• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تهران والي: د افغان جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور قضیه تر جدي څېړنې لاندې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د ایران د پلازمېنې تهران والي حسین خوش‌اقبال ویلي چې د طالبانو د مخالف افغان جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور قضیه تر جدي څېړنو لاندې ده او ډیر ژر به یې پایلې روښانه کړي.

خوش‌اقبال ویلي چې د جنرال سریع د وژل کېدو په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي. هغه ایراني حبري اژانس«انصاف‌نیوز»ته ویلي: «څېړنې روانې دي، خو لا تر اوسه ارزونې نه دي بشپړې شوي.» نوموړي زیاته کړې چې د دغو څېړنو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

جنرال اکرام‌الدین سریع، چې د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو پخوانی قومندان و، د تېرې چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو. په همدې برید کې محمدامین الماس، د افغانستان د پوځ پخوانی د کندک قومندان هم ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د طالبانو مخالفو ډلو، د ازادۍ او مقاومت جبهو په ګډون، ځینو پخوانیو سیاسي څېرو طالبان د دې ترور مسوول ګڼي.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې د ایران په خاوره کې د طالبانو د مخالفو پوځي څېرو درېیم هدفمند ترور بلل کېږي. تر دې وړاندې هم د تورن اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه یو پخوانی جهادي قومندان په مشهد ښار کې وژل شوی و.

د ایران چارواکو د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته تر درېیو ورځو پورې رسمي غبرګون نه و ښودلی. د طالبانو مخالفانو له ایراني چارواکو غوښتي چې دا پېښه په جدي او شفاف ډول وڅېړي او د څېړنو پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د مدرسو له ۲۷ زره فارغانو څخه ازموینه اخلي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې یاد وزارت په ټول هېواد کې له دیني مدرسو څخه ۲۷ زره فارغانو د ازموینې بهیر په کندهار کې پیل شوی دی. دوی وايي، چې دا ازموینه به د شپږو ورځو په موده کې واخیستل شي.

د طالبانو د لوړو زده وزارت نن شنبه، د مرغومي ۶مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې دغه ازموینې چې شپږ ورځې به دوام وکړي، ددې ډلې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ازموینو له بهیر څخه د څارنې په موخه کندهار ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي په خپله وینا کې ویلي، چې هغوی ته یې د ازموینې په پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکړی دی.

ندا محمد ندیم ویلي، چې د دې ازموینې موخه د فاضلانو ارزونه ده، چې واقعي فاضلان معلوم او درجه بندي وشي.

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت د جمعې ورځ د مرغومي پر ۵مه پر اېکس خواله رسنۍ کې ددې وزارت د وزیر ندامحمد ندیم غږیزې څرګندونې خبرې کړي دي.

ندیم د طالبانو د مدرسو له مسوولینو غوښتنه کړې، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د ازموینې پرته نشي کولی د مدرسو فارغینو ته په خپل سر ممتاز ولیکي او د مدرسې په سند کې به تقدیر د وزارتونو د ازموینې پر اساس لیکل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وویل، چې د جعلي سندونو مخه نیول کېدو لپاره دا اقدامات شوي دي او د مدرسو له مسوولینو څخه یې غوښتنه کړې، چې له دې وروسته هغه سندونه منل کېږي، چې د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو په ډیټابېسونو کې ثبت وي.

د یاونې وړ ده، چې له دې وړاندې د طالبانو دیني مدرسو په خپل سر ازموینې اخیستې او بیا به یې د خپلو اوصولو له مخې ټول ممتاز اعلانول خو په دې چارې سره کېدلی شي چې ددې خپلسریو مخه ونیول شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې باید ټول خلک د خپل برخلیک د ټاکلو حق ولري

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې په افغانستان کې باید ټول خلک دا حق ولري چې د خپل برخلیک او د حکومت د بڼې په ټاکلو کې ونډه ولري.

د ایران دولتي خبري اژانس «ایرنا» د راپور له مخې، عراقچي نن د شنبې په ورځ د روسیې په «میګیمو» پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي چې ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو ستونزې او ننګونې لري او تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

هغه د ایران او طالبانو ترمنځ د شته ننګونو له ډلې د سرحدونو امنیت، د اوبو موضوع، د نشه‌يي توکو قاچاق او کډوالي یادې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي چې د طالبانو حکومت د افغانستان اوسنی واقعیت دی او تهران د همدې واقعیت پر بنسټ د ستونزو د حل لپاره له دې ډلې سره خبرې او تعامل ته دوام ورکوي.

ایران په تېرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات لرلي او د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ یې هم دې ډلې ته سپارلې دي.

خو له دې سره سره، د ایران او طالبانو ترمنځ پر ځینو مسایلو، په ځانګړي ډول د اوبو د حق‌الابې پر سر، جدي اختلافات رامنځته شوي چې څو ځله یې د سرحدي نښتو او پوځي کړکېچ بڼه هم خپله کړې ده.

د طالبانو د قبایلو وزارت معین وايي نظام یې د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمدعلي جان وايي چې ددې ډلې اداره د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري، تر څو هغه کسان چې د ملت خیر غوښتونکي نه دي، بیا هېڅکله واک ته و نه رسېږي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي ۶مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمدعلي جان احمد د ملت اتحاد، د ې ډلې د نظام بقاء او ولسونو هوساينې تر عنوان لاندې نن له غرمې مخکې په نیمروز ولایت کې یوه غونډه ترسره کړه.

د طالبانو معین په خپله وینا کې ویلي، چې ریښتونی سکون، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د ولسونو یووالی، ثبات او اطمینان یوازې د شریعت په چوکاټ کې تضمینېدای شي چې دا فرصت اوس د حاکم نظام له خوا په افغانستان کې رامنځته شوی او ټولې چارې په پوره اطمینان ترسره کېږي او ولسونه باید په سمه توګه ګټه ترې واخلي تر څو په خپله ټولنه کې ثبات او پرمختګ ته لاره پرانېزي.

علي جان احمد وویل، افغانانو ددې ډلې د ساتنې او دفاع په لار کې سختۍ زغملي او د ثابت قدمۍ په نتیجه کې اوسنی نظام رامنځته شوی.

په دې وروستیو د طالبانو د چارواکو له خوا ددې ډلې د ادارې د ملاتړ او دوام لپاره د ولسي ملاتړ په اړه ټینکار کېږي خو ددې ډلې له خوا پر عامو افغانانو محدودیتونو، د کار نشتوالي، د نجونو پر زده کړو او کار بندیز هغه لاملونه دي، چې ولسي ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی.

ظاهر اغبر: طالبان د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د بریدونو له مسولیت څخه ځان نشي خلاصولی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان درې ځلې بريدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي، د ابهام په کارولو سره دا بريدونه توجیه او ځان له مسوولیت څخه خلاص کړي.

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بريدونو ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې طالبان یو زورواکې ډله ده، چې خپل افکار او د ناپوهۍ مفکوره یې پر افغانانو ور تپلې ده.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امنیت ادعا رد کړې او وايي، طالبان د افغانستان خاوره د افراطي ډلو د خدمت لپاره کاروي.

نوموړي د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بريدونو ته په غبرګون کې ویلي:« په تېره یوه میاشت کې د طالبانو اړوند ډلو له خوا د تاجکستان پر خاوره درې بريدونه ترسره شوې او طالبان هڅه کوي، چې دا بریدونه توجیه کړي یا د ابهام په کارولو سره د بريدونو له مسولیت څخه ځان خلاص کړي.»

نوموړي ویلي، چې طالبان نه د یوه همغږي او ګټور ادارې سیستم د رامنځه کولو او نه هم د افغانستان پر خاوره د حاکمیت وړتیا لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو د یادې بې کفایتۍ اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په څه باندې یوه میاشت کې د افغانستان له خاورې درې ځله پر تاجکستان بریدونه شوي دي او په یادو بریدونو کې پنځه چینایان او دوه تاجکستاني سرتیري وژل شوي دي.

په تهران کې د وژل شوي طالب ضد جنرال د جنازې مراسم د ګڼو افغانانو په ګډون ترسره شوه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د افغان پولیسو د پخواني جنرال اکرام الدین سریع جنازه د شنبې په ورځ د مرغومي په شپږمه په تهران کې ترسره شوه، چې ګڼ شمېر افغان کډوالو په کې ګډون درلود. سریع د طالبانو یو له مشهورو مخالفو څېرو څخه و، چې د چهارشنبې په ورځ تهران کې د خپل یو بل ملګري امین الماس سره یو ځای ووژل شو.

د جنرال سریع جنازه نن د شنبې په ورځ د مرغومي په شپږمه له غرمې وروسته د تهران په چاردانګه سیمه کې ترسره شوه.

دا په تیرو څلورو میاشتو کې په ایران کې د طالبانو د مخالفینو دریمه وژنه ده.

تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو د طالبانو ضد ډلو په ګډون د ازادۍ جبهه او مقاومت جبهه د دې وژنې پړه پر طالبانو اچوي.

تر اوسه پورې، طالبانو او ایران په رسمي ډول د دې پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ځینو ایراني رسنیو د طالبانو ضد قوماندانانو د وژنې په اړه د ایران پر چوپتیا نیوکه کړې او دا ډله یې یو بې باوره ملګری بللی دی.

ایراني ورځپاڼو په ایران کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته د سپارلو په اړه نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې دې ډلې تر ایران پلازمینې پورې وژنې ترسره کړې دي.

ځینو افغان سیاسي ګوندونو او ډلو د ایران څخه وغوښتل چې د طالبانو د مخالفینو د وژنې په اړه شفافې پلټنې وکړي او پایلې یې افغانانو سره شریکې کړي.