• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کابینې ملا برادر ته په کوردننه د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه د پلټنو دنده سپارلې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کابینې ۱۲مې غونډې د نفتو د تصفیې د معیاري کارخونو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث کړی دی. په دې ناسته کې ملا برادر ته دنده سپارل شوې، چې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه وویل، چې ددې ډلې د کابینې دوولسمه غونډه د رییس الوزرا محمدحسن اخند په مشري شوې او ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي او که نه.

د ارګ د معلوماتو له مخې، همداراز سپارښتنه شوې، چې د نفتو د کارخونو په برخه کې پانګوال په معیاري توګه د کارخونې جوړولو او اړوندو ماشینریو ځای پرځای کولو ته وهڅوي.

د طالبانو د کابینې په دې غونډه کې د ددې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ملا هبت الله له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره کښيني او خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم محصلینو ته: له ځیرکو موبایلونو سره ډېره اړیکه مه ساتئ

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د طالبانو لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په کندهار کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون محصلانو او استادانو ته په وینا کې ویلي، چې «له ځیرکو موبایلونو سره ډېره اړیکه مه ساتئ». ندیم ویلي، چې «ځیرک موبایلونه وخت ضایع کوي، استعداد، اخلاق او ان عقیده هم در خرابولی شي».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه وویل، چې یاد وزارت وزیر ندا محمد ندیم کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون له رهبرۍ، استادانو او محصلینو ته سره کتلي دي.

ندیم په دې کتنو کې ویلي، چې تر څو علم وي، دین به وي او چې دین وي، دا دنیا به باقي وي، نو له همدې امله علم اوعلما لوړ مقام لري. هغه زیاته کړې، « علم هغه هستي ده چې د دنیا او اخرت خیر ورپورې تړلی دی».

خو طالبانو ددغه خیر دروازې د افغانستان د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته ویلي، چې یوازې په نظري زده کړو بسنه ونه کړي او د پوهنتون مسوولانو ته یې سپارښتنه کړې، چې د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر له دې وړاندې هم له محصیلونو غوښتنه کړې وه، چې ځیرک موبایلونه کم وکاروي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رییس علي شاه مظلومیار ومړ

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۱ GMT+۰

افغان شاعر، لیکوال او د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست پخوانی رییس علي شاه مظلومیار د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. مظلومیار ډېر وخت په هلمند ولایت کې په فرهنګي برخو کې کار کړی و.

د معلوماتو له مخې علی شاه مظلوم یار نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې

په هلمند کې ځايي فرهنګیان وايي، چې علی شاه مظلوم یار د خپل ژوند ډېره برخه د فرهنګ، ادب، تاریخ او ولسي ارزښتونو خدمت ته وقف کړې وه.

په ورته مهال د کندهار پخوانی امنیه جنرال تادین خان اچکزي د علي شاه مظلومیار پر مړینې خواشیني ښکاره کړې ده او د هلمند ولایت فرهنګیانو او د نوموړي کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.

د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د یوې افغانې ښځې او د هغې د دریو بچیانو مړي موندل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

د پاکستان د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ ګنامنډي سیمه کې د یوې افغانې کورنۍ مړي موندل شوي، چې مور او د هغې درې واړه ماشومان پکې شامل دي.

په خپرو شویو انځوورنو کې څلور واړه د کوټې په چت پورې په دار را ځړېدلي ښکاري.

په وژل شویو کسانو کې۳۰ کلنه فاطمه، ۱۰ کلنه سونم، ۳ کلنه ارزو او دوه کلن ارمان شامل دي.

د سیمې پولیسو ویلي چې د وژل شوې میرمنې خاوند نجیب‌الله، چې د لیه ښار اوسېدونکی دی او په سبزي منډۍ کې کار کوي، نیول شوی او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د پولیسو د معلوماتو پر اساس، د نجیب‌الله بیان ښيي چې پېښه د کورنۍ شخړې له امله شوې ده.

پولیسود خپلو لومړنیو پلټنو له مخې ویلي، چېپېښه ځان وژنه ده.

100%

ایران د سون‌توکو په توګه د افغانستان د ډبرو سکرو پر کارولو غور کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۷ GMT+۰

د ایران د پارلمان د صنایعو او کانونو د کمیسیون یوه غړي ویلي دي، چې د طالبانو له کانونو وزارت سره یې د افغانستان د اوسپنې کان د اکتشاف، استخراج او پروسس په اړه خبرې کړې دي. امیر توکلی رودي وايي، چې په دې کې د سون توکو په توګه د افغانستان د ډبرو سکرو کارول هم شامل دي.

د طالبانو ادارې د ۱۴۰۲ کال په لړم میاشت کې اعلان کړی و، چې هره ورځ ۱۰۰۰ ټنه د ډبرو سکاره د افغانستان په شمال کې استخراج کیږي او پر سوداګرو پلورل کېږي.

طالبانو د افغانستان د ډبرو سکرو د استخراج او صادراتو زیاتوالي ته په اشارې سره دا هم ویلي و، چې د پاکستان د ډبرو سکرو د ورځنیو اړتیاوو ۱۰ سلنه هم پوره کوي.

په همدې حال کې د روان کال د غبرګولي میاشت کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو او صابون ډبرو واردات بند شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتوالي د دې لامل شوی، چې دغه ډله ایران او د مرکزي اسیا هیوادونو ته خپله سوداګریزه لاره بدله کړي.

د ایران د پارلمان د صنایعو او کانونو د کمیسیون غړي امیر توکلی رودي د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ اقتصادي او کاني زون جوړولو پلان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې پلان اصلي هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخوالی، دوامداره امنیت پیاوړی کول او د پولې پر دواړو خواوو پانګونې ته وده ور کول دي.

هغه افغانستان ته د تخنیکي پوهې، ټکنالوژۍ او انجینرۍ خدماتو لیږد ته په اشارې وویل چې په دې برخه کې په افغانستان کې څو ګډې غونډې شوې او د پولې دواړو غاړو ته د صنعتي زونونو لپاره دوه سیمې ټاکل شوې، چې ټول مساحت یې شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره ځمکه ده.

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمیسیون غړي ویلي دي، چې که ایران د افغانستان له اقتصادي فرصتونو ډډه وکړي، نو د ترکیې، چین او نورو په څېر هیوادونه به له دې فرصتونو ګټه واخلي.

طالبانو په پروان کې یوه ښځه او یو سړی په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې د پروان ولایت په سید خیل ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو سړی د «ناروا اړیکو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. طالبانو هر یوه ته ۳۰ دُرې سزا ور کړې او د یو کال بند سزا یې ورته اورولې ده.

دا دوهمه بدني سزا ده، چې طالبانو په ۲۴ ساعتونو کې په عام محضر کې ور کړې ده.

طالبانو په تېرو دریو میاشتو کې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ، یاد کسان «د نشه‌یي توکو د کارو بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»