• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د جوزجان ولایت په مرکز کې یې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د یاد وزارت په وینا، په دغه نندارتون کې په ۳۵ غرفو کې نږدې ۷۰ بېلابېل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸ نېټه وویل، چې د نندارتون په پرانېستونکو مراسمو کې ددې ډلې والي ګل شفق حیدر د کورنیو تولیداتو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې«د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسياینې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ ضروري دی».

نوموړی ویلي، چې دغه نندارتون د تولیدوونکو لپاره د خپل محصول د معرفي کولو او د بازار د پراختیا مهم فرصت دی.

طالبانو د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه له دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې ورته نندارتونونه جوړ کړي او د بهرنیو هېوادونو سوداګرو ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ترکي پانګه‌والو سره د اوبو او برېښنا د درېیو سترو پروژو په اړه خبرې کړې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور له ترکي پانګه‌والو سره په افغانستان کې د اوبو او برېښنا د سترو پروژو په برخه کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې کړې دي. دغه وزارت ویلي، چې ترکي شرکتونو د اوبو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي منصور د «کوتای انسات» ترکي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې د دغه شرکت له لوري د اوبو بندونو، برېښنا تولید او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا وستایله.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ترکي پانګه‌والو ته د پانګونې لپاره درې مهمې پروژې وړاندیز کړې، چې په‌کې د ګمبیري د اوبولګولو او برېښنا د تولید، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو او دارنګه له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.

خبرپاڼې د ښاغلي منصور په حوالې لیکلي، چې دغه وزارت به په یادو پروژو کې د پانګونې اسانتیاوو برابرولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي او د پروژو د عملي کېدو د چټکتیا لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي ناستو پر ترسره کېدو ټینګار کړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د «کوتای انسات» شرکت استازو هم د تخنیکي څېړنو، ارزونو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

ضمیر کابلوف: روسیه د افغان کارګرو د ګومارنې پلان نه‌لري

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو دا مهال د افغان کارګرو د ګومارنې لپاره کومه اغېزمنه او منظمه تګلاره نه‌لري او له همدې امله د هغوی پراخه ګومارنه ناشونې ده.

کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس (ریانووستي) ته ویلي: «د دې ګواښ شته، چې د کارګرو په منځ کې توندلاري هم وي.» د هغه په وینا؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې دوه‌اړخیزه تګلاره نه‌شته، چې د افغان کډوالو د کنټرول او څار ډاډ ورکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د طالبانو د کار وزارت تر دې وړاندې روسیې ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د یوه پلان د وړاندې کېدو خبر ورکړی و. همداراز په مسکو کې د طالبانو سفیر حسن ګل ویلي و، چې د طالبانو اداره له روسي چارواکو سره د کرنیزو کارونو لپاره د افغان کارګرو د ګومارنې په اړه خبرې کوي؛ خو لاتر اوسه پورې په دې برخه کې کومه هوکړه نه‌ده شوې.

ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) ریانووستي ته وویل، روسیه اوس مهال نه‌شي کولی افغان کډوال کارګر په پراخه کچه وګوماري؛ ځکه «نه د کنټرول لپاره مېکانېزم شته او نه هم تضمین او د دې شونتیا هم شته، چې د هغوی په منځ کې افراطي عناصر وي.»

هغه د راتلونکې په اړه وویل: «موږ فلټر، مقررات او څار ته اړتیا لرو. موږ نه‌شو کولای خپلې دروازې په بشپړ ډول پرانیزو. قانون اجازه نه راکوي، چې اقتصاد د داسې خلکو پر مخ خلاص کړو چې موږ یې پر کنټرول ډاډمن نه یو. دا مهال هېڅ اغېزمن تضمین یا مېکانېزم نه‌شته.»

کابلوف خبرداری ورکړی، که له افغانستان نه د کډوالو بهیر سم ونه څارل شي؛ نو کېدای شي «بېلابېل عناصر، حتا تخریبي کسان» په‌کې شامل وي. هغه زیاته کړه: «په راتلونکې کې د دې شونتیا شته؛ خو هر څه باید تر څار لاندې وي. دا مهال داسې کوم څه نه‌شته.»

په ورته وخت کې د طالبانو د کار وزارت (د غبرګولې په ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د سنټ‌پټرزبورګ د ۲۷م اقتصادي فورم په څنډه کې له خپل روسي سیال سره لیدلي او روسیې ته یې د افغان کارګرو د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه: هغه افغان کروندګر ملاتړ ته اړتیا لري چې پخوا یې کوکنار کرل

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر یوه نوې سروې ښيي، هغه افغان کروندګر چې پخوا یې د افغانستان په شمال کې کوکنار کرل؛ د خپلو ضایع شویو عایداتو د جبرانولو وس نه‌لري.

د دغه سازمان د راپور له مخې؛ په بدخشان، بلخ او کندوز ولایتونو کې ۸۵ سلنه کورنیو یا د کوکنارو د عاید پرته بل بدیل نه لاره او یا یې هم یوازې د هغې یوه برخه جبران کړې ده. د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر وايي، چې دغه وضعیت پر ځمکه‌والو او کروندګرو د اقتصادي ضربې ژور اغېز او د معیشت لپاره د هدفمند ملاتړ بېړنۍ اړتیا څرګندوي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په بدخشان او بلخ کې ۹۵سلنه کروندګرو د کوکنارو کرل درولي دي. په راپور کې د اسنادو پربنسټ راغلي، چې اوس د کوکنارو پرځای تر ډېره غلې دانې او په ځانګړې توګه غنم کرل کېږي؛ خو غنم د کوکنارو پرتله ارزانه او ټیټ ارزښت لرونکی محصول دی.

د دغه سازمان راپور چې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) خپور شو په‌کې راغلي، چې اقلیمي بدلون د افغان کروندګرو د معیشت پر وړاندې یو اضافي او جدي ګواښ دی.

د افغانستان په ختیځ کې؛ ملګري ملتونه تازه ستانه شویو ځوانانو ته مسلکي روزنې ورکوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د افغانستان د ځانګړي باور صندوق په مالي ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې کورنیو ته د سولري برېښنا سیستم برابروي او ځوانانو ته د ژوند مهارتونه او مسلکي روزنې ورکوي؛ څو دوی خپلې کورنۍ وساتي او د اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د یادې ادارې (UNHCR) په وینا؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۸ مېلیونه افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د دوی په وینا؛ ډېری راستنېدونکي کډوال له پېسو او د کور سامان پرته راستنېږي، چې تر ستنېدو وروسته د دوی پر وړاندې شته ستونزې له پراخوي.

د نوموړې ادارې په راپور کې راغلي، د دغه ستونزو د حل لپاره ملګري ملتونه د STFA په مالي مرسته د ختیځ افغانستان لپاره د «دایمي حل ګډه پروژه» پرمخ وړي. په راپور کې راغلي، دغه پروژه د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره اوږدمهاله حل لاره برابروي؛ څو هغوی وکولای شي د محرومیت او تبعیض پرته عادي ژوند وکړي.

راپور زیاتوي، د دغه پروژې په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو (د کار نړۍوال سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام، UNDP، د وکړو صندوق، UNHCR، د ماینونو د له‌منځه وړلو اداره، د ملګرو ملتونو ښځو اداره او UN-Habitat) د پرمختیایي پروګرامونو له لارې د بنسټیزو خدماتو، د دوامداره عاید لرونکو لارو او د ښځو ځواکمنتیا ته وده ورکوي. یو اېن ډي پي وایي، په ټولو فعالیتونو کې د ښځو او نجونو ځواکمنتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په راپور کې راغلي، ډېری راستنېدونکي ځوانان د کار د نشتوالي ستونزه لري. د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پرمخ وړي؛ ترڅو ځوانان اړین مهارتونه زده کړي، د کار بازار ته ورننوځي او یا خپل کاروبار پیل کړي.

د راپور له مخې؛ اوس مهال په سره رود ولسوالۍ کې ۲۰ ځوانان د څلورو میاشتو لپاره د موبایل د ترمیم روزنه ترلاسه کوي. یاده اداره وایي، زده‌کوونکي د اړتیاوو له مخې ټاکل شوي او هر یو یې د میاشتې شاوخوا ۷زره افغانۍ ترلاسه کوي.

د دغه ډلې یو زده‌کوونکي سیف‌الله وایي: «زه له پاکستان نه د خپلې کورنۍ سره راستون شوی یم. موږ زده کړل، چې خراب سکرینونه بدل کړو او هر ډول موبایلونه ترمیم کړو. په پای کې به هر زده‌کوونکی د ۷۰۰ ډالرو ارزښت لرونکې دستګاوې ترلاسه کړي؛ ترڅو خپل کاروبار پیل کړي.»

په یادې ولسوالۍ کې د سولري انرژۍ نصب او د بېټرۍ ترمیم د زده‌کړې پروګرام هم شته، چې په‌کې ګڼ زده‌کوونکي یې تازه راستانه شوي افغانان دي، چې په پاکستان کې په بېلابېلو کارونو بوخت وو.

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، د یادې پروژې موخه دا ده چې د ملګرو ملتونو هره اداره خپلې ځانګړې وړتیاوې وکاروي او د فعالیتونو د تکرار مخه ونیسي؛ ترڅو د خلکو اړتیاوې لومړیتوب ولري.

ایرانی چارواکی: په ایران کې د افغانانو پیسې د اقتصادي ودې او صادراتو لپاره یوه پانګه ده

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي وايي، په ایران کې د مېشتو افغانانو پیسې یوازې د دوی لپاره نه؛ بلکې د ایران لپاره هم ارزښتناکه پانګه ده. د هغه په خبره؛ د دې پرځای چې دغه پیسې له هېواده ووځي، باید د ایران د تولیداتو د پېر او د افغانستان لپاره د صادراتو د پراختیا په برخه کې ولګول شي.

غلام حسین مظفري ویلي، چې ایران د طالبانو سره د مستقیمو خبرو له لارې د سوداګرۍ لارې اسانه کړې دي. هغه وویل: «په پوله کې د مستقیمو خبرو اترو په ترسره کولو او د ګاونډیو چارواکو په کوربه‌توب مو د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره اوږدمهاله سرحدي ستونزې حل کړې».

مظفري دارنګه څرګنده کړه، چې د خراسان رضوي ولایت صادرات په روان کال کې ۳۶سلنه زیات شوي. هغه وویل، افغانستان ته د ایران صادرات اروپا ته د دغه هېواد د ټولو صادراتو څخه ډېر دي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي و، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري د ایران او اروپا ترمنځ تر ټولې سوداګرۍ زیات اهمیت لري.