• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اسلامي شریعت د بشریت لپاره دایمي قانون دی او بدیل یې نشته

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۴ GMT+۰

د طالبان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال سعید احمد شهیدخېل وايي، اسلامي شریعت د بشریت لپاره یو جامع او دایمي قانون دی. نوموړی زیاتوي، د اسلامي شریعت بدیل هېڅ قانون نه‌شي کېدلی.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال سعید احمد شهیدخېل په پروان ولایت کې له ملکي او نظامي ادارو د څارنې په ترڅ کې زیاته کړه، په ټولو ملکي او نظامي ادارو کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر توشېح شوی قانون پلې کېدونکی دی او په ډاګه یې کړه: «اسلامي شریعت د بشریت لپاره یو جامع او دایمي قانون دی او هېڅ قانون یې بدیل نه‌شي کېدلی».

د طالبانو د پروان والي محمد ادریس انوري هم په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل، معروفاتو ته هڅونه او له منکراتو مخنیوی یوازې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې مسوولیت نه‌دی، بلکې د هر «مسوول کس» او مسلمان دنده ده.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، د دغې غونډې په پای کې د دوی د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت نظامي مرستیال له لوري د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون هم تشرېح کړ.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو پلاوی د نشه‌يي توکو د کر د مخنیوي لپاره هلمند ته تللی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۹ GMT+۰

سره له دې چې طالبان د نشه‌يي توکو پر ضد د قاطع مبارزې ادعا کوي، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدابراهیم صدر، د دفاع وزارت دویم مرستیال عبدالقیوم ذاکر او د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالرحمان منیر د همدې پدیدې د مخنیوي په نوم هلمند ته سفر کړی.

هلمند د هېواد له هغو ولایتونو دی، چې لا هم د نشه‌يي توکو د کر، قاچاق او بازار د یوه مهم مرکز په توګه پېژندل کېږي او د طالبانو پر رول په‌کې پراخې نیوکې مطرح دي.

محمدابراهیم صدر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) په هلمند کې په یوې غونډه کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه د ټولو مسوولیت یاد کړ، خو د دې غونډې له عملي ګامونو او د پخوانیو لاسته راوړنو پرته یوازې د امر او غوښتنې څرګندول ښيي چې د ستونزې د ریښې د حل پر ځای سمبولیکه غونډه ترسره شوې ده. هغه خپلو نظامیانو ته د همغږۍ او د علماوو د مشورو عملي کولو سپارښتنه وکړه، خو لا څرګنده نه ده چې د دغو سپارښتنو د پلي کولو لپاره مشخص پلانونه او څارنې موجودې دي او که نه.

صدر یو ځل بیا د هبت‌الله اخوندازده د اوامرو او فرمانونو پر تطبیق او اطاعت ټینګار وکړ.

اخوا، عبدالرحمان منیر هم د نشه‌يي توکو د کر او کاروبار د مخنيوي په اړه د هبت‌الله د فرمان پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

په هلمند کې د طالبانو د مرافعه محکمې مشر حضرت ابوالمنذر زیاته کړې: «د نشه‌یي توکو د کر او کاروبار د منع کېدو په اړه د محکمې جدیت او قاطعیت شته. د مجازات کړنلاره روښانه ده او خلکو ته د کوکنارو او نورو نشه‌یي توکو د بندیز په اړه واضح پیغام رسول شوی.»

که څه هم واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دغه ډله په پرله‌پسې ډول ادعا کوي، چې په افغانستان کې یې د نشه‌يي‌ توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ او دغه کښتونه یې صفر ته رسولي، خو تر ډېره پر طالبانو نیوکې کېږي چې د نشه‌يي‌ توکو په کر او قاچاق کې لاس لري.

د پخواني جمهوریت په وخت کې طالبانو د خپلې جګړې د تمویل لپاره په هلمند کې د تریاکو د کر او قاچاق له لارې لویې مالي ګټې ترلاسه کولې، چې دا د نشه‌یي توکو په تجارت کې د دوی مستقیم لاس لرل څرګندوي.

د تریاکو د کر یو شمېر سیمه‌ییز کروندګر لا هم پر ځایي طالب مشرانو نیوکې کوي، چې ګواکې د نشه‌یي توکو د بیو په لوړولو کې لاس لري. دوی وایي، سره له دې چې طالبان د نشه‌یي توکو د کر او قاچاق د مخنیوي ادعاوې کوي، خو په عملي ژوند کې د دوی سیاستونه او کنټرول د بازار بیې لوړې ساتي او د کروندګرو عایدات محدودوي، چې دا وضعیت د عادي خلکو او کروندګرو لپاره سخت اقتصادي فشارونه رامنځته کوي.

د طالبانو د استخباراتو د عمومي مشر سکرتر وژل شوی

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۰

د طالبانو د استخباراتو د عمومي رییس عبدالحق وثیق سکرتر مولوي نعمان د کابل د بت‌خاک په سیمه کې په خپل کور کې وژل شوی. د نعمان د مړینې دقیق لامل تر اوسه په رسمي ډول نه‌دی اعلان شوی، خو باخبره سرچینو ویلي چې د هغه مړینه ښايي «د ګاز ډبې د چاودنې له امله» رامنځته شوې وي.

د طالبانو ځینو پلویانو هم په ټولنیزو شبکو کې د نوموړي پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او تسلیت یې ویلی دی.

د ټولنیزو شبکو کاروونکو او د طالبانو پلویانو لیکلي، چې د مولوي نعمان زامن هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

خو تر اوسه کومو رسمي سرچینو د نعمان د زامنو د ټپي کېدو پخلی نه‌دی کړی.

عبدالحق وثیق د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه دی، چې د دې ډلې د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې هم د طالبانو په استخباراتي برخه کې فعالیت کاوه. هغه د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکايي ځواکونو له لوري ونیول شو او له لسو کلونو زیات یې د ګوانټانامو په زندان کې تېر کړل.

په کابل کې د درملو تولیدي صنعتي پارک جوړېږي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۲۱ GMT+۰

طالبان وايي، د کابل په میر بچه کوټ ولسوالۍ کې د دوی د عامې روغتیا وزارت له لوري په څه باندې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه کې د معیاري درملو د تولید لپاره صنعتي پارک جوړېږي. دغه ځمکه چې د کابل د اراضۍ ریاست اړوند وه، نن (شنبه د مرغومي ۶مه) عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

د افغانستان د درملو ډېره برخه له پاکستان، بنګله‌دېش، هند، ازبکستان، ایران او ترکیې څخه واردېدله، خو د طالبانو او پاکستان تر منځ له اخ و ډب او د هر ډول سوداګرۍ له بندېدو وروسته اوس کابل هڅې کوي چې د پاکستاني درملو بدیل د هند په ګډون په نورو ګاونډیو هېوادونو کې ومومي او له دې سربېره په کور دننه د درملو تولید ته پاملرنه ډېره شوې ده.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د رهبرۍ د سپارښتنې له‌مخې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د اراضۍ اړوند ۱۱۱۶ جریبه ځمکه عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه څو دغه وزارت په‌کې د معیاري درملو تولیدي صنعتي پارک جوړ کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د معیاري درملو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د درملو د صنعتي پارک جوړېدل یو مهم پرمختګ وګاڼه.

زاهد زیاته کړه: «په دې سره به د درملو پر وارداتو تکیه راکمه او ورسره به یو شمېر هېوادوالو ته کاري زمینې هم برابرې شي».

خو نوموړي په دې اړه چې د دغه پارک د جوړونې چارې څه وخت او په څومره لګښت پيلېږي او همداراز په څومره وخت کې به بشپړ شي، څه ونه‌ویل.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوي او د رسمي ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، افغانستان ته شاوخوا ۷۰ سلنه درمل له بهره راواردېږي او پاتې ۳۰ سلنه یې هغه هم لومړني درمل په کور دننه تولیدېږي.

له دې سربېره طالبان په دې وروستیو کې د هر قلم وارداتي درملو د راجسترولو لپاره ۱۰۰۰ډالره اخلي او بیا تر هغې وروسته د واردولو اجازه ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: په ۲۰۲۵ کال کې د رسنیو فضا تر سخت کنټرول او ځپنې لاندې وه

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز د ۲۰۲۵ کال په کلني راپور کې ویلي، چې روان کال کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ وضعیت ډېر ترینګلی او محدودونکی و. یاد مرکز ویلي، چې په روان کال کې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو څخه د سرغړونې ۲۰۵ پیښې ثبت کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې په روان کال کې یې د د دوو تنو د وژل کېدو، درې تنو ټپي کېدو او د ۳۴ خبریالانو د نیولو په ګډون ۱۶۶ د ګواښونو پېښې شاملې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دمګړی پنځه تنه خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

په یاد راپور کې د نیول شویو خبرایالانو د جبري اعترافونو خپرول، د لوړپوړو چارواکو په خبري ناستو کې د ښځه خبریالانو د شتون مخنیوی او په ژوندي خبري کنفرانسونو کې د ښځینه خبریالانو د غږ سانسور په تېرو ۱۲ میاشتو کې د طالبانو له خوا پر خبریالانو او رسنیو د سانسور او فشارونو تر ټولو سخت وضعیت بلل شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کلني راپور کې ویل شوي، چې په روان کال کې په ۱۷ ولایتونو کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیزونه لګېدلي دي او د ۲۰۲۴ کال راهیسې دا بندیز په ۲۳ ولایتونو کې پلي شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې دوه ټلویزیونونه او دوه راډیوګانې د سیاسي او امنیتي لاملونو له امله تړل شوي او د ښځینه وو لږ پاتې رسنۍ هم د جنسیتي تبعیض له امله د تړل کېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو لخوا پر رسنیو او خبریالانو د بندیزونو او فشارونو دوام په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.

د تهران والي: د افغان جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور قضیه تر جدي څېړنې لاندې ده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د ایران د پلازمېنې تهران والي حسین خوش‌اقبال ویلي چې د طالبانو د مخالف افغان جنرال اکرام‌الدین سریع د ترور قضیه تر جدي څېړنو لاندې ده او ډیر ژر به یې پایلې روښانه کړي.

خوش‌اقبال ویلي چې د جنرال سریع د وژل کېدو په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه کومې وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي. هغه ایراني حبري اژانس«انصاف‌نیوز»ته ویلي: «څېړنې روانې دي، خو لا تر اوسه ارزونې نه دي بشپړې شوي.» نوموړي زیاته کړې چې د دغو څېړنو پایلې به د یکشنبې په ورځ اعلان شي.

جنرال اکرام‌الدین سریع، چې د افغانستان د تخار ولایت د پولیسو پخوانی قومندان و، د تېرې چهارشنبې په ورځ په تهران کې په یوه وسله‌وال برید کې ووژل شو. په همدې برید کې محمدامین الماس، د افغانستان د پوځ پخوانی د کندک قومندان هم ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو د طالبانو مخالفو ډلو، د ازادۍ او مقاومت جبهو په ګډون، ځینو پخوانیو سیاسي څېرو طالبان د دې ترور مسوول ګڼي.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې د ایران په خاوره کې د طالبانو د مخالفو پوځي څېرو درېیم هدفمند ترور بلل کېږي. تر دې وړاندې هم د تورن اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه یو پخوانی جهادي قومندان په مشهد ښار کې وژل شوی و.

د ایران چارواکو د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته تر درېیو ورځو پورې رسمي غبرګون نه و ښودلی. د طالبانو مخالفانو له ایراني چارواکو غوښتي چې دا پېښه په جدي او شفاف ډول وڅېړي او د څېړنو پایلې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.