• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین د تایوان پر شاوخوا د تاریخ تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

چین د دوشنبې په ورځ د تایوان شاوخوا خپل تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل او موخه یې دا ښودل دي چې بېجینګ کولی شي د احتمالي شخړې پر مهال تایوان له بهرني ملاتړه بې برخې کړي. تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

د چین د ختیزې جګړه‌ییزې قوماندانۍ په وینا، په «عدالت ماموریت ۲۰۲۵» تمرینونو کې ځمکني ځواکونه، جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې او توپخانې ځای پر ځای شوي دي.

دغه تمرینونه د تایوان بشپړه محاصره، پر ځمکنيو او سمندري هدفونو ژوندۍ ډزې او د ټاپو د مهمو بندرونو د بندولو سناریوګانې رانغاړي.

د چین د سمندري خوندیتوب ادارې ویلي چې ژوندۍ ډزې به د سې‌شنبې تر ورځې پورې په اوو بې‌سارې پراخو سمندري زونونو کې روانې وي، چې دا د چین تر ټولو لوی تمرینونه بلل کېږي او ځینې سیمې یې د پخوا په پرتله تایوان ته نږدې دي.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې د دوشنبې سهار د ټاپو په ختیزو اوبو کې د دوو ساعتونو لپاره یو اضافي تمرین هم شوی، چې چین یې له مخکې اعلان نه و کړی.

د تایوان ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغو تمرینونو له امله به تر ۱۰۰ زره زیات مسافر د الوتنو له ځنډ سره مخ شي او شاوخوا ۸۰ کورنۍ الوتنې به لغوه شي.

تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي تر سفر وروسته، دا له۲۰۲۲ کال راهیسې د چین شپږم ستر پوځي تمرین دی.

وروستي تمرینونه د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي له دغو څرګندونو وروسته کېږي، چې پر تایوان د چین برید ښايي د توکیو پوځي غبرګون راوپاروي.

تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ او زېلېنسکي خبرې لاهم له جدي اختلافاتو سره مل دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ په وروستیو خبرو کې د امنیتي تضمینونو په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د هوکړې هڅې لا هم د نیول شویو ځمکو پر سر له جدي اختلافاتو سره مل دي.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ له زېلېنسکي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته «ډېر نږدې» شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم «ستونزمن او حساس مسایل» شته.

د اوکراین ولسمشر وویل، چې د سولې د شل ټکي وړاندیز له مهمو موضوعاتو څخه دوه لا هم نه دي حل شوي او دا د زاپوریژیا اټومي بټۍ برخلیک او د دونباس سیمې راتلونکی دی، چې دمګړۍ د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

زېلېنسکي خبریالانو ته وویل: «یوازې دوه پوښتنې پاتې دي؛ اټومي بټۍ به څنګه فعالیت کوي او د سیمو مساله به څنګه حل کېږي».

په ورته وخت کې د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، چې اوکراین بایدپه دونباس کې له هغو برخو خپل ځواکونه وباسي چې لا یې هم تر کنټرول لاندې دي. هغه خبرداری ورکړ، چې که کییف دې شرط ته غاړه کېنږدي، نو ښايي نورې سیمې هم له لاسه ورکړي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ د امنیتي تضمینونو په اړه هم خبرې شوې دي.

زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې یو دوه‌اړخیز تفاهم ته رسېدلي، خو ټرمپ وویل چې دا هوکړه «۹۵ سلنه بشپړه» ده.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې له ټرمپ څخه یې غوښتي امنیتي تضمینونه دې اوږدمهاله وي، ان تر ۵۰ کلونو پورې. ټرمپ ویلي، چې تمه لري اروپايي هېوادونه به د امریکا په ملاتړ د امنیتي تضمینونو لویه برخه پر غاړه واخلي، خو روسیې ټینګار کړی چې په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کېدل نه مني.

سره له دې چې د سولې خبرې روانې دي، پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري.

د خبرو تر پیل وړاندې، روسیې پر اوکراین سخت بریدونه وکړل. د دوشنبې په ورځ د کیېف لویې برخې د بریښنا له پرې کېدو سره مخ شوې، په داسې حال کې چې هوا تر صفر درجې ښکته وه.

امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر ور کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو په برخه کې د دوه میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو یاد چارواکي ویلي، چې دغه دوه میلیارد ډالره مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره وکارول شي، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د متحده ایالاتو ټوله بشري مرسته شاوخوا ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د نړۍ د ټولیزو مرستو شاوخوا ۱۴،۸ سلنه برخه جوړوي.

دا کچه تیر کال ۱۴،۱ میلیارد ډالره وه او په ۲۰۲۲ کې یې تر ۱۷،۲ میلیارد ډالرو پورې لوړه کچه درلوده.

د دسمبر میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۸۷ میلیونه خلکو د ملاتړ په موخه ۲۳ میلیارد ډالره مرستې وغوښتې، چې د ۲۰۲۵ کال د ۴۷ میلیارد ډالرو غوښتنې نیمایي دي.

سږکال متحده ایالاتو او د جرمني په څېر مخکښو غربي مرستندویانو خپلې مرستې کمې کړې، ځکه د دفاعي بودجو پر زیاتوالي یې تمرکز کړی دی.

اوکراین د روسیې خانسکایا پوځي هوايي ډګر په نښه کړی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۰

د روسیې په سویلي ښار مایکوپ کې د خانسکایا پوځي هوايي ډګر په سیمه کې د څو چاودنو راپور ورکړل شوی. د مایکوپ ښار اوسېدونکو رسنیو ته منلې، چې د خانسکایا هوايي ډګر شاوخوا یې د چاودنو غږونه اورېدلي او ورسره هم‌مهاله د روسیې دفاعي هوایي سیسټم هم فعال شوی.

د راپورونو له مخې؛ دغه ښار د اوکراین له پولې شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره او د زاپوریژیا له کنټرول لاندې سیمو شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره لرې پروت دی. ورته مهال د روسیې لویدیځ ټولا ایالت کې د بالیستیک توغندیو د احتمالي برید په اړه د خطر زنګونه کړنګېدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت وروسته ادعا وکړه، چې د ډسمبر په ۲۸مې او ۲۹مې یې ۸۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي؛ خو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوې او اوکراین هم لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شنونکي وايي، اوکراین په دوامداره توګه د روسيې پوځي اهداف په نښه کوي؛ ترڅو د مسکو د جګړې وړتیا کمه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې بریدونه لاهم دوام لري.

واشنګټن پوسټ: چین په چټکۍ سره خپل اټومي مرکزونه پراخوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د واشنګټن پوسټ د تازه راپور له مخې؛ چین په چټکۍ سره د هغو پټو مرکزونو شبکه پراخوي، چې د اټومي توغندیو د مرکزي برخو د تولید لپاره کارول کېږي او د اټومي وسلو د پراختیا لړۍ یې د نورو هېوادونو پرتله ګړندۍ کړې ده.

د واشنګټن پوسټ دغه راپور د سپوږمکۍ پر مټ اخیستل شویو انځورونو، د کارپوهانو څرګندونو او رسمي اسنادو پر بنسټ جوړ شوی او ویل شوي، چې دغه بدلونونو د بیجېنګ هڅې ګړندۍ کړې؛ ترڅو د هر برید پر وړاندې د چټک غبرګون وړتیا زیاته کړي او د اټومي شخړې د ګواښ کچه د پام وړ لوړه کړي.

راپور زیاتوي: «په دغه جوړښتونو کې د هغو پټو مرکزونو پراخې شوې ودانۍ هم شاملې دي، چې د اټومي توغندیو د مرکزي برخو د ډیزاین او تولید مسوولیت په غاړه لري لري. دارنګه د هغو کارخونو پراختیا چې اټومي چاودېدونکي توکي تولیدوي هم د دغه جوړښتونو برخه دي.»

شنونکي وایي: «دا ناشونې ده، چې چین به په نږدې راتلونکي کې د امریکا له اټومي وسلو سره چې اټکل کېږي شاوخوا ۳۷۰۰ سرګلولې لري، مقابله وکړي. خو پراخ بدلونونه چې چین په خپلو ټولو اټومي پروګرامونو کې راوستي، دا ښيي چې د چین پوځ د هر اړخیزه وسله‌والې سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي».

هه‌نګاو: ایران په ۲۰۲۵ کال کې ۸۵ افغانان اعدام کړي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰

د هه‌نګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي. طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نه‌ده کړې.

هه‌نګاو د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په روان کال کې وروستی کس نن د بسم‌الله تاجک په نوم د عمدي قتل په تړاو په بندر عباس مرکزي بندخونه کې اعدام شوی دی.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان زیاته کړې: د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان د ثبت مرکز د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه تر اوسه ۸۵ افغانان د ایران په بېلابېلو بندخونو کې اعدام شوي دي».

د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نه‌ورکوي او په دې تړاو یې هم څه نه‌دي ویلي.

که څه هم د دغو اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو په بشپړ ډول وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه‌يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه‌لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه‌دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.