طالبانو په تخار کې د «نامشروع اړیکو او له کور څخه د تېښتې» په تور دوه کسان په دُرو وهلي

طالبانو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د «نامشروع اړیکو او له کور څخه د تېښتې» په تور د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.

طالبانو د تخار په درقد ولسوالۍ کې د «نامشروع اړیکو او له کور څخه د تېښتې» په تور د یوې ښځې په ګډون دوه کسان په عام محضر کې په دُرو ووهل.
د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان هر یو په ۲۵–۲۵ دُرو او یو ـ یو کال بند محکوم شوي وو.
طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ؛ یاد کسان «د نشهیي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»
د خبرپاڼو له مخې؛ دغه کسان په ننګرهار، خوست، فراه، پکتیا، فاریاب، پروان، غور، لوګر، جوزجان، تخار، غزني، بلخ، کابل، لغمان، میدانوردګ، پکتیکا، کاپیسا او زابل ولایتونو کې په دُرو وهل شوي دي.