• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنټ په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې په اړه د بې پرې څیړنو غوښتنه کړې ده. بېنټ ټینګار کړی، چې د جنرال اکرام الدین سریع او محمد امین الماس د وژنو عاملان باید وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.

رېچارډ بېنټ نن دوشنبه، د مرغومي پر ۲۸مه وویل، چې هغه په ​​ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو پر وژنې ژور اندېښمن دی.

په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو له وژنې شاوخوا پنځه ورځې تیرې شوې، خو ایران لا تر اوسه د دې موضوع په اړه د خپلو تحقیقاتو پایلې نه دي اعلان کړې.

د افغانستان د پولیسو پخوانی جنرال اکرام الدین سریع او د طالبانو ضد یو قوماندان محمد امین الماس د تیرې چارشنبې په ماښام د تهران په ولیعصر سیمه کې ووژل شول.

څلور میاشتې وړاندې جهادي قوماندان اسماعیل خان ته نږدې کس غلامي په مشهد ښار کې ووژل شو.

د طالبانو ادارې تر اوسه د دې وژنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د طالبانو مخالفین په تهران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د وژنې مسوول طالبان ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن وویل، چې د تهران امنیتي ادارې پر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسله‌واله برید په دقیق ډول څېړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د یو نیم میلیون ټنه کارګو د انتقال اټکل کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰

د ایران او طالبانو د ریل پټلۍ مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په راتلونکي ۱۴۰۵ کال کې به د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نیم میلیون ټنه کارګو ولېږدول شي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه د طالبانو او ایران د رېل پټلۍ د ادارو د مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړ.

ددې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي و، چې د خواف-هرات کوریډور فعالېدل به د افغانستان له اوږدمهاله اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

سفارت زياته کړې وه، چې د ایران په همکارۍ د افغانستان – ایران – اروپا د اورګاډي دهلېز فعالېدل به د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې لامل شي او د اروپا بازارونو ته به مستقیم لاسرسی ومومي.

ایران وايي چې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور د پېښې په تړاو څیړنې روانې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چېد تهران امنیتي ادارېپر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسله‌واله برید په دقیق ډول څیړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».

بقايي زیاته کړه چې یاد برید پر دوو افغان پناه غوښتونکو شوی او له پیل څخه یې د امنیتي ادارو له لوري په دقت څیړنه شوې او څیړنې لا هم روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ ، «موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې ټولنې یا د ټولنې د وګړو امنیت ته زیان ورسیږي».

بقايي د دوو افغان قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې دغه ډول اقدامات د محکومیت وړ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړو شويو سلما او کمال خان بندونو د ایران اوبه کمې کړې، خو تهران به یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي.

بقايي وویل: «د هلمند د اوبو حق یوه دایمي او مهمه موضوع ده چې زموږ د ډیپلوماتیکې چارې برخه جوړوي. دا موضوع یوازې په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د مختلفو ادارو په یوه ګډ کارګروپ کې څارل کیږي، چې د وزارتونو په ګډون د ایران د انرژۍ وزارت پکې مهم رول لري».

هغه ډاډ ورکړ چې ایران له ټولو شته ظرفیتونو ګټه اخليڅو افغان لورید اوبو د قانوني حق رعایتول تضمین کړي.

د اسلام کلا له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانان ستانه شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وايي، چې سږ کال په نهو میاشتو کې یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانان د تایباد ولسوالۍ د دوغارون – اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. ایراني چارواکي وايي، تېر کال هم ۶۸۰ زره افغانان له دې لارې افغانستان ته ستانه شوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د امنیت او نظم مرستیال امیرالله شمقدري د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۶مه وویل، چې تېر کال هم د دوغارون د ځمکنۍ پولې له لارې په ټوله کې ۶۸۰ زره افغان کډوال ستانه شوي وو.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال شاوخوا ۳۸۰ زره افغانان په قانوني اسنادو په دغه ولایت، په ځانګړې توګه په مشهد کې ژوند کوي.

د خراسان رضوي د امنیت او نظم مرستیال وايي، چې د دوغارون په پوله کې د افغانانو د بایومیټریک څارنه فعاله شوې ده.

هغه وویل، چې د مسافرو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت سیسټم د افغانانو د تګ او راتګ او استوګنې په تثبیتولو کې له دوی سره ډېره مرسته کوي.

شمقدري وویل، چې ژر به د ټولو افغانانو د بایومیټریک معلوماتو ثبت د شهید هاشمي نژاد هوايي ډګر ته هم وغځول شي.

هغه زیاته کړې، چې د مشهد په هوايي ډګر کې د بهرنیو اتباعو د بایومیټریک معلوماتو ثبت به د هغوی د استوګنې، اقامت، تګ راتګ او کار کولو وضعیت په ښه توګه کره کړي.

په جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د جوزجان ولایت په مرکز کې یې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د یاد وزارت په وینا، په دغه نندارتون کې په ۳۵ غرفو کې نږدې ۷۰ بېلابېل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸ نېټه وویل، چې د نندارتون په پرانېستونکو مراسمو کې ددې ډلې والي ګل شفق حیدر د کورنیو تولیداتو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې«د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسياینې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ ضروري دی».

نوموړی ویلي، چې دغه نندارتون د تولیدوونکو لپاره د خپل محصول د معرفي کولو او د بازار د پراختیا مهم فرصت دی.

طالبانو د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه له دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې ورته نندارتونونه جوړ کړي او د بهرنیو هېوادونو سوداګرو ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو له ترکي پانګه‌والو سره د اوبو او برېښنا د درېیو سترو پروژو په اړه خبرې کړې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور له ترکي پانګه‌والو سره په افغانستان کې د اوبو او برېښنا د سترو پروژو په برخه کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې کړې دي. دغه وزارت ویلي، چې ترکي شرکتونو د اوبو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي منصور د «کوتای انسات» ترکي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې د دغه شرکت له لوري د اوبو بندونو، برېښنا تولید او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا وستایله.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ترکي پانګه‌والو ته د پانګونې لپاره درې مهمې پروژې وړاندیز کړې، چې په‌کې د ګمبیري د اوبولګولو او برېښنا د تولید، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو او دارنګه له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.

خبرپاڼې د ښاغلي منصور په حوالې لیکلي، چې دغه وزارت به په یادو پروژو کې د پانګونې اسانتیاوو برابرولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي او د پروژو د عملي کېدو د چټکتیا لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي ناستو پر ترسره کېدو ټینګار کړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د «کوتای انسات» شرکت استازو هم د تخنیکي څېړنو، ارزونو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.