• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د اسراییل له خوا د «سومالیه لیند» د دولت په توګه رسمیت پېژندنه په کلکه وغندله

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمه‌ییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.

وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.

په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له دوه نيم زرو زیات کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول‌ ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د دغه کمېسیون د(مرغومي ۶مې) راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند دبهرامچې او د نیمروز د ورېښمو له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۵۶کورنۍ چې ۳۱۲۴تنه دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۷کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۴تنه کیږي، د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې غړي یې ۱۰۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵ کورنۍ چې شمیر یې ۲۵تنه وه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو اقدامت سخت شوي، تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې درې زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وه.

طالبانو وايي په کابل کې یې د قتل په تور درې کسان نیولي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۴ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزات وایي چې د کابل امنیه قوماندانۍ دوهمې امنیتي حوزې اړوند امنیتي ځواکونو هغه قاتل او دوه ملګري یې نیولي، چې څه موده وړاندې یې په جاده اسمايي سیمه کې یو تن وژلی و.

د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، قاتل په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د پولیسو چارواکي وایي، چې دوه نور کسان هم چې په دې قتل کې یې برخه درلوده، نیول شوي او د تحقیقاتو په جریان کې دي.

په خپرپاڼه کې راغلي، له لومړنیو څېړنو وروسته به ټول نیول شوي مجرمینعدلي او قضایي ادارو ته وسپاري.

طالبان:په پنجشیر کې د بیروج نوي کانونه کشف شوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰

په پنجشیر کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایتکې یې، د لومړي ځل لپاره د بیروج کانونه پیژندلي او د دې ولایت د معدني سرچینو په نوملړ کې شامل شوي دي.

پنجشیر کې د طالبانو د والي ویاندسیف‌الدین لټون ویلي چې، د بیروج دغه کانونه تازه د دغه ولایت د عنابه او ابشار ولسوالیو کې کشف شوي دي. د هغه په وینا، د یادو کانونو له تثبیت وروسته به د زمردو ترڅنګ بیروج هم د پنجشېر له مهمو معدني زیرمو څخه وشمېرل شي.

د طالبانو د مسولینو په وینا د دغو کانونو ارزونه او تثبیت روان دی.

یاده دې وي چې، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دغې ډلې د کانونو او قیمتي ډبرو په برخه ډیر تمرکز کړی او هر کال په زرګونه قیراط قیمتي تیږې پلوري.

پنجشیر د زمردو له پلوه د افغانستان له تر ټولو شتمنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ترې زرګونه قیراطه زمرد بازار ته وړاندې کېږي، چې ورځې وړاندې هم طالبانو ۳۵۴۴ قیراطه زمرد د ازادې بولۍ له لارې وپلورل.

په پنجشیر کې ښځو ته د خیاطۍ پروګرام پېل شو، خو نجونې لا هم له ښوونځیو بې‌برخې دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۰

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۶۰ښځو لپاره د مسلکي خیاطۍ کورسونه پیل کړي، چې له مخې یې ګډونوالو ته د اړتیا وړ وسایل برابر شوي دي، خو د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم په ځای پاتې دي.

ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې اغلي، د کار او ټولنیزو چارو ریاست، د افغانستان د پراختیايي او رفاهي خدماتو موسسې په همکارۍ، په شتل، رخه او حصه اول ولسوالیو کې د خیاطۍ د زده‌کړې درې مرکزونه پرانیستل شوي.

د دغه ادارې رییس، عظیم‌الله شهید، ویلي چې په هر مرکز کې شل ښځې د خیاطۍ زده‌کړې کوي.

شهید زیاته کړې، چې د هر ګډونوال لپاره د خیاطۍ وسایل، لکه د ماشین پایه، چوکی، میز، تار، قیچي او نور اړین لوازم، برابر شوي دي.

ګډونوالې ښځې هم وايي، چې د دې زده‌کړو له بشپړولو وروسته به دوی وکولی شي د خیاطۍ له لارې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي.

خو په ورته وخت کې، دا پروګرام یوازې د ښځو د مهارتونو د روزنې په برخه تمرکز لري او د نجونو ښوونیزې زده‌کړې لا هم محدودې پاتې دي.

د پنجشیر ځايي فعالان او مدني ټولنې دا وضعیت د زده‌کړو او مسلکي مهارتونو د برابرولو په برخه کې د اوږدمهاله ستونزو نښه بولي.

دوی ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو د بشپړ مشارکت لپاره باید د زده‌کړو ټولو مرحلو ته لاسرسی تضمین شي، تر څو د ولایت د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ موخې پوره شي.

ایران د افغانستان له لارې چین ته د نوي رېل پټلۍ د جوړولو ارزونه کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.

د راپورونو له مخې، په دغه طرحه کې د هرات ولایت څخه تر بلخ او وروسته تر بدخشان د واخان دهلېز پورې د رېل پټلۍ غځول شامل دي، چې له دې لارې به ایران د افغانستان له خاورې چین سره ونښلول شي. دغه طرحه دا مهال د بحث او پلان جوړونې په پړاو کې ده.

ایران دا مهال د خواف–هرات د رېل پټلۍ له لارې له افغانستان سره نښتی دی او دا لاره د نوې طرحې د بنسټ په توګه کارېدلی شي.

شنونکي وایي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د سیمې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز شي او د دې پروژې په عملي کېدو سره، به د ترانزیت له عوایدو، د کارموندنې له فرصتونو او چین ته د مستقیم لاسرسي له ګټو برخمن شي، خو د لوړو لګښتونو، جغرافیایي ننګونو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ اړتیا لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.

بل خوا، تازه د ایران ولسمشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په هکله متضادې څرګندونې کړې دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې لري، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.