ابراهیم صدر د طالبانو پر مسوولانو غږ کړی چې له هر ډول تعصب لاس واخلي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ابراهیم صدر د پکتیکا په مرکز ښرنه کې له نشهیي توکو سره پر جدي مبارزې، د «قانون» تطبیق، د هر ډول تعصب پرېښودو، نظامي اصولو پر رعایتولو او د رسمي یونیفورم پر منظمې کارونې ټینګار کړی دی.
