ولادیمیر زېلېنسکي: اوکراین سولې ته چمتو دی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ډونالډ ټرمپ سره د «عالي» خبرو اترو له امله له هغه مننه وکړه او په ټولنیزې شبکې اېکس کې یې ولیکل: «اوکراین سولې ته چمتو دی.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ډونالډ ټرمپ سره د «عالي» خبرو اترو له امله له هغه مننه وکړه او په ټولنیزې شبکې اېکس کې یې ولیکل: «اوکراین سولې ته چمتو دی.»
د هغه په وینا، هوکړه شوې چې ټیمونه به د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه د یادو شویو موضوعاتو د وروستۍ کېدو لپاره سره وویني او ټرمپ به هم د جنورۍ په میاشت کې په واشنګټن کې د اوکراین او اروپا د مشرانو کوربهتوب وکړي.زېلېنسکي په فلوریډا کې له ټرمپ سره د خپلې لیدنې د ویډیو په خپرولو سره لیکلي: «موږ د ټولو موضوعاتو په اړه بنسټیزې خبرې وکړې او په وروستیو اوونیو کې د امریکا او اوکراین د ټیمونو له لوري ترلاسه شویو پرمختګونو څخه ډېره مننه کوو.»هغه زیاته کړه: «موږ د سولې د چوکاټ ټول اړخونه وڅېړل او مهمو پایلو ته ورسېدو. همدارنګه د راتلونکو ګامونو د ترتیب په اړه خبرې وشوې. هوکړه مو وکړه چې امنیتي تضمینونه د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو په لاره کې یو مهم عنصر دی او ټیمونه به پر ټولو اړخونو کار ته دوام ورکړي.»