د طالبانو پلاوي د اسلامپالو او محصلانو د ایتلاف په درشل کې بنګله دېش ته سفر کړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي په دې وروستیو کې داسې مهال بنګله دېش ته سفر کړی، چې تازه ددغه هېواد د جماعت اسلامي ګوند او محصلانو ګوند نوی انتخاباتي ایتلاف جوړ کړی. بنګله دیشي چارواکو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور سفر شخصي بللی.
د طالبانو پلاوي، چې ددغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي رییس مفتي نور احمد نور په مشرۍ یې د ډسمبر پر ۲۶مه ډاکې ته سفر کړی، د بنګله دېش د جماعت اسلامي ګوند له مشرانو سره لیدنې کړې دي.
د شنونکو په باور، طالبان غواړي د بنګله دیش د راتلونکې فبروري له ټاکنو وړاندې ددغه هېواد له جماعت اسلامي او نورو مذهبي ګوندونو سره خپلې اړیکې ورغوي.
د بنګلهدېش-افغانستان د سوداګرۍ خونې رییس ابو صایم خالد فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې د نور احمد نور د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو پراخول هم وو.
د اسلامي حزب «خلافت مجلس» مشر مامونالحق وویل چې نور د بنګلهدېش په سفر کې د هغه مدرسه هم لیدلې ده.
هغه وویل: «دا یوه د درناوي لیدنه وه، ځکه موږ د هېواد له تر ټولو لویو مدرسو څخه یوه پرمخ وړو. هغه نورې مدرسې هم وکتلې».
د بنګلهدېش موقتي حکومت، چې د سولې نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس په مشرۍ په واک کې دی، تر اوسه د دغه سفر په اړه څه نه دي ویلي. د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې د نور سفر شخصي و.
د بنګلهدېش لوی اسلامي ګوند، جماعت اسلامي د حسینې د ۱۵ کلنې واکمنۍ پر مهال له بندیزونو او امنیتي عملیاتو وروسته غواړي د رسمي سیاست برخه شي.
د طالبانو او تر بندیز لاندې وسلهوالې ډلې «حرکت الجهاد الاسلامي بنګلهدېش» ترمنځ اوږدمهالې اړیکې شته، چې ځینو غړو یې د شوروي پر وړاندې په افغانستان کې جګړه کړې ده.
همدارنګه د «حفاظت الاسلام» مشرانو، چې د اسلامي مدرسو او ټولنو مهم ایتلاف دی، تېر کال افغانستان ته سفر کړی و او د طالبانو د حکومتدارۍ سیستم یې د قاعدو پر اساس منلی و.
د طالبانو ادارې تر اوسه د دې وژنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو مخالفین په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې مسوول طالبان ګڼي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن وویل، چې د تهران امنیتي ادارې پر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسلهواله برید په دقیق ډول څېړي.
بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چېد تهران امنیتي ادارېپر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسلهواله برید په دقیق ډول څیړي.
بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».
بقايي زیاته کړه چې یاد برید پر دوو افغان پناه غوښتونکو شوی او له پیل څخه یې د امنیتي ادارو له لوري په دقت څیړنه شوې او څیړنې لا هم روانې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ ، «موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې ټولنې یا د ټولنې د وګړو امنیت ته زیان ورسیږي».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړو شويو سلما او کمال خان بندونو د ایران اوبه کمې کړې، خو تهران به یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي.
بقايي وویل: «د هلمند د اوبو حق یوه دایمي او مهمه موضوع ده چې زموږ د ډیپلوماتیکې چارې برخه جوړوي. دا موضوع یوازې په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د مختلفو ادارو په یوه ګډ کارګروپ کې څارل کیږي، چې د وزارتونو په ګډون د ایران د انرژۍ وزارت پکې مهم رول لري».
هغه ډاډ ورکړ چې ایران له ټولو شته ظرفیتونو ګټه اخليڅو افغان لورید اوبو د قانوني حق رعایتول تضمین کړي.