• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د یو نیم میلیون ټنه کارګو د انتقال اټکل کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۲ GMT+۰تازه شوی: ۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۷ GMT+۰

د ایران او طالبانو د ریل پټلۍ مشرانو د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ، چې په راتلونکي ۱۴۰۵ کال کې به د خواف-هرات رېل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو نیم میلیون ټنه کارګو ولېږدول شي.

په کابل کې د ایران سفارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه د طالبانو او ایران د رېل پټلۍ د ادارو د مشرانو ترمنځ د لیدنې خبر ورکړ.

ددې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

له دې وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي و، چې د خواف-هرات کوریډور فعالېدل به د افغانستان له اوږدمهاله اقتصادي ثبات سره مرسته وکړي.

سفارت زياته کړې وه، چې د ایران په همکارۍ د افغانستان – ایران – اروپا د اورګاډي دهلېز فعالېدل به د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې لامل شي او د اروپا بازارونو ته به مستقیم لاسرسی ومومي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ایران وايي چې د جنرال اکرام الدین سریع د ترور د پېښې په تړاو څیړنې روانې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چېد تهران امنیتي ادارېپر دوو افغان پناه غوښتونکو جنرال اکرام الدین سریع او د هغه پر همکار وسله‌واله برید په دقیق ډول څیړي.

بقايي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د هر هغه اقدام پر وړاندې چې زموږ د ټولنې امنیت ته خطر پېښ کړي، حساس یو او په کلکه یې مخه نیسو. د ایران د هر وګړي، که پناه غوښتونکی وي، که مسافر یا په بل نامه، امنیت زموږ لپاره له هر څه مهم دی».

بقايي زیاته کړه چې یاد برید پر دوو افغان پناه غوښتونکو شوی او له پیل څخه یې د امنیتي ادارو له لوري په دقت څیړنه شوې او څیړنې لا هم روانې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ ، «موږ هیڅکله اجازه نه ورکوو چې ټولنې یا د ټولنې د وګړو امنیت ته زیان ورسیږي».

بقايي د دوو افغان قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې او یادونه یې کړې، چې دغه ډول اقدامات د محکومیت وړ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په هلمند سیند کې د ایران د اوبو د حق په اړه وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا جوړو شويو سلما او کمال خان بندونو د ایران اوبه کمې کړې، خو تهران به یوازې په څرګندونو بسنه ونه کړي.

بقايي وویل: «د هلمند د اوبو حق یوه دایمي او مهمه موضوع ده چې زموږ د ډیپلوماتیکې چارې برخه جوړوي. دا موضوع یوازې په بهرنیو چارو وزارت پورې اړه نه لري، بلکې د مختلفو ادارو په یوه ګډ کارګروپ کې څارل کیږي، چې د وزارتونو په ګډون د ایران د انرژۍ وزارت پکې مهم رول لري».

هغه ډاډ ورکړ چې ایران له ټولو شته ظرفیتونو ګټه اخليڅو افغان لورید اوبو د قانوني حق رعایتول تضمین کړي.

د اسلام کلا له لارې افغانستان ته یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانان ستانه شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي ولایت چارواکي وايي، چې سږ کال په نهو میاشتو کې یو میلیون او ۱۰۰ زره افغانان د تایباد ولسوالۍ د دوغارون – اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. ایراني چارواکي وايي، تېر کال هم ۶۸۰ زره افغانان له دې لارې افغانستان ته ستانه شوي.

د ایران د خراسان رضوي ولایت د امنیت او نظم مرستیال امیرالله شمقدري د دوشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۶مه وویل، چې تېر کال هم د دوغارون د ځمکنۍ پولې له لارې په ټوله کې ۶۸۰ زره افغان کډوال ستانه شوي وو.

هغه زیاته کړه، چې اوس مهال شاوخوا ۳۸۰ زره افغانان په قانوني اسنادو په دغه ولایت، په ځانګړې توګه په مشهد کې ژوند کوي.

د خراسان رضوي د امنیت او نظم مرستیال وايي، چې د دوغارون په پوله کې د افغانانو د بایومیټریک څارنه فعاله شوې ده.

هغه وویل، چې د مسافرو د بایومیټریک معلوماتو د ثبت سیسټم د افغانانو د تګ او راتګ او استوګنې په تثبیتولو کې له دوی سره ډېره مرسته کوي.

شمقدري وویل، چې ژر به د ټولو افغانانو د بایومیټریک معلوماتو ثبت د شهید هاشمي نژاد هوايي ډګر ته هم وغځول شي.

هغه زیاته کړې، چې د مشهد په هوايي ډګر کې د بهرنیو اتباعو د بایومیټریک معلوماتو ثبت به د هغوی د استوګنې، اقامت، تګ راتګ او کار کولو وضعیت په ښه توګه کره کړي.

په جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د جوزجان ولایت په مرکز کې یې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانېستی دی. د یاد وزارت په وینا، په دغه نندارتون کې په ۳۵ غرفو کې نږدې ۷۰ بېلابېل کورني تولیدات او محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸ نېټه وویل، چې د نندارتون په پرانېستونکو مراسمو کې ددې ډلې والي ګل شفق حیدر د کورنیو تولیداتو پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې«د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسياینې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ ضروري دی».

نوموړی ویلي، چې دغه نندارتون د تولیدوونکو لپاره د خپل محصول د معرفي کولو او د بازار د پراختیا مهم فرصت دی.

طالبانو د کورنیو تولیداتو لپاره د بازار موندنې په موخه له دې وړاندې هم په کابل او ولایتونو کې ورته نندارتونونه جوړ کړي او د بهرنیو هېوادونو سوداګرو ته یې د ګډون بلنه ورکړې ده.

طالبانو له ترکي پانګه‌والو سره د اوبو او برېښنا د درېیو سترو پروژو په اړه خبرې کړې دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور له ترکي پانګه‌والو سره په افغانستان کې د اوبو او برېښنا د سترو پروژو په برخه کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې کړې دي. دغه وزارت ویلي، چې ترکي شرکتونو د اوبو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ښودلې.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي منصور د «کوتای انسات» ترکي شرکت له مسوولینو سره په لیدنه کې د دغه شرکت له لوري د اوبو بندونو، برېښنا تولید او د اوبو رسولو په پروژو کې د پانګونې لېوالتیا وستایله.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیدنه کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ترکي پانګه‌والو ته د پانګونې لپاره درې مهمې پروژې وړاندیز کړې، چې په‌کې د ګمبیري د اوبولګولو او برېښنا د تولید، له صیاد څخه تر نوي کابل پورې د اوبو رسولو او دارنګه له للندر شاتوت څخه تر کابل پورې د اوبو رسولو پروژې شاملې دي.

خبرپاڼې د ښاغلي منصور په حوالې لیکلي، چې دغه وزارت به په یادو پروژو کې د پانګونې اسانتیاوو برابرولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي او د پروژو د عملي کېدو د چټکتیا لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ د تخنیکي ناستو پر ترسره کېدو ټینګار کړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د «کوتای انسات» شرکت استازو هم د تخنیکي څېړنو، ارزونو او د پانګونې د راتلونکو پړاوونو پرمخ وړلو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او له اوبو او انرژۍ وزارت سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

ضمیر کابلوف: روسیه د افغان کارګرو د ګومارنې پلان نه‌لري

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو دا مهال د افغان کارګرو د ګومارنې لپاره کومه اغېزمنه او منظمه تګلاره نه‌لري او له همدې امله د هغوی پراخه ګومارنه ناشونې ده.

کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس (ریانووستي) ته ویلي: «د دې ګواښ شته، چې د کارګرو په منځ کې توندلاري هم وي.» د هغه په وینا؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې دوه‌اړخیزه تګلاره نه‌شته، چې د افغان کډوالو د کنټرول او څار ډاډ ورکړي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د طالبانو د کار وزارت تر دې وړاندې روسیې ته د افغان کارګرو د لېږد لپاره د یوه پلان د وړاندې کېدو خبر ورکړی و. همداراز په مسکو کې د طالبانو سفیر حسن ګل ویلي و، چې د طالبانو اداره له روسي چارواکو سره د کرنیزو کارونو لپاره د افغان کارګرو د ګومارنې په اړه خبرې کوي؛ خو لاتر اوسه پورې په دې برخه کې کومه هوکړه نه‌ده شوې.

ضمیر کابلوف د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) ریانووستي ته وویل، روسیه اوس مهال نه‌شي کولی افغان کډوال کارګر په پراخه کچه وګوماري؛ ځکه «نه د کنټرول لپاره مېکانېزم شته او نه هم تضمین او د دې شونتیا هم شته، چې د هغوی په منځ کې افراطي عناصر وي.»

هغه د راتلونکې په اړه وویل: «موږ فلټر، مقررات او څار ته اړتیا لرو. موږ نه‌شو کولای خپلې دروازې په بشپړ ډول پرانیزو. قانون اجازه نه راکوي، چې اقتصاد د داسې خلکو پر مخ خلاص کړو چې موږ یې پر کنټرول ډاډمن نه یو. دا مهال هېڅ اغېزمن تضمین یا مېکانېزم نه‌شته.»

کابلوف خبرداری ورکړی، که له افغانستان نه د کډوالو بهیر سم ونه څارل شي؛ نو کېدای شي «بېلابېل عناصر، حتا تخریبي کسان» په‌کې شامل وي. هغه زیاته کړه: «په راتلونکې کې د دې شونتیا شته؛ خو هر څه باید تر څار لاندې وي. دا مهال داسې کوم څه نه‌شته.»

په ورته وخت کې د طالبانو د کار وزارت (د غبرګولې په ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د دغه وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د سنټ‌پټرزبورګ د ۲۷م اقتصادي فورم په څنډه کې له خپل روسي سیال سره لیدلي او روسیې ته یې د افغان کارګرو د لېږد په اړه خبرې کړې دي.