• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رسنیو د ازادۍ پر وضعیت اندېښنې؛ طالبان د محدودیتونو او د خبریالانو د ځورونې تورونه ردوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۰

تر هغې وروسته چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت «ډېر ترینګلی او محدودوونکی» وباله، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند دغه ارزونې او همداراز په هېواد کې پر رسنیو بندیزونه او د خبریالانو نیول او وژل رد کړي دي.

خبیب غفران د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې پر رسنیو هېڅ ډول محدودیتونه نه‌شته، بلکې د رسنیز سکتور د پیاوړتیا لپاره یوازې تګلارې او اصول وضع شوي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، ځینې خبریالان چې نیول شوي، د رسنیزو فعالیتونو له امله نه، بلکې د شخصي او حقوقي ستونزو له امله نیول شوي، خو د بیان ازادۍ ملاتړې ادارې بیا دا توجیه نه‌مني.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې د روان کال د پېښو په اړه خبر ورکړی، چې په‌کې د دوو خبریالانو وژل، د درېیو ټپي کېدل، د ۳۴ خبریالانو نیول او ۱۶۶ د ګواښونو پېښې ثبت شوې دي.
یاد مرکز ویلي، لا هم پنځه خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.
خو که څه هم د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران بیا پر افغانستان د پاکستان د برید پرمهال یوازې د دوو خبریالانو وژل کېدل مني، په خبریالانو پورې نور اړوند خبرونه ردوي.
غفران د افغانستان د رسنیو وضعیت ښه ارزوي او وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته شاوخوا ۱۸۰ رسنیزو بنسټونو نوي جوازونه ترلاسه کړي او سلګونه ځوانان په‌کې پر کار بوخت دي، چې دا د رسنیز سکتور د پیاوړتیا نښه ده.
نوموړي بیا دا نه‌ده څرګنده کړې، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته څومره رسنۍ د دوی د سختدریځو محدودیتونو له امله تړل شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په راپور کې ویل شوي، چې یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې دوه ټلوېزیونونه او دوه راډیوګانې د سیاسي او امنیتي لاملونو له امله تړل شوي او د ښځینه وو لږ پاتې رسنۍ هم د جنسیتي تبعیض له امله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د راپور له‌مخې، په روان کال کې په ۱۷ ولایتونو کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو هم بندیزونه لګېدلي دي او د ۲۰۲۴ کال راهیسې دا بندیز په ۲۳ ولایتونو کې پلي شوی دی.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهې مشر وايي د جنرال سریع او نورو قربانیانو غچ به له طالبانو واخیستل شي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰
100%

د ازادۍ جبهې مشر جنرال محمد یاسین ضیاء په ایران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع ترور وغانده او خبرداری یې ورکړ، چې د هغه غچ به واخیستل شي. جنرال سریع د تېرې چهارشنبې په ماښام د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

جنرال محمد یاسین ضیاء خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په بېلابېلو نومونو د ټولو وژل شویو غچ به له طالبانو واخیستل شي.

جنرال ضیاء زیاته کړې: «داسې ورځ به راشي چې مجرمین به د خلکو له لوري محکمې ته راوکاږل شي او په سزا به ورسول شي».

د جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو ولایتونو امنیه قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع چې د طالبانو ضد جنرال هم ګڼل کېده، د تېرې چهارشنبې په ماښام (د مرغومي ۳مه) د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې له یوه بل کس سره ووژل شو او یو بل ملګر یې ټپي شو. دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول او کابو ډېریو د هغه د وژنې د څرنګوالي د روښانه کېدو غوښتنه درلوده.

له دغې پېښې دوه ورځې وروسته د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د سوېلي اسیا څانګې پخواني مشر سید رسول موسوي د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور پېښې د څېړلو لپاره د یوه «مسلکي څېړنیز ټیم» د جوړېدو غوښتنه وکړه، خو لا روښانه نه‌ده چې دغه څېړنیزه ډله جوړه شوې او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې لا تر اوسه هم د جنرال اکرام‌الدین سریع د وژنې مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه‌دی منلی.

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۰
100%

طالبانو د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت لپاره له نوماندانو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې څه باندې ۶ زره کسانو ګډون درلود، خو یوه نجلۍ هم په‌کې نه‌وه. په داسې حال کې چې له طب پوهنځیو فارغې نجونې دغه پروګرام ته په تمه دي، خو د طالبانو له لوري د ګډون اجازه نه‌لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ازموینه کې ۶۱۱۸ تنه پر شرایطو برابرو نوماندانو ګډون کړی و. دغو کسان په ۲۶ بېلابېلو تخصصي څانګو کې خپل بخت ازمویلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ازموینه چې موخه یې په مرکز، ولایتونو او متمم تخصصي مرکزونو (پوځي، امنیتي او خصوصي تخصصي روغتونونو) کې د ټرېني ډاکټرانو د بستونو ډکول دي، د اکمال تخصص ریاست د لارښود له‌مخې له هغو نوماندانو واخیستل شوه، چې د انلاین نوم لیکنې پروسه یې بشپړه کړې وه.

یاد وزارت د دغې ازموینې له شفافیت څخه ډاډ ورکوي او په وینا یې اړوند استادان قرنطین و او پوښتنې له مخکې اعلان شویو ماخذونو سره سمې د ازموینې په ملي اداره کې برابرې شوې وې.

په داسې حال کې چې له ۱۴۰۱ کال راهیسې د پوهنتونونو له طب پوهنځیو یوه نجلۍ هم نه‌ده فارغه شوې، په دې درېیو کلونو کې تر یادې نېټې مخکې له طب پوهنځيو فارغې شوې نجونې دغه ډول ازموینو ته په تمه دي، خو د طالبانو له لوري د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ۱۴۰۱ کال په ليندۍ میاشت کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه او له هغې ورځې راهیسې یوه نجلۍ هم له لوړو زده‌کړو نه‌ده فارغه شوې.

د طالبانو په دې پرېکړې سره شاوخوا ۲ میلیونه نجونې له منځنۍ، لیسې او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

طالبان وايي په تېرو ادارو کې د اداري فساد له امله په کاني چارو کې شفافیت نه‌ و

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۰
100%

د کابل لپاره د طالبانو د والي مرستیال د کابل ولایت د کانونو ساتنې کمېټې په غونډه کې وویل، په تېرو ادارو کې «اداري فساد خپل اوج» ته رسېدلی و او د کانونو د اکتشاف او استخراج چارې په شفاف ډول نه‌ترسره کېدې. شنونکي وايي، د طالبانو واکمنۍ کې هم د کانونو د عوایدو ګټه ولس ته نه‌رسېږي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، قدرت‌الله امیني په دې غونډه کې زیاته کړې چې حق حقدار ته باید وسپارل شي، څو خلک وکولای شي له حلالو لارو خپله نفقه تر لاسه کړي.

امیني زیاته کړه: «د افغانستان ډېری عواید له کانونو څخه ترلاسه کېږي او کانونه د هېواد د اقتصاد له مهمو سرچینو دي.»

نوموړي همداراز د کانونو پر قانوني استخراج، سم مدیریت او جامع ساتنې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزې او ننګونې به د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له لارې حل او د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

خو د شنونکو په باور، د دغو کانونو ټول عواید د طالبانو خزانې ته ځي او د ځايي اوسېدونکو د هوساینې لپاره هېڅ کار هم نه‌کېږي.

د هغو ولایتونو چې په‌کې د کانونو د اکتشاف او راوېستنې چارې روانې دي یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې د کانونو یوه برخه عاید باید د اړوندو ولایتونو د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، خو طالبان د ځايي اوسېدونکو دغو غوښتنو ته په نه‌پام سره ټول عواید خپلې خزانې ته لېږدوي.

طالبان وايي په کندهار او لغمان کې یې پر سلګونو راستنېدونکو کورنیو ځمکې وېشلې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰
100%

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په کندهار او لغمان ولایتونو کې راستنېدونکو کورنیو ته څه باندې ۴۰۰ د استوګنې نمرې وېشل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري. له دې سره سم، یو شمېر راستنې شوې کورنۍ شکایت لري چې تر اوسه ورته د استوګنې لپاره ځمکه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د کډوالو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش بهیر بشپړ شوی او په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د سرپناه لپاره ځمکې وېشل شوې دي.

له دې سره سم، په لغمان کې هم هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي د طالبانو په وینا، هغو لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل شوی او لا هم روان دی.

د طالبانو د ښار او کور جوړولو وزارت په لغمان کې راستنو شویو کورنیو ته د وېشل شویو استوګنیزو نمرو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايي، پر راستنو شویو کورنیو د استوګنې د نمرو د وېش بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه هېواد ته اړول شوي شکایت لري، چې له ستنېدو یې ډېره موده شوې، خو لا تر اوسه ورته د سرپناه لپاره ځمکه نه‌ده ورکړل شوې او همداراز د نورو مرستو پر غیر شفافوالي هم نیوکې لري.

رحمت الله نبیل: د هند د سرې کلا د برید طراح د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې پټ شوی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د ډاکټر مظفر احمد په نوم د ډیلي د سرې کلا د برید طراح د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ د خاقد کلي په مدرسه کې پناه اخیستې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای د بدلېدو پر لور روان دی.

رحمت الله نبیل پر خپل اېکس د ډاکټر مظفر په نوم د یو هندي وګړي د انځور او د پاسپورټ د شمېرې په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی کس د ډیلي د سرې کلا د برید اصلي طراح و، چې د عربي هېوادونو له لارې افغانستان ته تللی او اوس یې د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ د خاقد کلي په مدرسه کې پناه اخیستې ده.

د هند د نوي ډیلي د سرې کلا په سیمه کې د نومبر میاشتې په لومړیو کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۲۰ څخه ډېر ټيان شول.

نبیل په غزني کې د یاد کس پناه اخېستلو ته په اشاره خبرداری ورکړی، چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ پټنځای ګرځي.

رحمت الله نبیل ویلي:« که نن دا د خطر زنګ وانه ورېدل شي، ښايي سبا د خبرداري فرصت پاتې نه شي.»

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د حکومتولۍ دستونزې ترڅنګ له ژور «هویتي» او ټولنیز بحران سره مخ دی.

نبیل زیاته کړې ده:«کله چې یو ایدیولوژیک رژیم د نړۍ له ټولنې سره د تعامل او د خلکو د حقونو د تضمین پر ځای، د واک انحصار او د افراطي کړیو پراختیا ته مخه کوي، نو دا نور داخلي ستونزه نه پاتې کیږي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د اوږدمهاله خطر ښکاره نښه بلل کیږي.»

نبیل ویلي، چې له پولو د ترهګرو ډلو تېریدل او په افغانستان کې پټیدل یو جدي ګواښ دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې دغه ډول کړنې به افغانستان یوځل بیا د ګړنګ پر لور روان کړي او د افراطیت د ودې زمینه به برابره شي.

رحمت الله نبیل ویلي، چې اقتصادي بحران، ژوره بېوزلي، د طالبانو له خوا د واک انحصار، د ګډ مالکیت د احساس مړینه، د تعلیمي نظام او د افراطیت بیا تولید هغه بحرانونه دي چې دوام به یې د افغانستان «سیاسي موجودیت» له ګواښ سره مخ کړي.