د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل راهیسې؛ تر ۱۷مېلیونه ډېرې پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د طالبانو د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل راهیسې تر دې دمه ۱۷ مېلیونه او ۶۸زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د یادې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۱۰ مېلیونه او ۶۲۱زره یې نارینه او ۶مېلیونه او ۴۴۷زره یې ښځې دي.