• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالد ټرمپ: پوتین او زېلېنسکي دواړه سوله غواړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۰ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ مخکې له دې چې له زېلېنسکي سره په فلوریډا کې وویني وویل، چې د اوکراین او روسیې مشران په جدي ډول د سولې غوښتونکي دي.

هغه زیاته کړه، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره مشخصه نېټه نه‌ده ټاکل شوې، خو جګړه باید هرڅومره ژر پای ته ورسېږي، څو د وژنو د دوام مخنیوی وشي.ټرمپ وویل، چې احتمالي هوکړه به د اوکراین لپاره پراخې اقتصادي ګټې ولري، ځکه چې دغه هېواد پراخې بیا رغونې ته اړتیا لري او لوړ اقتصادي ظرفیتونه لري. هغه وروستي بریدونه د دواړو خواوو د شخړې د دوام نښه بللې.ټرمپ زیاته کړه، چې یوه پیاوړې امنیتي هوکړه به ترلاسه شي.ولادیمیر زېلېنسکي له ټرمپ سره د لیدنې له پیل وړاندې خبریالانو ته وویل، چې خبرې اترې د ۲۰ ماده‌ییز طرحې پر بنسټ دوام لري او د ځمکو موضوع هم به تر بحث لاندې ونیول شي.دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې د کرملین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف د پوتین او ټرمپ ترمنځ د څه باندې یو ساعته دوستانه ټلیفوني خبرو اترو خبر ورکړ او ویې ویل، چې ټرمپ د اوکراین د ناورین د حل په اړه د روسیې ارزونې ته غوږ ونیوو او مسکو باور لري، چې کییف باید له ځنډ پرته د دونباس په اړه پرېکړه وکړي.هغه همدارنګه وویل، چې پوتین او ټرمپ به د ټرمپ او زېلېنسکي تر لیدنې وروسته بیا خبرې اترې وکړي.






ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی
۱

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۳

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۴

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

پاکستان له امریکا نه د ۱۰ مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا نړۍوال سازمان: په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۲۰ میلیونه کسانو د سګرېټو څکول پرېښي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۰
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۰ میلیونه کسانو د سګرېټو څکول پرېښي دي. د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه له ۱۲۰ میلیونه ډېر کسان د سګرېټو څکول پرېښي دي».

د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي او لامل یې هم په ټوله نړۍ کې د تنباکو د کنټرولولو هڅه په ګوته شوې او دغه سازمان زیاتوي: «دا پرمختګ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د تنباکو د کنټرول د هڅو له برکته رامنځته شوی دی».

د ډاکټرانو په وینا، د سګرېټ څکول د یوه فرد پر پوستکي، نسجونو، د تنفس پر ارګان او ان پر ډي‌اېن‌اې هم منفي اغېزې ښیندي. ډاکټران وايي، د سګرېټ په څکولو سره زرګونه کیمیاوي مواد د انسان تنفسي سیستم ته له ننوتلو سربېره په فضا کې هم خپرېږي او ورسره نور نږدې کسان هم زیانمنېږي.

هغه کسان چې سګرېټ څکوي په سږو کې یې وړې تنفسي کڅوړې د اکسیجن پر ځای د سګرېټ له مضر دود څخه ډکېږي او د وخت په تېرېدو سره سګرېټ څکوونکی پر تنفسي ناروغیو او بالاخره پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي.

د نورې نړۍ پر تله په افغانستان کې سګرېټ په اسانۍ او ارزانه بیو موندل کېږي او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نه‌شته او هرڅوک کولی شي سګرېټ ترلاسه کړي. په افغانستان کې د سګرېټ څکوونکو دقیق شمېر معلوم نه‌دی، خو په لویو ښارونو کې ډېری کسان سګرېټ څکوي او په کلیو او بانډو کې بیا نصوار کول عام دي.

په دې وروستیو کې د نیوزیلند په څېر هېوادونو کې پر ځوانانو د سګرېټ خرڅول منع شوي دي.

له دې سربېره، په وروستیو کلونو کې برېښنايي سګرېټ (E-cigarettes) بازارونو ته راوتلي او ورسره جوخت یو زیات شمېر ځوانان هم ورمات شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، په ګرده نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان له برېښنايي سګرېټ څخه استفاده کوي. د دغه سازمان په وینا، په دې کې شاوخوا ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي او دغه وضعیت پر نیکوټین د اعتیاد نوې څپه زېږولې ده.

دغه برېښنايي سګرېټ اوس په افغانستان کې هم دود شوی او ډېر کسان ترې استفاده کوي او د دودېدو په تړاو یې د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښودلې او هڅې کوي، چې د زیانونو په بیانولو سره خلک ترې وژغوري، خو داسې ښکاري چې دغو هڅو هم تر اوسه ملموسه پایله نه‌ده ورکړې.

زیلېنسکي او ټرمپ په فلوریډا کې د اوکراین جګړې پر پای ته رسولو غږیږي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰
100%

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن په فلوریډا کې سره وویني چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي، خو لاهم پر مهمو موضوعاتو اختلافونه شته دي.

روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین پر پلازمېنه او نورو سیمو سلګونه توغندي او ډرون بریدونه کړي، چې په ځینو برخو کې د بریښنا او تودوخې سیستم له منځه تللی دی.

زیلینسکي دا بریدونه د امریکا د سولې هڅو په ځواب کې بللي دي.

نوموړي خبریالانو ته ویلي چې له ټرمپ سره په لیدنه کې به د ختیځ اوکراین د متنازعه سیمې، د ډونباس برخې، د زاپورېژیا اټومي بریښنا فابریکې او نورو مسایلو په اړه وغږیږي.

د اوکراین مرستیال بهرنیو چارو وزیر سرهي کیسلیتسیا ویلي، زیلېنسکي او د هغه پلاوی د شنبې په ماښام فلوریډا ته رسېدلي دي.

روسي چارواکو په دوامداره توګه غوښتنه کړې چې اوکراین باید ټول ډونباس له لاسه ورکړي، حتا هغه سیمې چې اوس هم د کییف تر کنټرول لاندې دي.

پوتین ویلي چې که اوکراین ژر سوله ونه مني، روسیه به جګړه روانه وساتي.

اروپایي مشرانو زیلنسکي ته ډاډ ورکړی چې د دوی ګډ هدف «عدالت او تلپاتې سوله» ده، چې د اوکراین خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي او د امنیت او دفاع وړتیاوې یې پیاوړې کړي. زیلېنسکي له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته له اروپایي مشرانو سره هم ګوري.

تېره ورځ له دوه نيم زرو زیات کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول‌ ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د دغه کمېسیون د(مرغومي ۶مې) راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند دبهرامچې او د نیمروز د ورېښمو له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۵۶کورنۍ چې ۳۱۲۴تنه دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۷کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۴تنه کیږي، د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې غړي یې ۱۰۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵ کورنۍ چې شمیر یې ۲۵تنه وه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو اقدامت سخت شوي، تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې درې زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وه.

ایران د افغانستان له لارې چین ته د نوي رېل پټلۍ د جوړولو ارزونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۰
100%

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.

د راپورونو له مخې، په دغه طرحه کې د هرات ولایت څخه تر بلخ او وروسته تر بدخشان د واخان دهلېز پورې د رېل پټلۍ غځول شامل دي، چې له دې لارې به ایران د افغانستان له خاورې چین سره ونښلول شي. دغه طرحه دا مهال د بحث او پلان جوړونې په پړاو کې ده.

ایران دا مهال د خواف–هرات د رېل پټلۍ له لارې له افغانستان سره نښتی دی او دا لاره د نوې طرحې د بنسټ په توګه کارېدلی شي.

شنونکي وایي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د سیمې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز شي او د دې پروژې په عملي کېدو سره، به د ترانزیت له عوایدو، د کارموندنې له فرصتونو او چین ته د مستقیم لاسرسي له ګټو برخمن شي، خو د لوړو لګښتونو، جغرافیایي ننګونو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ اړتیا لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.

بل خوا، تازه د ایران ولسمشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په هکله متضادې څرګندونې کړې دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې لري، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

اوکرایني بې پېلوټه الوتکو د روسیې د سیزران د تېلو تصفیه‌خونه په نښه کړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۱ GMT+۰
100%

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیه‌خونه څو ځله په نښه شوې ده.

راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.

د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.