بنیامین نتنیاهو د امریکا د جنګ له وزیر سره وکتل

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې مخکې په فلوریډا کې د امریکا له دفاع وزیر پیټ هېګسټ سره لیدنه او خبرې کړې دي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لیدنې مخکې په فلوریډا کې د امریکا له دفاع وزیر پیټ هېګسټ سره لیدنه او خبرې کړې دي.
د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د دې ناستې انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې دواړو خواوو په یوه دوستانه فضا کې سره ولیدل او د خبرو په یوه برخه کې نورو لوړپوړو چارواکو هم حضور درلود.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمهییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.
وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.
په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.
اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیهخونه څو ځله په نښه شوې ده.
راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.
د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه د «یوه چین» له تګلارې ملاتړ کوي او د تایوان د خپلواکۍ هر ډول هڅه ردوي.
لاوروف همداراز جاپان ته خبرداری ورکړی، چې د هغه په وینا، د پوځي کېدو پر لور روان سیاست باید په جدي توګه وڅېړي او د سیمې پر امنیت یې اغېزې په پام کې ونیسي.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تایوان پر سر د چین، لوېدیځو هېوادونو او د هغوی د متحدینو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري.
ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې د چاپېریالي اغېزو او د شنو خونو ګازونوپه کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
د «Greening the Blue» کلني راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د شنوخونو ګازونو په خپریدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.
په راپور کې د چاپېریال ساتنې او د دوامداره مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال شنه کول، هغه نوښت او کلنی راپور دی چې د دغه سازمان د چاپېریالي اغېزو د کمولو هڅې ارزوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شنوخونو ګازونو خپریدل، د انرژۍ مصرف، د اوبو کارونه، فاضله مواد او د دوامداره پرمختګ نورې برخې څېړل کېږي، تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د سازمان د پرمختګ کچه وښيي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بېګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.
په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.