د طالبانو د استخباراتو د عمومي مشر سکرتر وژل شوی

د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق سکرتر مولوي نعمان د کابل د بتخاک په سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی. د نعمان د مړینې دقیق لامل تر اوسه په رسمي ډول نهدی اعلان شوی، خو باخبره سرچینو ویلي چې د هغه مړینه ښايي «د ګاز ډبې د چاودنې له امله» رامنځته شوې وي.





