بنیامین نتنیاهو له ډونالډ ټرمپ سره د لیدو لپاره فلورېډا ته ورسېد

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې بنيامین نتنیاهو له ډونالډ ټرمپ سره د لیدو لپاره فلورېډا ته رسېدلی دی. ټاکل شوې دا لیدنه د دوشنبې په ورځ د مارالاګو ماڼۍ کې ترسره شي. دا د روان کال په ترڅ کې د نتنیاهو او ټرمپ شپږمه لیدنه ده.
