ایراني چارواکی: ایران د اوبو له سخت بحراني وضعیت سره مخ دی

د ایران د تهران والي، محمدصادق معتمدیان، ویلي چې دغه هېواد د اوبو له سخت بحراني وضعیت سره مخ دی او د اوبو ناسم مدیریت د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو لامل شوی دی. هغه خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي ایران د پلازمېنې د بدلولو په اړه غور ته اړ شي.