• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د قبایلو وزارت معین وايي نظام یې د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۸ GMT+۰تازه شوی: ۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمدعلي جان وايي چې ددې ډلې اداره د ولسونو پیاوړي ملاتړ ته جدي اړتیا لري، تر څو هغه کسان چې د ملت خیر غوښتونکي نه دي، بیا هېڅکله واک ته و نه رسېږي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن شنبه، د مرغومي ۶مه په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین محمدعلي جان احمد د ملت اتحاد، د ې ډلې د نظام بقاء او ولسونو هوساينې تر عنوان لاندې نن له غرمې مخکې په نیمروز ولایت کې یوه غونډه ترسره کړه.

د طالبانو معین په خپله وینا کې ویلي، چې ریښتونی سکون، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د ولسونو یووالی، ثبات او اطمینان یوازې د شریعت په چوکاټ کې تضمینېدای شي چې دا فرصت اوس د حاکم نظام له خوا په افغانستان کې رامنځته شوی او ټولې چارې په پوره اطمینان ترسره کېږي او ولسونه باید په سمه توګه ګټه ترې واخلي تر څو په خپله ټولنه کې ثبات او پرمختګ ته لاره پرانېزي.

علي جان احمد وویل، افغانانو ددې ډلې د ساتنې او دفاع په لار کې سختۍ زغملي او د ثابت قدمۍ په نتیجه کې اوسنی نظام رامنځته شوی.

په دې وروستیو د طالبانو د چارواکو له خوا ددې ډلې د ادارې د ملاتړ او دوام لپاره د ولسي ملاتړ په اړه ټینکار کېږي خو ددې ډلې له خوا پر عامو افغانانو محدودیتونو، د کار نشتوالي، د نجونو پر زده کړو او کار بندیز هغه لاملونه دي، چې ولسي ملاتړ یې له لاسه ورکړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ظاهر اغبر: طالبان د افغانستان له خاورې پر تاجکستان د بریدونو له مسولیت څخه ځان نشي خلاصولی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر په تېره یوه میاشت کې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان درې ځلې بريدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان هڅه کوي، د ابهام په کارولو سره دا بريدونه توجیه او ځان له مسوولیت څخه خلاص کړي.

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر ظاهر اغبر د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بريدونو ته غبرګون ښودلی دی.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې طالبان یو زورواکې ډله ده، چې خپل افکار او د ناپوهۍ مفکوره یې پر افغانانو ور تپلې ده.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د امنیت ادعا رد کړې او وايي، طالبان د افغانستان خاوره د افراطي ډلو د خدمت لپاره کاروي.

نوموړي د افغانستان له خاورې پر تاجکستان بريدونو ته په غبرګون کې ویلي:« په تېره یوه میاشت کې د طالبانو اړوند ډلو له خوا د تاجکستان پر خاوره درې بريدونه ترسره شوې او طالبان هڅه کوي، چې دا بریدونه توجیه کړي یا د ابهام په کارولو سره د بريدونو له مسولیت څخه ځان خلاص کړي.»

نوموړي ویلي، چې طالبان نه د یوه همغږي او ګټور ادارې سیستم د رامنځه کولو او نه هم د افغانستان پر خاوره د حاکمیت وړتیا لري.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د طالبانو د یادې بې کفایتۍ اصلي قربانیان د افغانستان خلک دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په څه باندې یوه میاشت کې د افغانستان له خاورې درې ځله پر تاجکستان بریدونه شوي دي او په یادو بریدونو کې پنځه چینایان او دوه تاجکستاني سرتیري وژل شوي دي.

په تهران کې د وژل شوي طالب ضد جنرال د جنازې مراسم د ګڼو افغانانو په ګډون ترسره شوه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۸ GMT+۰

د افغان پولیسو د پخواني جنرال اکرام الدین سریع جنازه د شنبې په ورځ د مرغومي په شپږمه په تهران کې ترسره شوه، چې ګڼ شمېر افغان کډوالو په کې ګډون درلود. سریع د طالبانو یو له مشهورو مخالفو څېرو څخه و، چې د چهارشنبې په ورځ تهران کې د خپل یو بل ملګري امین الماس سره یو ځای ووژل شو.

د جنرال سریع جنازه نن د شنبې په ورځ د مرغومي په شپږمه له غرمې وروسته د تهران په چاردانګه سیمه کې ترسره شوه.

دا په تیرو څلورو میاشتو کې په ایران کې د طالبانو د مخالفینو دریمه وژنه ده.

تر اوسه پورې هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو د طالبانو ضد ډلو په ګډون د ازادۍ جبهه او مقاومت جبهه د دې وژنې پړه پر طالبانو اچوي.

تر اوسه پورې، طالبانو او ایران په رسمي ډول د دې پیښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ځینو ایراني رسنیو د طالبانو ضد قوماندانانو د وژنې په اړه د ایران پر چوپتیا نیوکه کړې او دا ډله یې یو بې باوره ملګری بللی دی.

ایراني ورځپاڼو په ایران کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ طالبانو ته د سپارلو په اړه نیوکه کړې او لیکلي یې دي چې دې ډلې تر ایران پلازمینې پورې وژنې ترسره کړې دي.

ځینو افغان سیاسي ګوندونو او ډلو د ایران څخه وغوښتل چې د طالبانو د مخالفینو د وژنې په اړه شفافې پلټنې وکړي او پایلې یې افغانانو سره شریکې کړي.

ایراني سفیر له طالبانو سره د افغانستان د کانې زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په کابل کې د ایران سفیر د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم له وزیر هدایت الله بدري سره د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د افغانستان د کانې زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن د شنبې په ورځ، د مرغومي شپږمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې هدایت الله بدري په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره کتلي او دواړو لوریو د افغانستان د کانې زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د ایران د سفیر له قوله ویل شوي، چې ایراني شرکتونه د افغانستان د اوسپنې او نفتو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

طالبانو د ایراني شرکتونو له خوا د افغانستان په کانې زېرمو کې د پانګونې د لېوالتیا د هرکلی ترڅنګ د همکاریو ژمنه کړې ده.

اسحاق ډار: طالبان دې د خپلو علماوو د فتوا په اړه عملي ګامونه واخلي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په کابل کې د طالبانو د علماوو د فتوا او د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د وروستیو څرګندونو په اړه پر عملي ګامونو ټینګار کړی دی. نوموړي ویلي، که د طالبانو فتوا مثبتې پایلي ولري، له طالبانو سره به یې اړیکې بېرته سمې شي.

اسحاق ډار نن د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د یو خبرې غونډې پرمهال په کابل کې د طالبانو د علماوو فتوا ستایلي او هیله لري، چې طالبان د خپلو علماوو د فتوا په اړه عملي ګامونه واخلي.

اسحاق ډار ویلي:«د طالبانو د علماوو فتواه ورکړې ده، دا د خوښۍ وړ پرمختګ و او دا لومړۍ ځل دی چې داسې فتوا ورکړل کېږي چې د افغانستان خاوره باید د بل چا پر ضد ونه کارول شي. دا هغه څه دې چې موږ یې غوښتنه کول. اوس پر دې باندې عمل پکار دی.»

نوموړي ویلی، پاکستان هیله لري، چې د افغانستان خاوره نور د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

پر همدغه مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاکستان د افغان طالبانو د علماوو د فتوا او د سراج الدین حقاني د وروستیو څرګندونو وروسته وضعیت ارزوې، که مثبت بدلون رامنځته شي نو له طالبانو سره به یې روانې ستونزې حل شي.

اسحاق ډار زیاته کړه:«که طالبان پر خپل فتوا او د حقاني پر بیان باندې عمل وکړي نو دوه یا څلور اوونۍ کې به و ارزول شي او که مثبت عملي پرې وکړي، نو زه یقیني یم چې زموږ لومړی وزیر او د پوځ مشر به خوښ شي.»

نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اړیکو رغولو په تړاو یې هیله له لاسه نه ده ورکړي او هیله من دی چې د دواړو ترمنځ روانه شخړه به ډېر ژر حل شي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړې وروسته د سنبلې په ۱۹مه طالبانو په کابل کې په لومړي ځل د ملا هبت الله په لارښوونه په یوه پرېکړه لیک کې فتوا ورکړې چې پر مسلمانانو واجب ده چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په ضرر ونه کاروي.

په یاده فتوا کې راغلي، چې چاته له افغانستان نه بهر د نظامي فعالیت اجازه نه ورکوي او که څوک تخلف ورکړي طالبان به یې مخنیوي وکړي.

د راپورونو له مخې، دمګړی د طالبانو او پاکستان ترمنځ هېڅ ډول مستقیمي اړیکې شتون نه لري او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د قطر او ترکیې په څېر د سعودي عربستان په منځګړیتوب د طالبان او پاکستان خبرې اترې هم بې پایلي وي.

شهاب الدین دلاور له نورو ولایتونو څخه د روغتون ودانۍ پلان او مرستې خپلې ولسوالۍ ته لېږدولي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د سندونو له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور له ننګرهار څخه د یو روغتون ودانۍ پلان او د غزني د خلکو لپاره مرستې د لوګر ولایت مرکز پل عالم بابوس کلي ته لېږدولي دي. د سرچینو په خبره، دلاور بهرنۍ موسسې اړ باسي، چې مرستې لوګر ولایت کې وویشي.

د ترلاسه شو سندونو له مخې د طالبانو سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور په امر یو مکتوب د روان کال د اپریل میاشت کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې ته لېږل شوی دی.

100%

په دې مکتوب کې غوښتنه شوې ده، چې د قطر سرې میاشتې ټولنې په مالي لکښت یو روغتیايي مرکز ودانۍ د جوړېدو پلان او د هغه ټول تجهیزات دې د لوګر ولایت مرکز پل عالم د نوموړي خپل پلارني کلي بابوس ته انتقال شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې دا روغتیايي مرکز په ننګرهار کې جوړېدو خو دا کار د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې د مشر شهاب الدین دلاور له غبرګون سره مخ شو او په مکتوبي توګه یې د قطر له سرې میاشتې ټولنې غوښتنه وکړه، چې د روغتیايي مرکز او تجهیزات یې د نوموړي خپلې ولسوالۍ ته انتقال شي.

دوی همدراز زیاتوي، چې د قطر سرې میاشتې ټولنې په ننګرهار کې د افغان کډوالو لپاره په طبي تجهیزاتو سمبال روغتون جوړ کړي خو د شهاب الدین دلاور د مخالفت له امله دا پروژه نه ده عملي شوې.

100%

د یو بل سند له مخې د روان کال د سپټمبر میاشتې کې د ترکیې هېواد د افغانستان په یوولسو ولایتونو خوراکي توکي وویشي، چې په دې ولایتونو کې لوګر شامل نه و.

د رارسېدلي سند له مخې شهاب الدین دلاور، غزني ولایت له نوملړ څخه لرې کوي او پرځای یې لوګر ولایت شاملوي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د سرې میاشتې عمومي رییس شهاب الدین دلاور د فساد په اړه راپورونه زیات شوي دي.

تیره ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو د سندونو له مخې راپور خپور کړ، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین دلاور د خپلې لور خسر «مولوي حفیظ الله» په سره میاشت ټولنه کې په لومړی بست کې د خپل مشاور په توګه ټاکلی دی. سرچینې وايي، چې مولوي حفیظ الله د سرې میاشتې د قراردادونو په فساد کې پراخ لاس لري.

د روان کال د مرغومي پر ۲مه افغانستان انټرنشنل - پښتو داسې سندونه ترلاسه کړل، چې له مخې د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي مشر شهاب الدین لاور خپل زوم شکرالله شاکر په خپله اداره کې د یوه کال په موده کې څوځله پر بېلابېلو څوکیو ګومارلی دی. په یوه مکتوب کې لیدل کیږي چې شکرالله شاکر ځان پخپله د خپل خسر د دفتر رییس ټاکلی دی.

له وړاندې هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو سندونو کې ښودل شوې، چې د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور خپل څو تنه نژدې کسان له کانونو وزارت څخه بېولي او په دې ټولنه کې یې مقرر کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملا هبت الله د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست څه موده وړاندې د طالبانو ټولو ملکي او نظامي ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د دې ډلې د مشر له فرمان څخه اطاعت وکړي، چې وايي، « د خپلوۍ او انډيوالۍ پر بنسټ دې په ادارو کې څوک نه ګوماري».

په دغه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته هم رسېدلی و، ویل شوی وو، چې «د خپلوۍ له مخې د اشخاصو ګومارل د الله د نارضایتۍ او عذاب سبب کیږي»