د «Greening the Blue» کلني راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د شنوخونو ګازونو په خپریدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په راپور کې د چاپېریال ساتنې او د دوامداره مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال شنه کول، هغه نوښت او کلنی راپور دی چې د دغه سازمان د چاپېریالي اغېزو د کمولو هڅې ارزوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شنوخونو ګازونو خپریدل، د انرژۍ مصرف، د اوبو کارونه، فاضله مواد او د دوامداره پرمختګ نورې برخې څېړل کېږي، تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د سازمان د پرمختګ کچه وښيي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرېکټ لوبډله به سبا د پاکستان پر وړاندې ولوبېږي

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د افغانستان، زمبابوې او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې به افغانستان سبا د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي. دا په دې لوبلړۍ کې د پاکستان لومړۍ لوبه ده، خو د افغانستان لومړۍ سیالۍ د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جمعې په ورځ (د مرغومي ۵مه) ویلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د شنبې په ورځ په ځايي وخت د غرمې په ۱۲ بجو د پاکستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

دغه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ د زمبابوې په کوربتوب پيل شوي. په لومړۍ سیالۍ کې د کوربه او افغان لوبډلې ترمنځ لوبه د اورښت له کبله بې پایله اعلان شوه.

دغه لوبلړۍ د ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ نړۍوال جام د چمتووالي په موخه تر سره کیږي.

روسیې یو افغان د ښځو د ځورولو په تور په درې کاله بند محکوم کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰
100%

په روسیه کې یوې محکمې یوه افغان ته د اومسک ښار په مرکزي برخه کې د ښځو په ځورولو او پر یو کس د چړې د برید په تور درې کاله بند او شاوخوا ۸۹۰۰ډالره جریمې پر ورکړه محکوم کړ.

د دې افغان هویت لا تر دې مهاله نه دی څرګند شوی، خو ویل شوي چې یاد ځوان په محکمه کې په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تورن کس د روان کال د جولای په ۲۴مه هڅه وکړه چې ښځو ته نژدې شي، چې د یوه تېرېدونکي کس د غبرګون سره مخ شو او پر هغه یې د چړې برید وکړ. یادکس یې ټپي کړ چې وروسته روغتون ته ولېږدول شو.

د اومسک ښار د څارنوالۍ په وینا، بریدګر د چړې له برید وروسته د تښتېدو هڅه وکړه، خو د پولیسو له خو ونیول شو.

د مرکزي اسیا سیالۍ؛ د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې څلورم مقام ترلاسه کړ

۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۰
100%

د مرکزي اسیا د ښځینه‌و والیبال سیالیو د درېیم مقام ترلاسه کولو لوبه د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ په مالدیف کې ترسره شوه، چې د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​د خپلې سیالې لوبډلې پر وړاندې د ۰-۳ امتیازونو په توپیر ماتې وخوړه.

افغان لوبډلې دغه لوبه په داسې حال کې وبایلوده، چې د یادو سیالیو د ډله‌ییزو لوبو په پړاو کې یې بنګله‌دېش لوبډلې ته د ۳-۱ امتیازونو په توپیر ماتې ورکړې وه. د مرکزي اسیا د ښځینه‌و والیبال سیالۍ (د لېندۍ په ۲۹مه) د افغانستان، بنګله‌دېش، قرغزستان او مالدیف لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​په ټولیزه توګه پنځه لوبې (درې لوبې په ډله‌ییز پړاو کې، یوه نیمه پای لوبه او یوه لوبه د درېیم مقام ترلاسه کولو لپاره) کړې دي، چې یوازې یوه لوبه یې ګټلې او پاتې درېیو کې یې ماتې خوړلې ده. د بنګله‌دېش لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​په دغه سیالیو کې له درېیو روزونکو او لسو لوبغاړو سره ګډون وکړ.
د افغانستان د ښځینه‌و والیبال لوبډلې ​​لوبغاړي او روزونکي:

عزیزه فیضي – د لوبډلې مدیره

محمد اسدالهي – مشر روزونکی
زهرا احمدي – مرستیال روزونکې

لوبغاړې:

زینب نېکزاد، رقیه محمدي، زهرا هانيه افغان، مریم حیدري، فاطمه باقري، نرګس موسوي، فاطمه حیدري، محدثه امیري، زهرا هاشمي او زهرا مرادي.