د اروپایي کمېسیون مشره: اوکراین پیاوړو امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا وان ډرلاین د یکشنبې په ورځ له ولادیمیر زېلېنسکي، ډونالد ټرمپ او له اروپایي مشرانو سره تر ټلیفوني اړیکې وروسته وویل، چې ښه پرمختګ شوی او اوکراین پیاوړو امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري.
