ټرمپ: که حماس بېوسلې نهشي، دروند تاوان به ورکړي

د امریکا ولسمشر د اسراییل له لومړي وزیر سره د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته، د غزې د اوربند د راتلونکو پړاوونو په تړاو د ترلاسه شویو پرمختګونو په اړه خوښي وښوده او له نتنیاهو سره یې په یوه غږ یو ځل بیا حماس «د اوربند دویم پړاو ته د رسېدو اصلي خنډ» وباله.
