امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر ور کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو په برخه کې د دوه میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو په برخه کې د دوه میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې ده.
د متحده ایالاتو یاد چارواکي ویلي، چې دغه دوه میلیارد ډالره مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره وکارول شي، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.
د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د متحده ایالاتو ټوله بشري مرسته شاوخوا ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د نړۍ د ټولیزو مرستو شاوخوا ۱۴،۸ سلنه برخه جوړوي.
دا کچه تیر کال ۱۴،۱ میلیارد ډالره وه او په ۲۰۲۲ کې یې تر ۱۷،۲ میلیارد ډالرو پورې لوړه کچه درلوده.
د دسمبر میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۸۷ میلیونه خلکو د ملاتړ په موخه ۲۳ میلیارد ډالره مرستې وغوښتې، چې د ۲۰۲۵ کال د ۴۷ میلیارد ډالرو غوښتنې نیمایي دي.
سږکال متحده ایالاتو او د جرمني په څېر مخکښو غربي مرستندویانو خپلې مرستې کمې کړې، ځکه د دفاعي بودجو پر زیاتوالي یې تمرکز کړی دی.


د روسیې په سویلي ښار مایکوپ کې د خانسکایا پوځي هوايي ډګر په سیمه کې د څو چاودنو راپور ورکړل شوی. د مایکوپ ښار اوسېدونکو رسنیو ته منلې، چې د خانسکایا هوايي ډګر شاوخوا یې د چاودنو غږونه اورېدلي او ورسره هممهاله د روسیې دفاعي هوایي سیسټم هم فعال شوی.
د راپورونو له مخې؛ دغه ښار د اوکراین له پولې شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره او د زاپوریژیا له کنټرول لاندې سیمو شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره لرې پروت دی. ورته مهال د روسیې لویدیځ ټولا ایالت کې د بالیستیک توغندیو د احتمالي برید په اړه د خطر زنګونه کړنګېدلي دي.
د روسیې دفاع وزارت وروسته ادعا وکړه، چې د ډسمبر په ۲۸مې او ۲۹مې یې ۸۹ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي؛ خو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نهدي تایید شوې او اوکراین هم لا په دې اړه څه نهدي ویلي.
شنونکي وايي، اوکراین په دوامداره توګه د روسيې پوځي اهداف په نښه کوي؛ ترڅو د مسکو د جګړې وړتیا کمه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې بریدونه لاهم دوام لري.

د واشنګټن پوسټ د تازه راپور له مخې؛ چین په چټکۍ سره د هغو پټو مرکزونو شبکه پراخوي، چې د اټومي توغندیو د مرکزي برخو د تولید لپاره کارول کېږي او د اټومي وسلو د پراختیا لړۍ یې د نورو هېوادونو پرتله ګړندۍ کړې ده.
د واشنګټن پوسټ دغه راپور د سپوږمکۍ پر مټ اخیستل شویو انځورونو، د کارپوهانو څرګندونو او رسمي اسنادو پر بنسټ جوړ شوی او ویل شوي، چې دغه بدلونونو د بیجېنګ هڅې ګړندۍ کړې؛ ترڅو د هر برید پر وړاندې د چټک غبرګون وړتیا زیاته کړي او د اټومي شخړې د ګواښ کچه د پام وړ لوړه کړي.
راپور زیاتوي: «په دغه جوړښتونو کې د هغو پټو مرکزونو پراخې شوې ودانۍ هم شاملې دي، چې د اټومي توغندیو د مرکزي برخو د ډیزاین او تولید مسوولیت په غاړه لري لري. دارنګه د هغو کارخونو پراختیا چې اټومي چاودېدونکي توکي تولیدوي هم د دغه جوړښتونو برخه دي.»
شنونکي وایي: «دا ناشونې ده، چې چین به په نږدې راتلونکي کې د امریکا له اټومي وسلو سره چې اټکل کېږي شاوخوا ۳۷۰۰ سرګلولې لري، مقابله وکړي. خو پراخ بدلونونه چې چین په خپلو ټولو اټومي پروګرامونو کې راوستي، دا ښيي چې د چین پوځ د هر اړخیزه وسلهوالې سیالۍ لپاره چمتووالی نیسي».

د ههنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان وايي، ایران په ۲۰۲۵ کال کې له ایرانیانو سربېره ۸۵ افغانان هم د بېلابېلو تورونو له امله اعدام کړي دي. طالبانو او بلې هېڅ ډلې لا تراوسه د دومره ډېر شمېر افغانانو د اعدامېدو په تړاو اعتراض او یا هم لږ تر لږه د وضاحت غوښتنه نهده کړې.
ههنګاو د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په روان کال کې وروستی کس نن د بسمالله تاجک په نوم د عمدي قتل په تړاو په بندر عباس مرکزي بندخونه کې اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو دغه سازمان زیاته کړې: د ههنګاو بشري حقونو سازمان د ثبت مرکز د معلوماتو لهمخې، د ۲۰۲۵ کال له پيل څخه تر اوسه ۸۵ افغانان د ایران په بېلابېلو بندخونو کې اعدام شوي دي».
د ایران حکومتي سرچینې او همداراز قضایه قوه ډېری وخت د دغه ډول پېښو په تړاو راپور نهورکوي او په دې تړاو یې هم څه نهدي ویلي.
که څه هم د دغو اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو په بشپړ ډول وضاحت نهدی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشهيي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.
د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نهلري.
سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نهدی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.
د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟
د یادونې وړ ده، چې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي او دغې چارې بیا د نړۍوالو بشري حقونو د سازمانونو تُند غبرګونونه راپارولي و.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۲۰ میلیونه کسانو د سګرېټو څکول پرېښي دي. د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه له ۱۲۰ میلیونه ډېر کسان د سګرېټو څکول پرېښي دي».
د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي او لامل یې هم په ټوله نړۍ کې د تنباکو د کنټرولولو هڅه په ګوته شوې او دغه سازمان زیاتوي: «دا پرمختګ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د تنباکو د کنټرول د هڅو له برکته رامنځته شوی دی».
د ډاکټرانو په وینا، د سګرېټ څکول د یوه فرد پر پوستکي، نسجونو، د تنفس پر ارګان او ان پر ډياېناې هم منفي اغېزې ښیندي. ډاکټران وايي، د سګرېټ په څکولو سره زرګونه کیمیاوي مواد د انسان تنفسي سیستم ته له ننوتلو سربېره په فضا کې هم خپرېږي او ورسره نور نږدې کسان هم زیانمنېږي.
هغه کسان چې سګرېټ څکوي په سږو کې یې وړې تنفسي کڅوړې د اکسیجن پر ځای د سګرېټ له مضر دود څخه ډکېږي او د وخت په تېرېدو سره سګرېټ څکوونکی پر تنفسي ناروغیو او بالاخره پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي.
د نورې نړۍ پر تله په افغانستان کې سګرېټ په اسانۍ او ارزانه بیو موندل کېږي او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نهشته او هرڅوک کولی شي سګرېټ ترلاسه کړي. په افغانستان کې د سګرېټ څکوونکو دقیق شمېر معلوم نهدی، خو په لویو ښارونو کې ډېری کسان سګرېټ څکوي او په کلیو او بانډو کې بیا نصوار کول عام دي.
په دې وروستیو کې د نیوزیلند په څېر هېوادونو کې پر ځوانانو د سګرېټ خرڅول منع شوي دي.
له دې سربېره، په وروستیو کلونو کې برېښنايي سګرېټ (E-cigarettes) بازارونو ته راوتلي او ورسره جوخت یو زیات شمېر ځوانان هم ورمات شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپورونو لهمخې، په ګرده نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان له برېښنايي سګرېټ څخه استفاده کوي. د دغه سازمان په وینا، په دې کې شاوخوا ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي او دغه وضعیت پر نیکوټین د اعتیاد نوې څپه زېږولې ده.
دغه برېښنايي سګرېټ اوس په افغانستان کې هم دود شوی او ډېر کسان ترې استفاده کوي او د دودېدو په تړاو یې د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښودلې او هڅې کوي، چې د زیانونو په بیانولو سره خلک ترې وژغوري، خو داسې ښکاري چې دغو هڅو هم تر اوسه ملموسه پایله نهده ورکړې.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به نن په فلوریډا کې سره وویني چې د اوکراین د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي، خو لاهم پر مهمو موضوعاتو اختلافونه شته دي.
روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین پر پلازمېنه او نورو سیمو سلګونه توغندي او ډرون بریدونه کړي، چې په ځینو برخو کې د بریښنا او تودوخې سیستم له منځه تللی دی.
زیلینسکي دا بریدونه د امریکا د سولې هڅو په ځواب کې بللي دي.
نوموړي خبریالانو ته ویلي چې له ټرمپ سره په لیدنه کې به د ختیځ اوکراین د متنازعه سیمې، د ډونباس برخې، د زاپورېژیا اټومي بریښنا فابریکې او نورو مسایلو په اړه وغږیږي.
د اوکراین مرستیال بهرنیو چارو وزیر سرهي کیسلیتسیا ویلي، زیلېنسکي او د هغه پلاوی د شنبې په ماښام فلوریډا ته رسېدلي دي.
روسي چارواکو په دوامداره توګه غوښتنه کړې چې اوکراین باید ټول ډونباس له لاسه ورکړي، حتا هغه سیمې چې اوس هم د کییف تر کنټرول لاندې دي.
پوتین ویلي چې که اوکراین ژر سوله ونه مني، روسیه به جګړه روانه وساتي.
اروپایي مشرانو زیلنسکي ته ډاډ ورکړی چې د دوی ګډ هدف «عدالت او تلپاتې سوله» ده، چې د اوکراین خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي او د امنیت او دفاع وړتیاوې یې پیاوړې کړي. زیلېنسکي له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته له اروپایي مشرانو سره هم ګوري.