• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پنجشېر په دوو ولسوالیو کې به ډېر ژر د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې پيل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۰

په پنجشېر کې ځايي طالبان وايي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې څه موده مخکې په ازمایښتي ډول پیل شوې وې او د بېروج نمونو له ترلاسه کېدو وروسته ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د استخراج چارې پیل شي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج دغه نوي کانونه اوس د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي انجنیرانو له‌خوا تثبیت او ازمایښتي کېندنې هم په‌کې شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ازمایښتي کېندنو کې د بېروج نمونې ترلاسه شوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د کېندنو او استخراج چارې پیل شي.

په خبرباڼه کې ویل شوي: «د پنجشېر رهبري د کانونو د استخراج د لمن پراخېدل د سیمه‌ییز او ملي اقتصاد د ودې او همداراز د ځايي اوسېدونکو لپاره د کاري زمینو د برابرېدو لپاره مهم ګڼي».

د خبرپاڼې له‌مخې، د پنجشېر د کانونو د اېستلو په چارو کې د سیمې څه باندې ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.

خو د شنونکو په باور، د دغو کانونو ټول عاید د طالبانو خزانې ته ځي او د ځايي اوسېدونکو د هوساینې لپاره هېڅ کار هم نه‌کېږي.

ځايي اوسېدونکي هم تر دې مخکې له طالبانو غوښتي، چې د کانونو د را اېستنې او پلورنې یوه برخه عاید د پنجشېر اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او همداراز په عمومي ډول د خلکو د هوساینې لپاره ولګوي، خو طالبان د ځايي اوسېدونکو دغو غوښتنو ته په نه‌پام سره ټول عاید خپلې خزانې ته لېږدوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د خوړو نړۍوال پروګرام: دمګړی په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالو پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان زیاتوي، په تېر کال کې دغه شمېر ۱۴ اعشاری ۸ میلیونه و.

د خوړو نړۍوال پروګرام چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې فعالیت لري، په دې وروستیو کې د بودیجې له کمښت سره مخ شوی او دغه وضعیت یې هم چارې ټکنۍ کړې دي.

د دغه پروګرام په وینا، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ۱۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسان له لوږې حالت سره مخ و، خو سږکال ۳ میلیونه نورې ښځې، نارینه او ماشومان هم ور زیات شوي او په ټوله کې څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچې لوړېدو ته په اشارې سره ویلي: «ښايي په راتلونکي کال کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۴ میلیونو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د اړینو خدماتو بهیر ټکنی شوی او د درملنې اسانتیاوې د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي».

دغه پروګرام همداراز خبرداری ورکړی، که وخت په وخت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درمله ونه‌شي، نو د دغو ماشومانو ژوند تر دې وروسته مرګ ګواښي. د خوړو پروګرام زیاتوي: «د ژمي په سړو میاشتو کې چې خواړه کم وي، د ماشومانو د مړینې کچې د لوړېدو احتمال ډېر دی».

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رييس جان ایلېیف ویلي: «زموږ ډلې کورنۍ ګوري چې څو ورځې پرله‌پسې په کافي اندازه خواړه نه‌خوري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختې لارې غوره کوي».

په داسې حال کې چې پرله‌پسې وچکالیو افغانستان او په ځانګړې توګه کروندګر ځپلي، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون ډېری کورنۍ بې‌ځایه کړي او همداراز د خلکو عایداتي سرچینې له‌منځه تللي، له پاکستان او ایران څخه جبري ستنېدونکو افغانانو دغه وضعیت لاپسې کړکېچن کړی دی.

د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۲نیم میلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغانستان ته لېږدول شوي او ښايي دغه د ستنولو بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام ومومي.

سره له دې چې د ناورین لمن د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي، خو د افغانستان لپاره بشري مرستې راکمېږي. دغو نړۍوالو بشري مرستو لږ تر لږه د لوږې او خوارځواکۍ له سخت وضعیت څخه مخنیوی کاوه.

ایلېیف زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان له خلکو سره ودرېږو چې په دې بحراني حالت کې پر بشري مرستو تکیه دي او داسې ثابتې لارې وکاروو چې هغوی ته د هیله‌مند ژوند، عزت او سوکالۍ فرصت برابر کړي».

د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو شاوخوا ۶ میلیونه افغانانو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سمدستي ۴۶۸ میلیونو ډالره غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له‌مخې، دمګړی د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو خلک د خوړو له ناامنۍ او همداراز غزه او سوډان بیا له قحطۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه د نړۍ د خوړو د بحران څلور اصلي لاملونه جګړه، اقلیم، اقتصاد او بې ځایه کېدنه په ګوته کړي دي.

د مرغومي شپږمه؛ د شوروي یرغل او پر افغانستان د جګړو اوږدمهاله اغېزې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۰

له نن څخه پوره ۴۶ کاله مخکې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې سره پوځ د ټولو نړۍوالو موازینو پر خلاف او د وخت د کمونیستي حکومت په ملتیا پر افغانستان یرغل وکړ. سور پوځ په افغانستان کې له نږدې ۱۰ کلن حضور وروسته د افغان ولس د پراخ مقاومت په پایله کې له دغه هېواد څخه پښې سپکې کړې.

سرو پوځونو پر افغانستان په یرغل سره په لومړي ګام کې د وخت ولسمشر حفیظ‌الله امین د دارالامان په تاج بېک ماڼۍ کې لومړی مسموم بیا یې وواژه او د نوموړي سل ورځنی حکومت ته یې هم د پای ټکی کېښود او د خلق ډېموکراټيک ګوند پرچم څانګه د ببرک کارمل په مشرۍ واک ته ورسېده .

د شمېرو له‌مخې، د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۱۰ زره سرتېري ۹ کاله، لس میاشتې او څو ورځې په افغانستان کې وجنګېدل او غوښتل یې په سیمه کې د افغانستان له لارې یو سوسیالیستي نظام حاکم کړي، خو د پخواني شوروي دغه یرغل د افغانستان له پراخ مقاومت سره مخ او بالاخره له نږدې لسو کلونو وروسته له ماتې سره مخ شو .

پر افغانستان د پخواني شوروي د نږدې لس کلن یرغل په پایله کې څه باندې یو میلیون افغانان ووژل شول او څه باندې ۳ میلیونه نور افغانان ټپيان او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول او همداراز ۱۵ زره د یرغلګرو ځواکونو سرتېري ووژل شول .

د چارو شنونکي وايي، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل، د هېواد سیاسي، ټولنیزې، اقتصادي او امنیتي برخې سختې زیانمنې کړې او ورسره افغانستان یوې اوږدې او ستړې کوونکې جګړې ته دننه کړ.

طالبان: اسلامي شریعت د بشریت لپاره دایمي قانون دی او بدیل یې نشته

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د طالبان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال سعید احمد شهیدخېل وايي، اسلامي شریعت د بشریت لپاره یو جامع او دایمي قانون دی. نوموړی زیاتوي، د اسلامي شریعت بدیل هېڅ قانون نه‌شي کېدلی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال سعید احمد شهیدخېل په پروان ولایت کې له ملکي او نظامي ادارو د څارنې په ترڅ کې زیاته کړه، په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر توشېح شوی قانون پلې کېدونکی دی او په ډاګه یې کړه: «اسلامي شریعت د بشریت لپاره یو جامع او دایمي قانون دی او هېڅ قانون یې بدیل نه‌شي کېدلی».

د طالبانو د پروان والي محمد ادریس انوري هم په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، معروفاتو ته هڅونه او له منکراتو مخنیوی یوازې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مسوولیت نه‌دی، بلکې د هر «مسوول کس» او مسلمان دنده ده.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، د دغې غونډې په پای کې د دوی د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال له لوري د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون هم تشرېح کړ.

د طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو پلاوی د نشه‌يي توکو د کر د مخنیوي لپاره هلمند ته تللی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۰

سره له دې چې طالبان د نشه‌يي توکو پر ضد د قاطع مبارزې ادعا کوي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدابراهیم صدر، د دفاع وزارت دویم مرستیال عبدالقیوم ذاکر او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د همدې پدیدې د مخنیوي په نوم هلمند ته سفر کړی.

هلمند د هېواد له هغو ولایتونو دی، چې لا هم د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق او بازار د یوه مهم مرکز په توګه پېژندل کېږي او د طالبانو پر رول په‌کې پراخې نیوکې مطرح دي.

محمدابراهیم صدر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په هلمند کې په یوې غونډه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو مسوولیت یاد کړ، خو د دې غونډې له عملي ګامونو او د پخوانیو لاسته راوړنو پرته یوازې د امر او غوښتنې څرګندول ښيي چې د ستونزې د ریښې د حل پر ځای سمبولیکه غونډه ترسره شوې ده. هغه خپلو نظامیانو ته د همغږۍ او د علماوو د مشورو عملي کولو سپارښتنه وکړه، خو لا څرګنده نه ده چې د دغو سپارښتنو د پلي کولو لپاره مشخص پلانونه او څارنې موجودې دي او که نه.

صدر یو ځل بیا د هبت‌الله اخوندازده د اوامرو او فرمانونو پر تطبیق او اطاعت ټینګار وکړ.

اخوا، عبدالرحمان منیر هم د نشه‌يي توکو د کر او کاروبار د مخنيوي په اړه د هبت‌الله د فرمان پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

په هلمند کې د طالبانو د مرافعه محکمې مشر حضرت ابوالمنذر زیاته کړې: «د نشه‌یي توکو د کر او کاروبار د منع کېدو په اړه د محکمې جدیت او قاطعیت شته. د مجازات کړنلاره روښانه ده او خلکو ته د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو د بندیز په اړه واضح پیغام رسول شوی.»

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله‌پسې ډول ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې د نشه‌يي‌ توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ او دغه کښتونه یې صفر ته رسولي، خو تر ډېره پر طالبانو نیوکې کېږي چې د نشه‌يي‌ توکو په کر او قاچاق کې لاس لري.

د پخواني جمهوریت په وخت کې طالبانو د خپلې جګړې د تمویل لپاره په هلمند کې د تریاکو د کر او قاچاق له لارې لویې مالي ګټې ترلاسه کولې، چې دا د نشه‌یي توکو په تجارت کې د دوی مستقیم لاس لرل څرګندوي.

د تریاکو د کر یو شمېر سیمه‌ییز کروندګر لا هم پر ځایي طالب مشرانو نیوکې کوي، چې ګواکې د نشه‌یي توکو د بیو په لوړولو کې لاس لري. دوی وایي، سره له دې چې طالبان د نشه‌یي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي ادعاوې کوي، خو په عملي ژوند کې د دوی سیاستونه او کنټرول د بازار بیې لوړې ساتي او د کروندګرو عایدات محدودوي، چې دا وضعیت د عادي خلکو او کروندګرو لپاره سخت اقتصادي فشارونه رامنځته کوي.

د طالبانو د استخباراتو د عمومي مشر سکرتر وژل شوی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق سکرتر مولوي نعمان د کابل د بت‌خاک په سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی. د نعمان د مړینې دقیق لامل تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی اعلان شوی، خو باخبره سرچینو ویلي چې د هغه مړینه ښايي «د ګاز ډبې د چاودنې له امله» رامنځته شوې وي.

د طالبانو ځینو پلویانو هم په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او تسلیت یې ویلی دی.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او د طالبانو پلویانو لیکلي، چې د مولوي نعمان زامن هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو تر اوسه کومو رسمي سرچینو د نعمان د زامنو د ټپي کېدو پخلی نه‌دی کړی.

عبدالحق وثیق د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، چې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې هم د طالبانو په استخباراتي برخه کې فعالیت کاوه. هغه د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو او له لسو کلونو زیات یې د ګوانټانامو په زندان کې تېر کړل.