• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د نړۍ د شپږو تر ټولو ناامنو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۰

یوه نړۍوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی. له افغانستان وروسته یمن، د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین چې جګړې په‌کې روانې دي، د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه ګڼل شوي دي.

د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ ویلي دي: «که څه هم د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د شخړو کچه کمه شوې، خو خرابه حکومتولي او بشري ناورینونه سیاسي ناکرارۍ ته دوام ورکوي.»

د دې راپور شمېرې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) خپرې شوې او ښيي، چې افغانستان د سوېلي اسیا تر ټولو ناامنه هېواد دی. د دې بنسټ له نظره افغانستان له دې امله د سوله‌ییزو هېوادونو په نوملړ کې په ټیټه درجه کې ځای لري، چې وسلو ته د نامسولو ډلو او اشخاصو لاسرسی، د تاوتریخوالي جرمونه، سیاسي بې‌ثباتي او د کورني او بهرني کډوالۍ څپې په‌کې ډېرې دي.

په دې راپور کې ناامني یوازې د وسله‌‌والو جګړو په معنا نه ده اخیستل شوې، بلکې سوله د ټولنیز امنیت او مصوونیت، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچه او د یوه دولت د پوځي کېدو درجې له مخې ارزول شوې ده.

خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم د ټولنیزې سولې له مهمو معیارونو څخه دی. د بېلګې په توګه د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیايي بنسټ له سخت ناورین سره مخ دی. د روغتیا نړۍوال سازمان سږکال اعلان کړی، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات کم کړي دي.

د سولې او اقتصاد بنسټ په وینا، د مرستو کمښت «په دې هېواد کې روان ناورین لا پسې خراب کړی دی.»

په ورته وخت کې افغانستان د نړۍ له هغو څلورو هېوادونو څخه یو دی، چې تر ټولو زیات کډوال لري. د سولې او اقتصاد بنسټ په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۴ کال له نیمایي راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمېسارۍ کې ثبت شوي له نیمایي څخه زیات کډوال یوازې له څلورو هېوادونو افغانستان، سوریې، اوکراین او وېنزوېلا څخه دي.»

که څه هم د کابل له سقوط وروسته د طالبانو، د افغانستان د پخواني حکومت او د هغوی د بهرنیو متحدانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې؛ خو خلک د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، د طالبانو د ځورونې له وېرې او د ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز له امله د نورو هېوادونو پر لور د کډوالۍ لاره خپلوي.

په همدې حال کې، د طالبانو له لوري له ایران او پاکستان سره د وخت ناوخت تاوتریخوالي له امله دغو هېوادونو میلیونونه افغان کډوال اېستلي دي. دا پراخه اېستنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، د افغانستان روغتیايي، خدماتي او اقتصادي برخې د اېستل شویو کډوالو د منلو توان نه‌لري.

له همدې امله د اقتصاد او سولې بنسټ له نظره افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د سږ کال لپاره د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د سولې او انساني امنیت د ترلاسه کولو له پلوه په ۱۵۸م ځای کې راغلی دی.

راپور زیاتوي، چې افغانستان او اوکراین د ناخالص کورني تولید په تناسب د تاوتریخوالي تر ټولو لوړ اقتصادي لګښتونه ګاللي دي. په دې هېوادونو کې د تاوتریخوالي اقتصادي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه زیات وو.

د نړۍوالې سولې شاخص چې هر کال د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له‌خوا چمتو کېږي، د نړۍوالې سولې د اندازه کولو لپاره باوري او معیاري ګڼل کېږي.

دا راپور د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې په‌کې د سولې بهیرونه، اقتصادي ارزښت او د سوله‌ییزو ټولنو د پراختیا څرنګوالی څېړل شوی دی.

د نړۍوالې سولې د شاخص د کلني راپور له‌مخې، ایسلنډ، اېرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د سولې او امنیت له پلوه له لومړي تر پنځم مقامه پورې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ایران او افغانستان تر منځ د اړیکو په تړاو د پزشکیان او عراقچي متضادې څرګندونې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې ښې او پراخې شوې دي، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د دغه هېواد د رهبرۍ اړوند رسنۍ سره په مرکه کې د ایران او ګاونډیانو تر منځ د اړیکو په تړاو ویلي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د ایران اړیکې ډېرې ښې او د پراخېدو په حال کې دي.

مسعود پزشکیان ویلي: «له اذربایجان، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیې او په فارس خلیج کې له عُمان، امارات، قطر او دې ورته له نورو سره اړیکې مو ډېرې ښې شوې دي.»

خو له دې سره هم مهاله د مسعود پزشکیان د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د روسیې په «مېګیمو» پوهنتون کې په خپله وینا کې ویلي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو ستونزې او ننګونې لري او تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

عباس عراقچي د ایران او طالبانو ترمنځ د شته ننګونو له ډلې د سرحدونو امنیت، د اوبو موضوع، د نشه‌يي توکو قاچاق او کډوالي یادې کړې دي.

عراقچي همداراز ویلي، په افغانستان کې باید ټول خلک دا حق ولري چې د خپل برخلیک او د حکومت د بڼې په ټاکلو کې ونډه ولري، خو طالبان بیا د نظام څرنګوالی داخلي مساله ګڼي او نورو ته په‌کې د مداخلې اجازه نه‌ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي، چې د طالبانو واکمني د افغانستان اوسنی واقعیت دی او تهران د همدې واقعیت پر بنسټ د ستونزو د حل لپاره له دې ډلې سره خبرې او تعامل ته دوام ورکوي.

له دې ټولو سره سره، ایران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او په دې وروستیو کې یې په تهران کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په تېرو څه باندې څلور کلنې واکمنۍ کې د ایران په سرحدي سیمو کې څو ځلي جګړې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې او ایران په روان کال کې څه باندې یو میلیون افغانان هم له خپل هېواد څخه په جبري توګه افغانستان ته واستول او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د میانمار پوځي شورا؛ له پنځه کلنې کورنۍ جګړې وروسته په دې هېواد کې ټاکنې ترسره کېږي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۰

په میانمار کې د سختو محدودیتونو تر سیوري لاندې ټاکنې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) پیلېږي. دا ټاکنې وروسته له هغه ترسره کېږي، چې پوځ پنځه کاله مخکې ټاکل شوی حکومت له واکه ګوښه کړ او کورنۍ جګړه پیل شوه. اوس واکمنه پوځي شورا دا بهیر د ډېموکراسۍ پر لور د بیا ستنېدو هڅه بولي.

د دغه هېواد د رسنیو د معلوماتو له‌مخې، پخوانۍ مشره اونګ‌سان سوچي لا هم په بند کې ده او ګوند یې وروسته له هغه منحل شو، چې پوځ د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې لس کلنه ډېموکراتیکه تجربه پای ته ورسوله.

فعالانو، لوېدیځو ډیپلوماتانو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ټولو هغه ټاکنې غندلې دي، چې د یوې میاشتې په موده کې په پړاوونو کې ترسره کېږي او زیاته کړې یې ده، چې د رایې پاڼې د پوځ د متحدینو په ګټه برابرې شوې او پر مخالفینو سخته ځپنه شوې ده.

تمه کېږي، چې د پوځ پلوی «د اتحاد، همبستګۍ او پراختیا ګوند» به تر ټولو ستر ګوند شي؛ هغه څه چې د منتقدانو په وینا د پوځي واکمنۍ نوې بڼه ښيي.

د سوېل ختیځي اسیا دا هېواد شاوخوا ۵۰ میلیونه نفوس لري، چې د کورنۍ جګړې له امله زیانمن شوی او د وسله‌والو تر واک لاندې سیمو کې به رایه اچونه ونه‌شي.

د پنجشېر په دوو ولسوالیو کې به ډېر ژر د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې پيل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۰

په پنجشېر کې ځايي طالبان وايي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې څه موده مخکې په ازمایښتي ډول پیل شوې وې او د بېروج نمونو له ترلاسه کېدو وروسته ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د استخراج چارې پیل شي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج دغه نوي کانونه اوس د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي انجنیرانو له‌خوا تثبیت او ازمایښتي کېندنې هم په‌کې شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ازمایښتي کېندنو کې د بېروج نمونې ترلاسه شوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د کېندنو او استخراج چارې پیل شي.

په خبرباڼه کې ویل شوي: «د پنجشېر رهبري د کانونو د استخراج د لمن پراخېدل د سیمه‌ییز او ملي اقتصاد د ودې او همداراز د ځايي اوسېدونکو لپاره د کاري زمینو د برابرېدو لپاره مهم ګڼي».

د خبرپاڼې له‌مخې، د پنجشېر د کانونو د اېستلو په چارو کې د سیمې څه باندې ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.

خو د شنونکو په باور، د دغو کانونو ټول عاید د طالبانو خزانې ته ځي او د ځايي اوسېدونکو د هوساینې لپاره هېڅ کار هم نه‌کېږي.

ځايي اوسېدونکي هم تر دې مخکې له طالبانو غوښتي، چې د کانونو د را اېستنې او پلورنې یوه برخه عاید د پنجشېر اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او همداراز په عمومي ډول د خلکو د هوساینې لپاره ولګوي، خو طالبان د ځايي اوسېدونکو دغو غوښتنو ته په نه‌پام سره ټول عاید خپلې خزانې ته لېږدوي.

د عراق لومړی وزیر: امریکا په بغداد کې له ایران سره د خبرو اترو لپاره موافقه کړې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۴ GMT+۰

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ویلي، چې بغداد د امریکا او ایران ترمنځ د دوه‌اړخیزې لیدنې د تنظیم لپاره یوه «مهمه» هڅه روانه کړې، څو خبرې اترې بیا پيل شي. نوموړي زیاته کړې، چې امریکا هم په دې اړه خپله موافقه څرګنده کړې ده.

السوډاني وویل، چې د امریکا حکومتي چارواکو په بغداد کې له ایران سره د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره خپله موافقه اعلان کړې ده. د هغه په ​​وینا، دا مسله په ځانګړي ډول تېره میاشت عراق ته د امریکا د سفیر د سفر په جریان کې راپورته شوه.

د عراق لومړي وزیر زیاته کړې، چې په دې تړاو په لوړه کچه هڅې او اړیکې روانې دي، خو ټینګار یې وکړ چې دا بهیر ډاډ او باور ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې په نورو هېوادونو کې هم خبرې شوې، خو د هغه په وینا دا خبرې د ګواښ او اخطار له ژبې سره مل وې.

نوموړي وویل:«دا خبرې د ګواښ او اخطار له ژبې سره ملې وې، چې ایراني لوری یې نه‌مني او د دغو خبرو او لیدنو د ماهیت په اړه د روڼتیا غوښتنه کوي».

السوډاني ټینګار وکړ، چې عراق به په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه، چې دا موضوع کېدای شي د لومړي ځل لپاره د بغداد له لوري په ښکاره ډول مطرح کېږي.

کاناډا له اوکراین سره د دوو میلیاردو ډالرو څخه زیاتې مرستې ځانګړې کړې دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ د کاناډا د هلیفاکس ښار ته د لنډ تمځای پر مهال د دغه هېواد له لومړي وزیر مارک کارني سره ولیدل. دا لیدنه امریکا ته د هغه د سفر تر مخه ترسره شوې وه.

مارک کارني په دې لیدنه کې اعلان وکړ، چې کاناډا به ۲.۵ میلیارد ډالر اقتصادي مرسته اوکراین ته ځانګړې کړي.

کاناډا ته د زېلېنسکي سفر تر هغې وروسته ترسره شو، چې نوموړي د جمعې په ورځ له مارک کارني سره ټلیفوني خبرې کړې وې. زېلېنسکي په یوه بیان کې ویلي، چې د کاناډا لومړي وزیر هغه د امریکا له‌خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه خبر کړی دی.

د کاناډا لومړي وزیر هم د مذاکراتو په بهیر کې د اوکراین د ملاتړ یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې پر روسیې باید خبرو ته د حاضرېدو لپاره فشار زیات شي.

ټاکل شوې ده، چې زېلېنسکي د یکشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په لیدنه کې د اوربند لپاره د ټرمپ د ۲۰ ماده‌ییز پلان او اوکراین ته د امنیتي تضمینونو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې لیدنه کې به د یو «اقتصادي تړون» په اړه هم بحث وشي او اوکرایني لوری به په‌کې «ځمکنۍ یا ارضي مسلې» هم مطرح کړي.

مسکو ټینګار کوي، چې اوکراین باید له هغو پاتې سیمو څخه هم لاس واخلي، چې لا هم د دونباس په سیمه کې د اوکراین تر کنټرول لاندې دي؛ خو اوکراین دا غوښتنه رد کړې ده.

روسیې د لوهانسک د سیمې ډېره برخه او د دونتسک شاوخوا ۷۰ سلنه نیولې ده؛ دا هغه دوې سیمې دي، چې دونباس جوړوي.

زېلېنسکي د همدې اوونۍ په پیل کې ویلي و، چې دی چمتو دی څو د سولې د یوه پلان د برخې په توګه د اوکراین ځواکونه د دې هېواد د ختیځ له صنعتي زړه څخه وباسي؛ خو یوازې په هغه صورت کې چې روسیه هم شاتګ وکړي او دا بې‌وسلې سیمه وګرځي او د نړۍوالو ځواکونو تر څار لاندې وي.

زېلېنسکي د جمعې په ورځ وویل، چې د امریکا او اوکراین ترمنځ یو احتمالي تړون ۹۰ سلنه بشپړ شوی او زیاته کړې یې ده، چې ځمکنۍ مسلې د سولې په دغو خبرو کې تر ټولو لوی خنډ دي. هغه وویل: «زموږ موخه دا ده، چې دا کار ۱۰۰ سلنې ته ورسوو، خو دا اسانه نه ده.»

په همدې حال کې د کرملېن ویاند ډیمیتري پېسکوف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د روسیې د ولسمشر د ځانګړي استازي او امریکایي استازو تر وروستۍ لیدنې وروسته هوکړه شوې، چې خبرې به دوام ومومي.