ازبکستان په بلخ کې طالبانو ته ۴۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارلې

ازبکستان په۲۰ باروړونکو موټرو کې بار۴۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل.

ازبکستان په۲۰ باروړونکو موټرو کې بار۴۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل.
د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، دغه مرستې د دوشنبې په ورځ بلخ ولایت ته وسپارل شوې، چې ۱۰ ډوله خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات پکې شامل دي.
طالب چارواکي وایي، په دې مرستو کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۰ زره قوطي د غوا غوښې کنسرو، ۲۲ ټنه بوره، ۲۰ زره لیتره لمرګل غوړي، ۱۸۰ زره چټک پخېدونکي خوراکي توکي،۴۰ ټنه ماکاروني او ۱۶۹ ټنه بېلابېل ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.
د یادو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګشوف، د ازبکستان د سرخاندریا ولایت والي اولغبیګ قاسموف، د طالبانو د بلخ ولایت د بهرنیو چارو د استازولۍ مشر مولوي امینالله صادق، د سرې میاشتې د زون رییس مولوي میرزا محمد خالد، د طالبانو د بلخ د والي منشي حاجي حضرت علي او یو شمېر نورو ولایتي طالب مسوولانو ګډون درلود.
په بلخ کې د طالبانو محلي چارواکي وايي، چې دغه مرستې به پر اړمنو کورنیو او روغتیايي مرکزونو ووېشل شي.