• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پروان کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۳ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د پروان ولایت په سید خیل ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو سړی د «ناروا اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو هر یوه ته ۳۰ دُرې سزا ور کړې او د یو کال بند سزا یې ورته اورولې ده.

دا دوهمه بدني سزا ده، چې طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې په عام محضر کې ور کړې ده.

طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ، یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

شرعي وايي په حج کې د افغانانو هر ډول بې نظمي د سعودي او طالبانو اړیکې اغیزمنوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزیر د حج او عمرې شرکتونو د ټولنې له مسوولینو سره په ناسته کې ویلي چې سعودي عربستان د نړۍ د مسلمانانو مرکز دی او افغان حاجیان باید هلته د افغانستان ښه استازولي وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې په دې برخه کې هر ډول ستونزې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز لرلای شي.

د طالبانو عدلیې وزارت پر خپله اکس پاڼه لیکلې چې په یاده ناسته کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي، د حج او عمرې د سفر د لګښتونو د کمولو، د ځینو حاجیانو د نه ستنېدو او له سعودي عربستان نه نورو هېوادونو ته د تګ د هڅو پر موضوعاتو هم بحث شوی دی.

عبدالحکیم شرعي زیاته کړې چې حاجیان باید په سعودي عربستان کې د افغانستان او د اسلامي نظام حیثیت وساتي، ځکه هر ډول بې‌نظمي یا سرغړونه کولای شي د افغانستان او سعودي عربستان پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د «نظام» حیثیت ساتل د ټولو مسوولینو ګډ مسوولیت دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مرستیال په مشرۍ او د نورو ادارو په غړیتوب یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې د حج او عمرې د سفر اړوند ستونزې او ننګونې وڅېړي.

د طالبانو پلاوي د اسلامپالو او محصلانو د ایتلاف په درشل کې بنګله دېش ته سفر کړی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي په دې وروستیو کې داسې مهال بنګله دېش ته سفر کړی، چې تازه ددغه هېواد د جماعت اسلامي ګوند او محصلانو ګوند نوی انتخاباتي ایتلاف جوړ کړی. بنګله دیشي چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور سفر شخصي بللی.

د طالبانو پلاوي، چې ددغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور په مشرۍ یې د ډسمبر پر ۲۶مه ډاکې ته سفر کړی، د بنګله دېش د جماعت اسلامي ګوند له مشرانو سره لیدنې کړې دي.

د شنونکو په باور، طالبان غواړي د بنګله دیش د راتلونکې فبروري له ټاکنو وړاندې ددغه هېواد له جماعت اسلامي او نورو مذهبي ګوندونو سره خپلې اړیکې ورغوي.

د بنګله‌دېش-افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس ابو صایم خالد فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د نور احمد نور د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراخول هم وو.

د اسلامي حزب «خلافت مجلس» مشر مامون‌الحق وویل چې نور د بنګله‌دېش په سفر کې د هغه مدرسه هم لیدلې ده.

هغه وویل: «دا یوه د درناوي لیدنه وه، ځکه موږ د هېواد له تر ټولو لویو مدرسو څخه یوه پرمخ وړو. هغه نورې مدرسې هم وکتلې».

د بنګله‌دېش موقتي حکومت، چې د سولې نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ په واک کې دی، تر اوسه د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي. د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د نور سفر شخصي و.

بنګله‌دېش د شاوخوا ۱۷۰ میلیونه خلکو هېواد دی، چې زیاتره یې سني مسلمانان دي او د ۲۰۲۴ کال له پراخ پاڅون وروسته، چې د پخوانۍ صدراعظمې شېخ حسینه واکمني پرې پای ته ورسېده، لومړنیو ټاکنو ته تیاري نیسي.

د بنګله‌دېش لوی اسلامي ګوند، جماعت اسلامي د حسینې د ۱۵ کلنې واکمنۍ پر مهال له بندیزونو او امنیتي عملیاتو وروسته غواړي د رسمي سیاست برخه شي.

100%

د طالبانو او تر بندیز لاندې وسله‌والې ډلې «حرکت الجهاد الاسلامي بنګله‌دېش» ترمنځ اوږدمهالې اړیکې شته، چې ځینو غړو یې د شوروي پر وړاندې په افغانستان کې جګړه کړې ده.

همدارنګه د «حفاظت الاسلام» مشرانو، چې د اسلامي مدرسو او ټولنو مهم ایتلاف دی، تېر کال افغانستان ته سفر کړی و او د طالبانو د حکومتدارۍ سیستم یې د قاعدو پر اساس منلی و.

د بنګله‌دېش د زده‌کوونکو ګوند، چې د تېرو اعتراضونو له لارې یې د صدراعظمې شېخ حسینه واکمني لرې کړه، د راتلونکې فبروري له پارلماني ټاکنو مخکې له اسلامپال جماعت اسلامي سره انتخاباتي ایتلاف جوړ کړی.

ریچارډ بېنټ په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې په اړه د بې پرې څیړنو غوښتنه کړې ده. بېنټ ټینګار کړی، چې د جنرال اکرام الدین سریع او محمد امین الماس د وژنو عاملان باید وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

رېچارډ بېنټ نن دوشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې هغه په ​​ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو پر وژنې ژور اندېښمن دی.

په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو له وژنې شاوخوا پنځه ورځې تیرې شوې، خو ایران لا تر اوسه د دې موضوع په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې نه دي اعلان کړې.

د افغانستان د پولیسو پخوانی جنرال اکرام الدین سریع او د طالبانو ضد یو قوماندان محمد امین الماس د تیرې چارشنبې په ماښام د تهران په ولیعصر سیمه کې ووژل شول.

څلور میاشتې وړاندې جهادي قوماندان اسماعیل خان ته نږدې کس غلامي په مشهد ښار کې ووژل شو.

د طالبانو ادارې تر اوسه د دې وژنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو مخالفین په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې مسوول طالبان ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن وویل، چې د تهران امنیتي ادارې پر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسله‌واله برید په دقیق ډول څېړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».

طالبان د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د یو نیم میلیون ټنه کارګو د انتقال اټکل کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د ایران او طالبانو د ریل پټلۍ مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په راتلونکي ۱۴۰۵ کال کې به د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نیم میلیون ټنه کارګو ولېږدول شي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه د طالبانو او ایران د رېل پټلۍ د ادارو د مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړ.

ددې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي و، چې د خواف-هرات کوریډور فعالېدل به د افغانستان له اوږدمهاله اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

سفارت زياته کړې وه، چې د ایران په همکارۍ د افغانستان – ایران – اروپا د اورګاډي دهلېز فعالېدل به د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې لامل شي او د اروپا بازارونو ته به مستقیم لاسرسی ومومي.

ایران وايي چې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور د پېښې په تړاو څیړنې روانې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چېد تهران امنیتي ادارېپر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسله‌واله برید په دقیق ډول څیړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».

بقايي زیاته کړه چې یاد برید پر دوو افغان پناه غوښتونکو شوی او له پیل څخه یې د امنیتي ادارو له لوري په دقت څیړنه شوې او څیړنې لا هم روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ ، «موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې ټولنې یا د ټولنې د وګړو امنیت ته زیان ورسیږي».

بقايي د دوو افغان قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې دغه ډول اقدامات د محکومیت وړ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړو شويو سلما او کمال خان بندونو د ایران اوبه کمې کړې، خو تهران به یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي.

بقايي وویل: «د هلمند د اوبو حق یوه دایمي او مهمه موضوع ده چې زموږ د ډیپلوماتیکې چارې برخه جوړوي. دا موضوع یوازې په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د مختلفو ادارو په یوه ګډ کارګروپ کې څارل کیږي، چې د وزارتونو په ګډون د ایران د انرژۍ وزارت پکې مهم رول لري».

هغه ډاډ ورکړ چې ایران له ټولو شته ظرفیتونو ګټه اخليڅو افغان لورید اوبو د قانوني حق رعایتول تضمین کړي.