په بدخشان کې د سرو زرو درې کان کیندونکي د ځمکې ښویېدو له امله مړه شوي

د بدخشان د کشم ولسوالۍ په ګنبد کلي کې درې کان کیندونکي د سرو زرو کان د کیندنې پرمهال د ځمکې ښویېدو او د کان را پرېوتو له امله مړه شوي دي. د یادې ولسوالۍ د طالبانو ولسوال حیات الله محسن ویلي، چې دا پېښه نن دوشنبه، شاوخوا ۱۲ بجې شوې.
