• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روغتیا نړۍوال سازمان: په تېرو ۱۵ کلونو کې ۱۲۰ میلیونه کسانو د سګرېټو څکول پرېښي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۰تازه شوی: ۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۸ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۰ میلیونه کسانو د سګرېټو څکول پرېښي دي. د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «له ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه له ۱۲۰ میلیونه ډېر کسان د سګرېټو څکول پرېښي دي».

د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي او لامل یې هم په ټوله نړۍ کې د تنباکو د کنټرولولو هڅه په ګوته شوې او دغه سازمان زیاتوي: «دا پرمختګ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د تنباکو د کنټرول د هڅو له برکته رامنځته شوی دی».

د ډاکټرانو په وینا، د سګرېټ څکول د یوه فرد پر پوستکي، نسجونو، د تنفس پر ارګان او ان پر ډي‌اېن‌اې هم منفي اغېزې ښیندي. ډاکټران وايي، د سګرېټ په څکولو سره زرګونه کیمیاوي مواد د انسان تنفسي سیستم ته له ننوتلو سربېره په فضا کې هم خپرېږي او ورسره نور نږدې کسان هم زیانمنېږي.

هغه کسان چې سګرېټ څکوي په سږو کې یې وړې تنفسي کڅوړې د اکسیجن پر ځای د سګرېټ له مضر دود څخه ډکېږي او د وخت په تېرېدو سره سګرېټ څکوونکی پر تنفسي ناروغیو او بالاخره پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي.

د نورې نړۍ پر تله په افغانستان کې سګرېټ په اسانۍ او ارزانه بیو موندل کېږي او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نه‌شته او هرڅوک کولی شي سګرېټ ترلاسه کړي. په افغانستان کې د سګرېټ څکوونکو دقیق شمېر معلوم نه‌دی، خو په لویو ښارونو کې ډېری کسان سګرېټ څکوي او په کلیو او بانډو کې بیا نصوار کول عام دي.

په دې وروستیو کې د نیوزیلند په څېر هېوادونو کې پر ځوانانو د سګرېټ خرڅول منع شوي دي.

له دې سربېره، په وروستیو کلونو کې برېښنايي سګرېټ (E-cigarettes) بازارونو ته راوتلي او ورسره جوخت یو زیات شمېر ځوانان هم ورمات شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپورونو له‌مخې، په ګرده نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان له برېښنايي سګرېټ څخه استفاده کوي. د دغه سازمان په وینا، په دې کې شاوخوا ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي او دغه وضعیت پر نیکوټین د اعتیاد نوې څپه زېږولې ده.

دغه برېښنايي سګرېټ اوس په افغانستان کې هم دود شوی او ډېر کسان ترې استفاده کوي او د دودېدو په تړاو یې د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښودلې او هڅې کوي، چې د زیانونو په بیانولو سره خلک ترې وژغوري، خو داسې ښکاري چې دغو هڅو هم تر اوسه ملموسه پایله نه‌ده ورکړې.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهې مشر وايي د جنرال سریع او نورو قربانیانو غچ به له طالبانو واخیستل شي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۱ GMT+۰

د ازادۍ جبهې مشر جنرال محمد یاسین ضیاء په ایران کې د جنرال اکرام‌الدین سریع ترور وغانده او خبرداری یې ورکړ، چې د هغه غچ به واخیستل شي. جنرال سریع د تېرې چهارشنبې په ماښام د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا ترور شو.

جنرال محمد یاسین ضیاء خبرداری ورکړی، چې د طالبانو په واکمنۍ کې په بېلابېلو نومونو د ټولو وژل شویو غچ به له طالبانو واخیستل شي.

جنرال ضیاء زیاته کړې: «داسې ورځ به راشي چې مجرمین به د خلکو له لوري محکمې ته راوکاږل شي او په سزا به ورسول شي».

د جمهوري نظام پر مهال د بېلابېلو ولایتونو امنیه قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع چې د طالبانو ضد جنرال هم ګڼل کېده، د تېرې چهارشنبې په ماښام (د مرغومي ۳مه) د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې له یوه بل کس سره ووژل شو او یو بل ملګر یې ټپي شو. دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول او کابو ډېریو د هغه د وژنې د څرنګوالي د روښانه کېدو غوښتنه درلوده.

له دغې پېښې دوه ورځې وروسته د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د سوېلي اسیا څانګې پخواني مشر سید رسول موسوي د جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور پېښې د څېړلو لپاره د یوه «مسلکي څېړنیز ټیم» د جوړېدو غوښتنه وکړه، خو لا روښانه نه‌ده چې دغه څېړنیزه ډله جوړه شوې او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې لا تر اوسه هم د جنرال اکرام‌الدین سریع د وژنې مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه‌دی منلی.

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت ازموینه د نجونو له ګډون پرته ترسره شوه

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۲ GMT+۰

طالبانو د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې د شمولیت لپاره له نوماندانو ازموینه واخیسته. په دې ازموینه کې څه باندې ۶ زره کسانو ګډون درلود، خو یوه نجلۍ هم په‌کې نه‌وه. په داسې حال کې چې له طب پوهنځیو فارغې نجونې دغه پروګرام ته په تمه دي، خو د طالبانو له لوري د ګډون اجازه نه‌لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ازموینه کې ۶۱۱۸ تنه پر شرایطو برابرو نوماندانو ګډون کړی و. دغو کسان په ۲۶ بېلابېلو تخصصي څانګو کې خپل بخت ازمویلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ازموینه چې موخه یې په مرکز، ولایتونو او متمم تخصصي مرکزونو (پوځي، امنیتي او خصوصي تخصصي روغتونونو) کې د ټرېني ډاکټرانو د بستونو ډکول دي، د اکمال تخصص ریاست د لارښود له‌مخې له هغو نوماندانو واخیستل شوه، چې د انلاین نوم لیکنې پروسه یې بشپړه کړې وه.

یاد وزارت د دغې ازموینې له شفافیت څخه ډاډ ورکوي او په وینا یې اړوند استادان قرنطین و او پوښتنې له مخکې اعلان شویو ماخذونو سره سمې د ازموینې په ملي اداره کې برابرې شوې وې.

په داسې حال کې چې له ۱۴۰۱ کال راهیسې د پوهنتونونو له طب پوهنځیو یوه نجلۍ هم نه‌ده فارغه شوې، په دې درېیو کلونو کې تر یادې نېټې مخکې له طب پوهنځيو فارغې شوې نجونې دغه ډول ازموینو ته په تمه دي، خو د طالبانو له لوري د ګډون اجازه نه‌ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د ۱۴۰۱ کال په ليندۍ میاشت کې د نجونو پر لوړو زده‌کړو هم بندیز ولګاوه او له هغې ورځې راهیسې یوه نجلۍ هم له لوړو زده‌کړو نه‌ده فارغه شوې.

د طالبانو په دې پرېکړې سره شاوخوا ۲ میلیونه نجونې له منځنۍ، لیسې او لوړو زده‌کړو محرومې دي.

طالبان وايي په تېرو ادارو کې د اداري فساد له امله په کاني چارو کې شفافیت نه‌ و

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۰

د کابل لپاره د طالبانو د والي مرستیال د کابل ولایت د کانونو ساتنې کمېټې په غونډه کې وویل، په تېرو ادارو کې «اداري فساد خپل اوج» ته رسېدلی و او د کانونو د اکتشاف او استخراج چارې په شفاف ډول نه‌ترسره کېدې. شنونکي وايي، د طالبانو واکمنۍ کې هم د کانونو د عوایدو ګټه ولس ته نه‌رسېږي.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، قدرت‌الله امیني په دې غونډه کې زیاته کړې چې حق حقدار ته باید وسپارل شي، څو خلک وکولای شي له حلالو لارو خپله نفقه تر لاسه کړي.

امیني زیاته کړه: «د افغانستان ډېری عواید له کانونو څخه ترلاسه کېږي او کانونه د هېواد د اقتصاد له مهمو سرچینو دي.»

نوموړي همداراز د کانونو پر قانوني استخراج، سم مدیریت او جامع ساتنې ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې شته ستونزې او ننګونې به د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ له لارې حل او د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

خو د شنونکو په باور، د دغو کانونو ټول عواید د طالبانو خزانې ته ځي او د ځايي اوسېدونکو د هوساینې لپاره هېڅ کار هم نه‌کېږي.

د هغو ولایتونو چې په‌کې د کانونو د اکتشاف او راوېستنې چارې روانې دي یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو غواړي، چې د کانونو یوه برخه عاید باید د اړوندو ولایتونو د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، خو طالبان د ځايي اوسېدونکو دغو غوښتنو ته په نه‌پام سره ټول عواید خپلې خزانې ته لېږدوي.

طالبان وايي په کندهار او لغمان کې یې پر سلګونو راستنېدونکو کورنیو ځمکې وېشلې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په کندهار او لغمان ولایتونو کې راستنېدونکو کورنیو ته څه باندې ۴۰۰ د استوګنې نمرې وېشل شوي او دغه بهیر همداراز دوام لري. له دې سره سم، یو شمېر راستنې شوې کورنۍ شکایت لري چې تر اوسه ورته د استوګنې لپاره ځمکه نه‌ده ورکړل شوې.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ د کډوالو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کورنیو لپاره د ځمکو د وېش بهیر بشپړ شوی او په ترڅ کې یې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د سرپناه لپاره ځمکې وېشل شوې دي.

له دې سره سم، په لغمان کې هم هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي د طالبانو په وینا، هغو لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل شوی او لا هم روان دی.

د طالبانو د ښار او کور جوړولو وزارت په لغمان کې راستنو شویو کورنیو ته د وېشل شویو استوګنیزو نمرو د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايي، پر راستنو شویو کورنیو د استوګنې د نمرو د وېش بهیر په ټولو ولایتونو کې روان دی.

په ورته وخت کې یو شمېر هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه هېواد ته اړول شوي شکایت لري، چې له ستنېدو یې ډېره موده شوې، خو لا تر اوسه ورته د سرپناه لپاره ځمکه نه‌ده ورکړل شوې او همداراز د نورو مرستو پر غیر شفافوالي هم نیوکې لري.

رحمت الله نبیل: د هند د سرې کلا د برید طراح د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې پټ شوی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې د ډاکټر مظفر احمد په نوم د ډیلي د سرې کلا د برید طراح د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ د خاقد کلي په مدرسه کې پناه اخیستې ده. نوموړي خبرداری ورکړی، چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو په پټنځای د بدلېدو پر لور روان دی.

رحمت الله نبیل پر خپل اېکس د ډاکټر مظفر په نوم د یو هندي وګړي د انځور او د پاسپورټ د شمېرې په خپرولو سره ویلي، چې نوموړی کس د ډیلي د سرې کلا د برید اصلي طراح و، چې د عربي هېوادونو له لارې افغانستان ته تللی او اوس یې د غزني ولایت د ګېرو ولسوالۍ د خاقد کلي په مدرسه کې پناه اخیستې ده.

د هند د نوي ډیلي د سرې کلا په سیمه کې د نومبر میاشتې په لومړیو کې چاودنه وشوه، چې له امله یې ۱۳ کسان ووژل شول او له ۲۰ څخه ډېر ټيان شول.

نبیل په غزني کې د یاد کس پناه اخېستلو ته په اشاره خبرداری ورکړی، چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ پټنځای ګرځي.

رحمت الله نبیل ویلي:« که نن دا د خطر زنګ وانه ورېدل شي، ښايي سبا د خبرداري فرصت پاتې نه شي.»

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې افغانستان دمګړۍ د حکومتولۍ دستونزې ترڅنګ له ژور «هویتي» او ټولنیز بحران سره مخ دی.

نبیل زیاته کړې ده:«کله چې یو ایدیولوژیک رژیم د نړۍ له ټولنې سره د تعامل او د خلکو د حقونو د تضمین پر ځای، د واک انحصار او د افراطي کړیو پراختیا ته مخه کوي، نو دا نور داخلي ستونزه نه پاتې کیږي، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره د اوږدمهاله خطر ښکاره نښه بلل کیږي.»

نبیل ویلي، چې له پولو د ترهګرو ډلو تېریدل او په افغانستان کې پټیدل یو جدي ګواښ دی او باید له پامه ونه غورځول شي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې دغه ډول کړنې به افغانستان یوځل بیا د ګړنګ پر لور روان کړي او د افراطیت د ودې زمینه به برابره شي.

رحمت الله نبیل ویلي، چې اقتصادي بحران، ژوره بېوزلي، د طالبانو له خوا د واک انحصار، د ګډ مالکیت د احساس مړینه، د تعلیمي نظام او د افراطیت بیا تولید هغه بحرانونه دي چې دوام به یې د افغانستان «سیاسي موجودیت» له ګواښ سره مخ کړي.