• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق: د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب مخ په زیاتېدو دی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق په نورستان کې د طالبانو د ډله‌ییزې استعفا له راپورونو وروسته ویلي، چې د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب زیات شوی او دا ډله د وېرې او زور له لارې واک چلوي.

نصیر احمد فایق په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي، چې طالبان د پخوانیو نظامیانو په څنډې ته کولو، د ملي سرچینو په ناوړه ګټه‌اخیستنه او د وېرې او وحشت له لارې په حکمرانۍ بوخت دي.

د هغه په وینا، «د طالبانو په نظام کې اداري فساد، تبعیض او قومي تعصب مخ په زیاتېدو دی.»

فایق همداراز ویلي، چې دا وضعیت په داسې حال کې روان دی، چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک تر فقر لاندې ژوند کوي او شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. نوموړي زیاته کړې، چې میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ځوانان، په زوره راستانه شوي کډوال او بې‌ځایه شوي خلک، بې‌کاره دي او د خپل راتلونکي په اړه جدي اندېښنې لري.

د افغانستان دایمي استازي ټینګار کړی، چې نیمه ټولنه، یعنې ښځې، له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې دي او دا وضعیت د ټولنې پر ثبات ناوړه اغېز لري.

هغه خبرداری ورکړی، چې «هر نظام چې د عدالت، د قانون د حاکمیت او د خلکو د ارادې پر بنسټ ولاړ نه وي، دوام نه شي کولی.»

د فایق دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي، چې په نورستان کې د طالبانو د یوې امنیتي ډلې ډله‌ییزې استعفا د دغه ولایت د امنیتي او اداري وضعیت په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي د هرات د غالیو فابریکې د هېواد د کورني بازار ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو د کانونو او صنعت خونې ویلي، چې په دې ولایت کې د غالیو او فرشونو د تولید شل فابریکې فعالیت کوي او د لوړ کیفیت لرونکو فرشونو او ماشيني غاليو له لارې د افغانستان نږدې نیمایي کورنی بازار تمویلوي.

د دغه خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې شل تولیدي فابریکې د فرشونو او ماشيني غاليو په تولید بوختې دي، چې د هېواد د کورني بازار شاوخوا ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي.

یادې خونې ویلي، چې د هرات تولیدي غالۍ او فرشونه د کیفیت له پلوه د وارداتي توکو سیالي کوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بازار لري.

د دوی په وینا، د دغو فابریکو فعالیت نه یوازې د کورني تولید د پیاوړتیا سبب شوی، بلکې د سلګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

د کانونو او صنعت خونې مسوولینو ټینګار کړی، چې که د تولیدي سکتور ملاتړ زیات شي او د بازار موندنې اسانتیاوې رامنځته شي، د هرات د مفروشاتو صنعت کولای شي د هېواد د کورني بازار تر څنګ د صادراتو په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.

افغانستان د نړۍ د شپږو تر ټولو ناامنو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۹ GMT+۰

یوه نړۍوال څېړنیز بنسټ په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ له شپږو ناامنه هېوادونو څخه یو بللی دی. له افغانستان وروسته یمن، د کانګو ډېموکراتیک جمهوریت، سوډان، روسیه او اوکراین چې جګړې په‌کې روانې دي، د نړۍ تر ټولو ناامنه هېوادونه ګڼل شوي دي.

د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ ویلي دي: «که څه هم د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د شخړو کچه کمه شوې، خو خرابه حکومتولي او بشري ناورینونه سیاسي ناکرارۍ ته دوام ورکوي.»

د دې راپور شمېرې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) خپرې شوې او ښيي، چې افغانستان د سوېلي اسیا تر ټولو ناامنه هېواد دی. د دې بنسټ له نظره افغانستان له دې امله د سوله‌ییزو هېوادونو په نوملړ کې په ټیټه درجه کې ځای لري، چې وسلو ته د نامسولو ډلو او اشخاصو لاسرسی، د تاوتریخوالي جرمونه، سیاسي بې‌ثباتي او د کورني او بهرني کډوالۍ څپې په‌کې ډېرې دي.

په دې راپور کې ناامني یوازې د وسله‌‌والو جګړو په معنا نه ده اخیستل شوې، بلکې سوله د ټولنیز امنیت او مصوونیت، د کورنیو او بهرنیو شخړو کچه او د یوه دولت د پوځي کېدو درجې له مخې ارزول شوې ده.

خدماتو ته د وګړو لاسرسی هم د ټولنیزې سولې له مهمو معیارونو څخه دی. د بېلګې په توګه د بهرنیو مرستو د کمېدو له امله د افغانستان روغتیايي بنسټ له سخت ناورین سره مخ دی. د روغتیا نړۍوال سازمان سږکال اعلان کړی، چې د بودیجې د کمښت له امله یې په افغانستان کې ۸۰ سلنه خدمات کم کړي دي.

د سولې او اقتصاد بنسټ په وینا، د مرستو کمښت «په دې هېواد کې روان ناورین لا پسې خراب کړی دی.»

په ورته وخت کې افغانستان د نړۍ له هغو څلورو هېوادونو څخه یو دی، چې تر ټولو زیات کډوال لري. د سولې او اقتصاد بنسټ په راپور کې راغلي دي: «د ۲۰۲۴ کال له نیمایي راهیسې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمېسارۍ کې ثبت شوي له نیمایي څخه زیات کډوال یوازې له څلورو هېوادونو افغانستان، سوریې، اوکراین او وېنزوېلا څخه دي.»

که څه هم د کابل له سقوط وروسته د طالبانو، د افغانستان د پخواني حکومت او د هغوی د بهرنیو متحدانو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې؛ خو خلک د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، د طالبانو د ځورونې له وېرې او د ښځو د زده‌کړو او کار د بندیز له امله د نورو هېوادونو پر لور د کډوالۍ لاره خپلوي.

په همدې حال کې، د طالبانو له لوري له ایران او پاکستان سره د وخت ناوخت تاوتریخوالي له امله دغو هېوادونو میلیونونه افغان کډوال اېستلي دي. دا پراخه اېستنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د نړۍوالو بنسټونو په وینا، د افغانستان روغتیايي، خدماتي او اقتصادي برخې د اېستل شویو کډوالو د منلو توان نه‌لري.

له همدې امله د اقتصاد او سولې بنسټ له نظره افغانستان چې د طالبانو تر واک لاندې دی، د سږ کال لپاره د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د سولې او انساني امنیت د ترلاسه کولو له پلوه په ۱۵۸م ځای کې راغلی دی.

راپور زیاتوي، چې افغانستان او اوکراین د ناخالص کورني تولید په تناسب د تاوتریخوالي تر ټولو لوړ اقتصادي لګښتونه ګاللي دي. په دې هېوادونو کې د تاوتریخوالي اقتصادي لګښتونه د ناخالص کورني تولید له ۴۰ سلنې څخه زیات وو.

د نړۍوالې سولې شاخص چې هر کال د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له‌خوا چمتو کېږي، د نړۍوالې سولې د اندازه کولو لپاره باوري او معیاري ګڼل کېږي.

دا راپور د معلوماتو پر بنسټ تر ټولو هر اړخیز تحلیل وړاندې کوي، چې په‌کې د سولې بهیرونه، اقتصادي ارزښت او د سوله‌ییزو ټولنو د پراختیا څرنګوالی څېړل شوی دی.

د نړۍوالې سولې د شاخص د کلني راپور له‌مخې، ایسلنډ، اېرلنډ، نیوزیلنډ، اسټرالیا او سویس په ترتیب سره د سولې او امنیت له پلوه له لومړي تر پنځم مقامه پورې دي.

د ایران او افغانستان تر منځ د اړیکو په تړاو د پزشکیان او عراقچي متضادې څرګندونې

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې ښې او پراخې شوې دي، خو د بهرنیو چارو وزیر یې بیا وايي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو اختلاف لري.

د ایران ولسمشر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د دغه هېواد د رهبرۍ اړوند رسنۍ سره په مرکه کې د ایران او ګاونډیانو تر منځ د اړیکو په تړاو ویلي، د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هېوادونو سره په بېلابېلو برخو کې د ایران اړیکې ډېرې ښې او د پراخېدو په حال کې دي.

مسعود پزشکیان ویلي: «له اذربایجان، ازبکستان، ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، عراق، ترکیې او په فارس خلیج کې له عُمان، امارات، قطر او دې ورته له نورو سره اړیکې مو ډېرې ښې شوې دي.»

خو له دې سره هم مهاله د مسعود پزشکیان د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د روسیې په «مېګیمو» پوهنتون کې په خپله وینا کې ویلي، ایران له طالبانو سره پر ګڼو مهمو موضوعاتو ستونزې او ننګونې لري او تر اوسه یې د دې ډلې حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

عباس عراقچي د ایران او طالبانو ترمنځ د شته ننګونو له ډلې د سرحدونو امنیت، د اوبو موضوع، د نشه‌يي توکو قاچاق او کډوالي یادې کړې دي.

عراقچي همداراز ویلي، په افغانستان کې باید ټول خلک دا حق ولري چې د خپل برخلیک او د حکومت د بڼې په ټاکلو کې ونډه ولري، خو طالبان بیا د نظام څرنګوالی داخلي مساله ګڼي او نورو ته په‌کې د مداخلې اجازه نه‌ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په عین حال کې ویلي، چې د طالبانو واکمني د افغانستان اوسنی واقعیت دی او تهران د همدې واقعیت پر بنسټ د ستونزو د حل لپاره له دې ډلې سره خبرې او تعامل ته دوام ورکوي.

له دې ټولو سره سره، ایران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپل سفارت فعال ساتلی او په دې وروستیو کې یې په تهران کې د افغانستان سفارت هم طالبانو ته سپارلی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په تېرو څه باندې څلور کلنې واکمنۍ کې د ایران په سرحدي سیمو کې څو ځلي جګړې هم شوي او له امله یې دواړو خواو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې او ایران په روان کال کې څه باندې یو میلیون افغانان هم له خپل هېواد څخه په جبري توګه افغانستان ته واستول او دغه بهیر همداراز دوام لري.

د پنجشېر په دوو ولسوالیو کې به ډېر ژر د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې پيل شي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۳ GMT+۰

په پنجشېر کې ځايي طالبان وايي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج د نویو کانونو د استخراج چارې څه موده مخکې په ازمایښتي ډول پیل شوې وې او د بېروج نمونو له ترلاسه کېدو وروسته ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د استخراج چارې پیل شي.

د پنجشېر لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د مرغومي ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په عنابه او ابشار ولسوالیو کې د بېروج دغه نوي کانونه اوس د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي انجنیرانو له‌خوا تثبیت او ازمایښتي کېندنې هم په‌کې شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې ازمایښتي کېندنو کې د بېروج نمونې ترلاسه شوي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې یې په رسمي توګه د کېندنو او استخراج چارې پیل شي.

په خبرباڼه کې ویل شوي: «د پنجشېر رهبري د کانونو د استخراج د لمن پراخېدل د سیمه‌ییز او ملي اقتصاد د ودې او همداراز د ځايي اوسېدونکو لپاره د کاري زمینو د برابرېدو لپاره مهم ګڼي».

د خبرپاڼې له‌مخې، د پنجشېر د کانونو د اېستلو په چارو کې د سیمې څه باندې ۱۵ زره کسان پر کار بوخت دي.

خو د شنونکو په باور، د دغو کانونو ټول عاید د طالبانو خزانې ته ځي او د ځايي اوسېدونکو د هوساینې لپاره هېڅ کار هم نه‌کېږي.

ځايي اوسېدونکي هم تر دې مخکې له طالبانو غوښتي، چې د کانونو د را اېستنې او پلورنې یوه برخه عاید د پنجشېر اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو او همداراز په عمومي ډول د خلکو د هوساینې لپاره ولګوي، خو طالبان د ځايي اوسېدونکو دغو غوښتنو ته په نه‌پام سره ټول عاید خپلې خزانې ته لېږدوي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: دمګړی په افغانستان کې ۱۷ میلیونه خلک د لوږې له ګواښ سره مخ دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوالو پروګرام خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه په شدت سره لوړه شوې او دمګړی څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي. دغه سازمان زیاتوي، په تېر کال کې دغه شمېر ۱۴ اعشاری ۸ میلیونه و.

د خوړو نړۍوال پروګرام چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې فعالیت لري، په دې وروستیو کې د بودیجې له کمښت سره مخ شوی او دغه وضعیت یې هم چارې ټکنۍ کړې دي.

د دغه پروګرام په وینا، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې ۱۴ اعشاریه ۸ میلیونه کسان له لوږې حالت سره مخ و، خو سږکال ۳ میلیونه نورې ښځې، نارینه او ماشومان هم ور زیات شوي او په ټوله کې څه باندې ۱۷ میلیونه افغانان له لوږې سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچې لوړېدو ته په اشارې سره ویلي: «ښايي په راتلونکي کال کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۴ میلیونو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د اړینو خدماتو بهیر ټکنی شوی او د درملنې اسانتیاوې د هرې ورځې په تېرېدو سره کمېږي».

دغه پروګرام همداراز خبرداری ورکړی، که وخت په وخت پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو درمله ونه‌شي، نو د دغو ماشومانو ژوند تر دې وروسته مرګ ګواښي. د خوړو پروګرام زیاتوي: «د ژمي په سړو میاشتو کې چې خواړه کم وي، د ماشومانو د مړینې کچې د لوړېدو احتمال ډېر دی».

د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام رييس جان ایلېیف ویلي: «زموږ ډلې کورنۍ ګوري چې څو ورځې پرله‌پسې په کافي اندازه خواړه نه‌خوري او د ژوندي پاتې کېدو لپاره سختې لارې غوره کوي».

په داسې حال کې چې پرله‌پسې وچکالیو افغانستان او په ځانګړې توګه کروندګر ځپلي، طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون ډېری کورنۍ بې‌ځایه کړي او همداراز د خلکو عایداتي سرچینې له‌منځه تللي، له پاکستان او ایران څخه جبري ستنېدونکو افغانانو دغه وضعیت لاپسې کړکېچن کړی دی.

د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۲نیم میلیونه افغانان له ګاونډيو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه افغانستان ته لېږدول شوي او ښايي دغه د ستنولو بهیر په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام ومومي.

سره له دې چې د ناورین لمن د هرې ورځې په تېرېدو سره پراخېږي، خو د افغانستان لپاره بشري مرستې راکمېږي. دغو نړۍوالو بشري مرستو لږ تر لږه د لوږې او خوارځواکۍ له سخت وضعیت څخه مخنیوی کاوه.

ایلېیف زیاته کړې: «موږ باید د افغانستان له خلکو سره ودرېږو چې په دې بحراني حالت کې پر بشري مرستو تکیه دي او داسې ثابتې لارې وکاروو چې هغوی ته د هیله‌مند ژوند، عزت او سوکالۍ فرصت برابر کړي».

د خوړو نړۍوال پروګرام له مرستندویه هېوادونو او بنسټونو شاوخوا ۶ میلیونه افغانانو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د سمدستي ۴۶۸ میلیونو ډالره غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له‌مخې، دمګړی د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۶۸ هېوادونو خلک د خوړو له ناامنۍ او همداراز غزه او سوډان بیا له قحطۍ سره مخ دي.

ملګري ملتونه د نړۍ د خوړو د بحران څلور اصلي لاملونه جګړه، اقلیم، اقتصاد او بې ځایه کېدنه په ګوته کړي دي.