• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ او نتنیاهو کتنه؛ دا کتنه په غزه کې د اوربند د «دویم پړاو» پر راتلونکي تمرکز لري

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۹ GMT+۰

ټاکل شوې ده، چې د امریکا ولسمشر او د اسراییل لومړی وزیر نن په فلوریډا کې سره وګوري؛ دغه ناسته به په غزه کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو د «دویم پړاو» پر راتلونکي تمرکز ولري. د باخبره چارواکو په وینا، دغه پړاو له جدي اختلافاتو او ټولو خواوو ته د سیاسي درنو لګښتونو سره مخ دی.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له‌مخې، په دې کتنه کې به ټرمپ او نتنیاهو د سولې د هغه طرحې پر پرمختګ خبرې وکړي، چې له اکټوبر میاشتې راهیسې د اسراییل او غزې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره عملي کېږي.
که څه هم د دې طرحې لومړی پړاو عملي شوی، خو ټرمپ غواړي دویم پړاو ته داخل شي؛ هغه پړاو چې ډېر پېچلی بلل کېږي.
د باخبره سرچینو په وینا، دویم پړاو د حماس بې‌وسلې کول، د غزې بیارغونه او له جګړې وروسته د دې سیمې د حکومتدارۍ د میکانیزم ټاکل شامل دي.
خو اسراییل د دې پړاو د پیل شرط دا اېښی، چې د غزې له تړانګې د وروستي وژل شوي یرغمل پاتې شوني بېرته وروسپارل شي؛ هغه غوښتنه چې د درېیو اسراییلي سرچینو په وینا، د دې هېواد چارواکي پخپله هم پوهېږي چې ښايي حماس یې په بشپړ ډول پلي نه‌شي کړای.
په همدې حال کې حماس اعلان کړی، چمتو دی چې د خپلو وسلو د «ساتنې یا کنګل کولو» په اړه خبرې وکړي، خو دا لا روښانه نه ده چې دا وړاندیز به وکولای شي د اسراییل هغه غوښتنه پوره کړي، چې غواړي حماس باید بشپړ بې‌وسلو شي.
یوه مصري چارواکي مخکې سي‌اېن‌اېن ته ویلي وو: «دویم پړاو یوازې د یوې موضوع له امله نه دی درېدلی؛ بلکې ځکه بند پاتې دی چې د دې هر ګام د غزې راتلونکی ټاکي او ښکېل لوري لا هم نه‌دي چمتو چې د وروستي پرېکړه‌لیک سیاسي بیه ورکړي.»

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۴

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۵

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د ای ایس ای پخواني مشر د ۱۴ کلن بند سزا د بیاکتنې غوښتنه کړې ده

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰
100%

د پاکستان د څارګرې ادارې پخواني مشر فیض حمید د پوځي محکمې د ۱۴ کلن بند اورولو د پریکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده. د فیض وکیل ویلي، چې د هغه د موکل د استیناف طلبۍ په اړه وروستۍ پریکړه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر کوي.

د فیض حمید وکیل علي اشفاق د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې د بیاکتنې غوښتنه د پاکستاني پوځ د اداري مرستیال سکرتر دفتر ته سپارل شوې ده.

د نوموړي په وینا، که د بیاکتنې یا استیناف غوښتنه د پوځي محکمې له خوا ونه منل شي نو دا ممکنه ده چې د اسلام اباد عالي محکمې او بیا د پاکستان سترې محکمې ته مراجعه وشي.

فیض حمید د لیندۍ پر ۱۰مه د پوځي محکمې له خوا په ۱۴ کاله بند او سخت کار محکوم شو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په وینا، دا پروسه د ۱۴۰۳ کال د زمري پر ۱۲مه د پوځ د قانون پربنسټ پیل شوې وه.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې فیض حمید په څلورو مواردو کې مجرم پیژندل شوی و، چې د محرمیت له قوانینو سرغړونه، په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخیستل، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او نورو ته زیان رسول پکې شامل دي.

پوځ زیاته کړې وه، چې په سیاسي بې ثباتۍ او نورو مسالو کې د هغه د رول په اړه جلا تحقیقات روان دي.

په ترکیه کې د پولیسو او داعش ترمنځ نښته کې درې پولیس او شپږ داعشیان وژل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۰
100%

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې د هېواد په شمال لوېدیځ کې یې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې درې ترکي پولیس افسران او شپږ وسله‌وال وژل شوي دي. مرګ ژوبله د دوشنبې په ورځ په یالووا ښار کې د عملیاتو پرمهال شوې.

چارواکو ویلي، دا عملیات یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي، چې ترکي پولیسو د کرسمس او نوي کال پر مراسمو د احتمالي بریدونو د پلان په تور له ۱۰۰ ډېر شکمن داعش غړي ونیول.

د دوشنبې په سهار هم د هېواد په کچه له ۱۰۰ زیات ځایونه تلاشي شوي دي.

د رېوټرز د عکاس په وینا، پولیسو د یالووا په یاد کور کې د شپې له خوا عملیات پیل کړل، ځکه شک کېده چې وسله‌وال پکې پټ دي. نښته نږدې اته ساعته روانه وه او د عملیاتو پر مهال د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

یرلیکایا ویلي، ټول هغه داعش وسله‌وال چې په نښته کې وژل شوي، د ترکیې وګړي وو.

هغه همداراز وویل چې له یاد کور څخه پنځه ښځې او شپږ ماشومان ژوندي ایستل شوي دي.

د ترکیې حکومت سږ کال د داعش پر ضد عملیات زیات کړي، ځکه دا ډله یو ځل بیا په نړیواله کچه د امنیتي اندېښنو لامل ګرځېدلې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د داعش ۱۳۸ شکمن غړي نیول شوي او د دوشنبې په ورځ په ۱۵ ولایتونو کې په ۱۰۸ ځایونو کې هم‌مهاله عملیات شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اېکس د وژل شویو پولیسو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغام ورکړی او ویلي یې دي، د هغو «وینه بهوونکو مجرمینو» پر ضد مبارزه به دوام ولري، چې د خلکو امنیت او د دولت ثبات ګواښي.

ترکي چارواکي یادونه کوي چې داعش ډلې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په ترکیه کې پر ملکي هدفونو خونړي بریدونه کړي وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو. له هغې مودې وروسته، د دوامدارو امنیتي عملیاتو له امله، دا ډول بریدونه کم شوي دي.

چین د تایوان پر شاوخوا د تاریخ تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰
100%

چین د دوشنبې په ورځ د تایوان شاوخوا خپل تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل او موخه یې دا ښودل دي چې بېجینګ کولی شي د احتمالي شخړې پر مهال تایوان له بهرني ملاتړه بې برخې کړي. تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

د چین د ختیزې جګړه‌ییزې قوماندانۍ په وینا، په «عدالت ماموریت ۲۰۲۵» تمرینونو کې ځمکني ځواکونه، جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې او توپخانې ځای پر ځای شوي دي.

دغه تمرینونه د تایوان بشپړه محاصره، پر ځمکنيو او سمندري هدفونو ژوندۍ ډزې او د ټاپو د مهمو بندرونو د بندولو سناریوګانې رانغاړي.

د چین د سمندري خوندیتوب ادارې ویلي چې ژوندۍ ډزې به د سې‌شنبې تر ورځې پورې په اوو بې‌سارې پراخو سمندري زونونو کې روانې وي، چې دا د چین تر ټولو لوی تمرینونه بلل کېږي او ځینې سیمې یې د پخوا په پرتله تایوان ته نږدې دي.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې د دوشنبې سهار د ټاپو په ختیزو اوبو کې د دوو ساعتونو لپاره یو اضافي تمرین هم شوی، چې چین یې له مخکې اعلان نه و کړی.

د تایوان ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغو تمرینونو له امله به تر ۱۰۰ زره زیات مسافر د الوتنو له ځنډ سره مخ شي او شاوخوا ۸۰ کورنۍ الوتنې به لغوه شي.

تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي تر سفر وروسته، دا له۲۰۲۲ کال راهیسې د چین شپږم ستر پوځي تمرین دی.

وروستي تمرینونه د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي له دغو څرګندونو وروسته کېږي، چې پر تایوان د چین برید ښايي د توکیو پوځي غبرګون راوپاروي.

تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

د ټرمپ او زېلېنسکي خبرې لاهم له جدي اختلافاتو سره مل دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰
100%

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ په وروستیو خبرو کې د امنیتي تضمینونو په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د هوکړې هڅې لا هم د نیول شویو ځمکو پر سر له جدي اختلافاتو سره مل دي.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ له زېلېنسکي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته «ډېر نږدې» شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم «ستونزمن او حساس مسایل» شته.

د اوکراین ولسمشر وویل، چې د سولې د شل ټکي وړاندیز له مهمو موضوعاتو څخه دوه لا هم نه دي حل شوي او دا د زاپوریژیا اټومي بټۍ برخلیک او د دونباس سیمې راتلونکی دی، چې دمګړۍ د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

زېلېنسکي خبریالانو ته وویل: «یوازې دوه پوښتنې پاتې دي؛ اټومي بټۍ به څنګه فعالیت کوي او د سیمو مساله به څنګه حل کېږي».

په ورته وخت کې د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، چې اوکراین بایدپه دونباس کې له هغو برخو خپل ځواکونه وباسي چې لا یې هم تر کنټرول لاندې دي. هغه خبرداری ورکړ، چې که کییف دې شرط ته غاړه کېنږدي، نو ښايي نورې سیمې هم له لاسه ورکړي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ د امنیتي تضمینونو په اړه هم خبرې شوې دي.

زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې یو دوه‌اړخیز تفاهم ته رسېدلي، خو ټرمپ وویل چې دا هوکړه «۹۵ سلنه بشپړه» ده.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې له ټرمپ څخه یې غوښتي امنیتي تضمینونه دې اوږدمهاله وي، ان تر ۵۰ کلونو پورې. ټرمپ ویلي، چې تمه لري اروپايي هېوادونه به د امریکا په ملاتړ د امنیتي تضمینونو لویه برخه پر غاړه واخلي، خو روسیې ټینګار کړی چې په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کېدل نه مني.

سره له دې چې د سولې خبرې روانې دي، پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري.

د خبرو تر پیل وړاندې، روسیې پر اوکراین سخت بریدونه وکړل. د دوشنبې په ورځ د کیېف لویې برخې د بریښنا له پرې کېدو سره مخ شوې، په داسې حال کې چې هوا تر صفر درجې ښکته وه.

امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر ور کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۰
100%

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو په برخه کې د دوه میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو یاد چارواکي ویلي، چې دغه دوه میلیارد ډالره مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره وکارول شي، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د متحده ایالاتو ټوله بشري مرسته شاوخوا ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د نړۍ د ټولیزو مرستو شاوخوا ۱۴،۸ سلنه برخه جوړوي.

دا کچه تیر کال ۱۴،۱ میلیارد ډالره وه او په ۲۰۲۲ کې یې تر ۱۷،۲ میلیارد ډالرو پورې لوړه کچه درلوده.

د دسمبر میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۸۷ میلیونه خلکو د ملاتړ په موخه ۲۳ میلیارد ډالره مرستې وغوښتې، چې د ۲۰۲۵ کال د ۴۷ میلیارد ډالرو غوښتنې نیمایي دي.

سږکال متحده ایالاتو او د جرمني په څېر مخکښو غربي مرستندویانو خپلې مرستې کمې کړې، ځکه د دفاعي بودجو پر زیاتوالي یې تمرکز کړی دی.