• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان په ختیځ کې؛ ملګري ملتونه تازه ستانه شویو ځوانانو ته مسلکي روزنې ورکوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د افغانستان د ځانګړي باور صندوق په مالي ملاتړ د افغانستان په ختیځ کې کورنیو ته د سولري برېښنا سیستم برابروي او ځوانانو ته د ژوند مهارتونه او مسلکي روزنې ورکوي؛ څو دوی خپلې کورنۍ وساتي او د اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

د یادې ادارې (UNHCR) په وینا؛ یوازې په ۲۰۲۵کال کې له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان نه شاوخوا ۲.۸ مېلیونه افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د دوی په وینا؛ ډېری راستنېدونکي کډوال له پېسو او د کور سامان پرته راستنېږي، چې تر ستنېدو وروسته د دوی پر وړاندې شته ستونزې له پراخوي.

د نوموړې ادارې په راپور کې راغلي، د دغه ستونزو د حل لپاره ملګري ملتونه د STFA په مالي مرسته د ختیځ افغانستان لپاره د «دایمي حل ګډه پروژه» پرمخ وړي. په راپور کې راغلي، دغه پروژه د بې‌ځایه شویو خلکو لپاره اوږدمهاله حل لاره برابروي؛ څو هغوی وکولای شي د محرومیت او تبعیض پرته عادي ژوند وکړي.

راپور زیاتوي، د دغه پروژې په چوکاټ کې د ملګرو ملتونو (د کار نړۍوال سازمان، د کډوالۍ نړۍوال سازمان، د خوړو نړۍوال پروګرام، UNDP، د وکړو صندوق، UNHCR، د ماینونو د له‌منځه وړلو اداره، د ملګرو ملتونو ښځو اداره او UN-Habitat) د پرمختیایي پروګرامونو له لارې د بنسټیزو خدماتو، د دوامداره عاید لرونکو لارو او د ښځو ځواکمنتیا ته وده ورکوي. یو اېن ډي پي وایي، په ټولو فعالیتونو کې د ښځو او نجونو ځواکمنتیا ته ځانګړې پاملرنه شوې.

د ملګرو ملتونو د دغه ادارې په راپور کې راغلي، ډېری راستنېدونکي ځوانان د کار د نشتوالي ستونزه لري. د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره د تخنیکي او حرفوي زده‌کړو پروګرامونه پرمخ وړي؛ ترڅو ځوانان اړین مهارتونه زده کړي، د کار بازار ته ورننوځي او یا خپل کاروبار پیل کړي.

د راپور له مخې؛ اوس مهال په سره رود ولسوالۍ کې ۲۰ ځوانان د څلورو میاشتو لپاره د موبایل د ترمیم روزنه ترلاسه کوي. یاده اداره وایي، زده‌کوونکي د اړتیاوو له مخې ټاکل شوي او هر یو یې د میاشتې شاوخوا ۷زره افغانۍ ترلاسه کوي.

د دغه ډلې یو زده‌کوونکي سیف‌الله وایي: «زه له پاکستان نه د خپلې کورنۍ سره راستون شوی یم. موږ زده کړل، چې خراب سکرینونه بدل کړو او هر ډول موبایلونه ترمیم کړو. په پای کې به هر زده‌کوونکی د ۷۰۰ ډالرو ارزښت لرونکې دستګاوې ترلاسه کړي؛ ترڅو خپل کاروبار پیل کړي.»

په یادې ولسوالۍ کې د سولري انرژۍ نصب او د بېټرۍ ترمیم د زده‌کړې پروګرام هم شته، چې په‌کې ګڼ زده‌کوونکي یې تازه راستانه شوي افغانان دي، چې په پاکستان کې په بېلابېلو کارونو بوخت وو.

د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وایي، د یادې پروژې موخه دا ده چې د ملګرو ملتونو هره اداره خپلې ځانګړې وړتیاوې وکاروي او د فعالیتونو د تکرار مخه ونیسي؛ ترڅو د خلکو اړتیاوې لومړیتوب ولري.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

ایرانی چارواکی: په ایران کې د افغانانو پیسې د اقتصادي ودې او صادراتو لپاره یوه پانګه ده

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي وايي، په ایران کې د مېشتو افغانانو پیسې یوازې د دوی لپاره نه؛ بلکې د ایران لپاره هم ارزښتناکه پانګه ده. د هغه په خبره؛ د دې پرځای چې دغه پیسې له هېواده ووځي، باید د ایران د تولیداتو د پېر او د افغانستان لپاره د صادراتو د پراختیا په برخه کې ولګول شي.

غلام حسین مظفري ویلي، چې ایران د طالبانو سره د مستقیمو خبرو له لارې د سوداګرۍ لارې اسانه کړې دي. هغه وویل: «په پوله کې د مستقیمو خبرو اترو په ترسره کولو او د ګاونډیو چارواکو په کوربه‌توب مو د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره اوږدمهاله سرحدي ستونزې حل کړې».

مظفري دارنګه څرګنده کړه، چې د خراسان رضوي ولایت صادرات په روان کال کې ۳۶سلنه زیات شوي. هغه وویل، افغانستان ته د ایران صادرات اروپا ته د دغه هېواد د ټولو صادراتو څخه ډېر دي.

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي و، چې د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري د ایران او اروپا ترمنځ تر ټولې سوداګرۍ زیات اهمیت لري.

تېره ورځ تر ۵۰۰ ډېرې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۵۴۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرستې هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۴۰۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۵۰ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۴۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۱۹ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي، د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې یې پر ۴۰۰ کډوالو کورنیو ځمکې وېشلې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د کډوالو په ښارګوټي کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ په بریالیتوب ترسره شوه. د دغه وزارت په وینا؛ په دې لړ کې پر شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ځمکې وېشل شوې دي.

تر دې وړاندې په کندهار کې د طالبانو د کور او ښار جوړولو رییس عبدالمتین سعید ویلي و، دغه ښارګوټی ۳زره جریبه ځمکه لري چې په ۴زره کورنیو به ووېشل شي. هغه زیاته کړې وه، په دغه ښارګوټي کې روغتیایي، ښوونیزې او سوداګریزې اسانتیاوې موجودې دي.

له بل پلوه په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، چې په دې وروستیو کې د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستان نه تر ۱۶زره ډېرې کورنۍ راستنې شوې دي. د دغه ریاست مرستیال نعمت‌الله الفت ویلي، چې د کډوالو لپاره د تخته پل، دامان او ژړۍ ولسوالۍ ښارګوټو کې به شاوخوا ۱۵زره کورنۍ ځای پرځای شي.

د یاد وزارت په یوې بلې جلا خبرپاڼه کې راغلي، په لغمان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو کډوالۍ وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوې؛ د ځمکو د وېش عملي بهیر پیل او په منظم ډول روان دی.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي؛ په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ذاکر جلالي: د طالبانو او امریکا اړیکې په نوي پړاو کې د پراختیا فرصتونه لري

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي، د طالبانو او امریکا اوسنی تعامل ښيي چې اړیکې په رغونه او پراختیا کې له جدي خنډ پرته پرمخ تلای شي او د تېرې شل کلنې جمهوري دورې ستونزې باید د نوې همکارۍ پر لاره خنډ نه‌شي.

ذاکر جلالي پر اېکس پاڼه کاږلي:« دقیقاً د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د اشغال شل کلن دور یو استثنایي پړاو و. له دې پړاوه ورهاخوا د دواړو هېوادونو په اوسني تعامل کې داسې پړاو راغلی، چې د اړیکو په رغونه او پراختیا کې کوم جدي خنډ نه ليدل کېږي.»

هغه زیاته کړې، چې د کندهار هوايي ډګر او د هلمند کجکي بند په څېر سترې پراختیايي پروژې د امریکا مثبت رول په ښکاره توګه په ډاګه کوي. هغه ویلي:«د دوحې تاریخې هوکړې لاسلیک ښيي، چې دواړه لوريو کې پام وړ کچه عمل‌گرايي شته؛ څو د ماضي پاتې شوني د اړیکو پر وړاندې خنډ نه‌شي او د یوه واقع‌بینانه تګلارې په خپلولو سره د نوي پړاو په فرصتونو کار وشي.»

جلالي د طالبانو او امریکا د اړیکو په نوي پړاو کې د همکارۍ او پراختیا مثبت امکانات روښانه کړي او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د تېرو تېروتنو پر ځای د راتلونکو فرصتونو په کارولو تمرکز وکړي.

ایراني چارواکي: هر کال شاوخوا ۲۰زره کډوال په ایران کې د لیک او لوست مهارتونه زده کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۳ GMT+۰

د ایران د سواد د زده‌کړې ادارې چارواکي وايي، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې شاوخوا ۹۲۰زره افغان او عراقي کډوالو ته د لیک او لوست اسانتیاوې برابرې شوې او هر کال شاوخوا له ۱۸ تر ۲۲زره کډوال له بنسټیزو زده‌کړو برخمن کېږي.

د ایران د سواد د زده‌کړې ادارې مشر عبدالرضا فولادوند ویلي، ایران په تېرو ۴۵ کلونو کې نږدې ۹۲۰زره افغان او عراقي کډوالو ته د لیک او لوست زمینه برابره کړې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په دې برخه کې نړۍواله مرسته ډېره محدوده وه.

معلومات ښيي، هر کال شاوخوا له ۱۸ تر ۲۲زره کډوال د لیک او لوست پروګرامونو ته جذب کېږي چې ۹۴سلنه یې افغانان دي. د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو چارو مشر نادر یاراحمدي تېره میاشت وویل، چې په روان ښوونیز کال کې تر دې دمه ۳۲۰زره کډوال زده‌کوونکي په ښوونځیو کې شامل شوي دي.

هغه ویلي، چې په ښوونځیو کې د ناقانونه افغان کډوالو شمېر د تېر کال پرتله کم شوی. شمېرې ښيي، چې د ایران په ۶۰زره بهرنیو زده‌کوونکو کې شاوخوا ۲۰زره یې افغانان دي.

د ۱۳۹۵کال سرشمېرنې له مخې؛ د ۱۰ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکي کډوال شاوخوا ۴۰۰زره یې نالوستي وو، چې په ځانګړي ډول په تهران او سرحدي ولایتونو کې ډېره برخه یې افغانان دي.

هاخوا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له بیا پیل وروسته شاوخوا ۲.۲ مېلیونه نجونې له لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یونسکو خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه دوام وکړي؛ تر ۲۰۳۰کاله پورې به له زده‌کړو د بې‌برخه نجونو شمېر له ۴ مېلیونه واوړي.