طالبان:په پنجشیر کې د بیروج نوي کانونه کشف شوي

په پنجشیر کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایتکې یې، د لومړي ځل لپاره د بیروج کانونه پیژندلي او د دې ولایت د معدني سرچینو په نوملړ کې شامل شوي دي.

په پنجشیر کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې په دغه ولایتکې یې، د لومړي ځل لپاره د بیروج کانونه پیژندلي او د دې ولایت د معدني سرچینو په نوملړ کې شامل شوي دي.
پنجشیر کې د طالبانو د والي ویاندسیفالدین لټون ویلي چې، د بیروج دغه کانونه تازه د دغه ولایت د عنابه او ابشار ولسوالیو کې کشف شوي دي. د هغه په وینا، د یادو کانونو له تثبیت وروسته به د زمردو ترڅنګ بیروج هم د پنجشېر له مهمو معدني زیرمو څخه وشمېرل شي.
د طالبانو د مسولینو په وینا د دغو کانونو ارزونه او تثبیت روان دی.
یاده دې وي چې، د طالبانو له واکمنۍ راهیسې دغې ډلې د کانونو او قیمتي ډبرو په برخه ډیر تمرکز کړی او هر کال په زرګونه قیراط قیمتي تیږې پلوري.
پنجشیر د زمردو له پلوه د افغانستان له تر ټولو شتمنو ولایتونو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال ترې زرګونه قیراطه زمرد بازار ته وړاندې کېږي، چې ورځې وړاندې هم طالبانو ۳۵۴۴ قیراطه زمرد د ازادې بولۍ له لارې وپلورل.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو کار او ټولنیزو چارو ریاست د ۶۰ښځو لپاره د مسلکي خیاطۍ کورسونه پیل کړي، چې له مخې یې ګډونوالو ته د اړتیا وړ وسایل برابر شوي دي، خو د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لا هم په ځای پاتې دي.
ددغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې اغلي، د کار او ټولنیزو چارو ریاست، د افغانستان د پراختیايي او رفاهي خدماتو موسسې په همکارۍ، په شتل، رخه او حصه اول ولسوالیو کې د خیاطۍ د زدهکړې درې مرکزونه پرانیستل شوي.
د دغه ادارې رییس، عظیمالله شهید، ویلي چې په هر مرکز کې شل ښځې د خیاطۍ زدهکړې کوي.
شهید زیاته کړې، چې د هر ګډونوال لپاره د خیاطۍ وسایل، لکه د ماشین پایه، چوکی، میز، تار، قیچي او نور اړین لوازم، برابر شوي دي.
ګډونوالې ښځې هم وايي، چې د دې زدهکړو له بشپړولو وروسته به دوی وکولی شي د خیاطۍ له لارې اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړي.
خو په ورته وخت کې، دا پروګرام یوازې د ښځو د مهارتونو د روزنې په برخه تمرکز لري او د نجونو ښوونیزې زدهکړې لا هم محدودې پاتې دي.
د پنجشیر ځايي فعالان او مدني ټولنې دا وضعیت د زدهکړو او مسلکي مهارتونو د برابرولو په برخه کې د اوږدمهاله ستونزو نښه بولي.
دوی ټینګار کوي، چې د ښځو او نجونو د بشپړ مشارکت لپاره باید د زدهکړو ټولو مرحلو ته لاسرسی تضمین شي، تر څو د ولایت د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ موخې پوره شي.

د ایران د رېل پټلۍ، یوه لوړپوړي چارواکي جبارعلي ذاکري ویلي، چې تهران د افغانستان له لارې چین ته د نوي ټرانزیټي رېل پټلۍ د جوړولو امکانات ارزوي.
د راپورونو له مخې، په دغه طرحه کې د هرات ولایت څخه تر بلخ او وروسته تر بدخشان د واخان دهلېز پورې د رېل پټلۍ غځول شامل دي، چې له دې لارې به ایران د افغانستان له خاورې چین سره ونښلول شي. دغه طرحه دا مهال د بحث او پلان جوړونې په پړاو کې ده.
ایران دا مهال د خواف–هرات د رېل پټلۍ له لارې له افغانستان سره نښتی دی او دا لاره د نوې طرحې د بنسټ په توګه کارېدلی شي.
شنونکي وایي، افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله کولی شي د سیمې لپاره یو مهم ټرانزیټي دهلېز شي او د دې پروژې په عملي کېدو سره، به د ترانزیت له عوایدو، د کارموندنې له فرصتونو او چین ته د مستقیم لاسرسي له ګټو برخمن شي، خو د لوړو لګښتونو، جغرافیایي ننګونو او د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي همغږۍ اړتیا لا هم سترې ننګونې بلل کېږي.
بل خوا، تازه د ایران ولسمشر او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو په هکله متضادې څرګندونې کړې دي. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې لري، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په نورستان کې د طالبانو د ډلهییزې استعفا له راپورونو وروسته ویلي، چې د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب زیات شوی او دا ډله د وېرې او زور له لارې واک چلوي.
نصیر احمد فایق په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي، چې طالبان د پخوانیو نظامیانو په څنډې ته کولو، د ملي سرچینو په ناوړه ګټهاخیستنه او د وېرې او وحشت له لارې په حکمرانۍ بوخت دي.
د هغه په وینا، «د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب مخ په زیاتېدو دی.»
فایق همداراز ویلي، چې دا وضعیت په داسې حال کې روان دی، چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک تر فقر لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، چې میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ځوانان، په زوره راستانه شوي کډوال او بېځایه شوي خلک، بېکاره دي او د خپل راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.
د افغانستان دایمي استازي ټینګار کړی، چې نیمه ټولنه، یعنې ښځې، له خپلو اساسي حقونو بېبرخې دي او دا وضعیت د ټولنې پر ثبات ناوړه اغېز لري.
هغه خبرداری ورکړی، چې «هر نظام چې د عدالت، د قانون د حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ نه وي، دوام نه شي کولی.»
د فایق دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې په نورستان کې د طالبانو د یوې امنیتي ډلې ډلهییزې استعفا د دغه ولایت د امنیتي او اداري وضعیت په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د کانونو او صنعت خونې ویلي، چې په دې ولایت کې د غالیو او فرشونو د تولید شل فابریکې فعالیت کوي او د لوړ کیفیت لرونکو فرشونو او ماشيني غاليو له لارې د افغانستان نږدې نیمایي کورنی بازار تمویلوي.
د دغه خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې شل تولیدي فابریکې د فرشونو او ماشيني غاليو په تولید بوختې دي، چې د هېواد د کورني بازار شاوخوا ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي.
یادې خونې ویلي، چې د هرات تولیدي غالۍ او فرشونه د کیفیت له پلوه د وارداتي توکو سیالي کوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بازار لري.
د دوی په وینا، د دغو فابریکو فعالیت نه یوازې د کورني تولید د پیاوړتیا سبب شوی، بلکې د سلګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.
د کانونو او صنعت خونې مسوولینو ټینګار کړی، چې که د تولیدي سکتور ملاتړ زیات شي او د بازار موندنې اسانتیاوې رامنځته شي، د هرات د مفروشاتو صنعت کولای شي د هېواد د کورني بازار تر څنګ د صادراتو په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.

یوه نړۍوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی. له افغانستان وروسته یمن، د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین چې جګړې پهکې روانې دي، د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه ګڼل شوي دي.
د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ ویلي دي: «که څه هم د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د شخړو کچه کمه شوې، خو خرابه حکومتولي او بشري ناورینونه سیاسي ناکرارۍ ته دوام ورکوي.»
د دې راپور شمېرې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) خپرې شوې او ښيي، چې افغانستان د سوېلي اسیا تر ټولو ناامنه هېواد دی. د دې بنسټ له نظره افغانستان له دې امله د سولهییزو هېوادونو په نوملړ کې په ټیټه درجه کې ځای لري، چې وسلو ته د نامسولو ډلو او اشخاصو لاسرسی، د تاوتریخوالي جرمونه، سیاسي بېثباتي او د کورني او بهرني کډوالۍ څپې پهکې ډېرې دي.
په دې راپور کې ناامني یوازې د وسلهوالو جګړو په معنا نه ده اخیستل شوې، بلکې سوله د ټولنیز امنیت او مصوونیت، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچه او د یوه دولت د پوځي کېدو درجې له مخې ارزول شوې ده.
خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم د ټولنیزې سولې له مهمو معیارونو څخه دی. د بېلګې په توګه د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیايي بنسټ له سخت ناورین سره مخ دی. د روغتیا نړۍوال سازمان سږکال اعلان کړی، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات کم کړي دي.
د سولې او اقتصاد بنسټ په وینا، د مرستو کمښت «په دې هېواد کې روان ناورین لا پسې خراب کړی دی.»
په ورته وخت کې افغانستان د نړۍ له هغو څلورو هېوادونو څخه یو دی، چې تر ټولو زیات کډوال لري. د سولې او اقتصاد بنسټ په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۴ کال له نیمایي راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمېسارۍ کې ثبت شوي له نیمایي څخه زیات کډوال یوازې له څلورو هېوادونو افغانستان، سوریې، اوکراین او وېنزوېلا څخه دي.»
که څه هم د کابل له سقوط وروسته د طالبانو، د افغانستان د پخواني حکومت او د هغوی د بهرنیو متحدانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې؛ خو خلک د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، د طالبانو د ځورونې له وېرې او د ښځو د زدهکړو او کار د بندیز له امله د نورو هېوادونو پر لور د کډوالۍ لاره خپلوي.
په همدې حال کې، د طالبانو له لوري له ایران او پاکستان سره د وخت ناوخت تاوتریخوالي له امله دغو هېوادونو میلیونونه افغان کډوال اېستلي دي. دا پراخه اېستنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، د افغانستان روغتیايي، خدماتي او اقتصادي برخې د اېستل شویو کډوالو د منلو توان نهلري.
له همدې امله د اقتصاد او سولې بنسټ له نظره افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د سږ کال لپاره د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د سولې او انساني امنیت د ترلاسه کولو له پلوه په ۱۵۸م ځای کې راغلی دی.
راپور زیاتوي، چې افغانستان او اوکراین د ناخالص کورني تولید په تناسب د تاوتریخوالي تر ټولو لوړ اقتصادي لګښتونه ګاللي دي. په دې هېوادونو کې د تاوتریخوالي اقتصادي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه زیات وو.
د نړۍوالې سولې شاخص چې هر کال د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ لهخوا چمتو کېږي، د نړۍوالې سولې د اندازه کولو لپاره باوري او معیاري ګڼل کېږي.
دا راپور د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې پهکې د سولې بهیرونه، اقتصادي ارزښت او د سولهییزو ټولنو د پراختیا څرنګوالی څېړل شوی دی.
د نړۍوالې سولې د شاخص د کلني راپور لهمخې، ایسلنډ، اېرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د سولې او امنیت له پلوه له لومړي تر پنځم مقامه پورې دي.
