• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوتین پر استوګنځي د اوکراین له برید سره مسکو ګواښ کړی چې د سولې د خبرو دریځ به بدل شي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د ولادیمیر پوتین اړوند استوګنځي باندې د اوکراین د برید د راپورونو له خپرېدو وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اعلان وکړ، چې د سولې د خبرو په اړه د مسکو دریځ به بدل شي. د اوکراین ولسمشر بیا دا ادعا د کرملین له‌خوا له واشنګټن سره د پرمختګ د بهیر د منحرفولو هڅه بولي.

لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې د سولې د خبرو دریځ به وروسته له هغې بدل شي، چې اوکراین د نووګورود په سیمه کې د پوتین پر ویلا د بې‌پیلوټه الوتکې برید وکړ.
هغه د انټرفاکس خبري اژانس ته وویل: «دا ډول بې‌پروا اقدامات به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي» او پر اوکراین یې تور پورې کړ چې د دوشنبې په سهار یې د اوږده واټن ۹۱ بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله د ولسمشرۍ د دولتي استوګنځي "والدای" هدف ګرځولی دی.
لاوروف دا نه ده څرګنده کړې، چې پوتین د یاد برید پر مهال په استوګنځي کې موجود و که نه. زېلېنسکي په غبرګون کې د مسکو ادعاوې د «روس فدراسیون یو بل دروغ» وباله.
هغه د دوشنبې مازدیګر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «روښانه ده چې پرون مو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل او دا هم روښانه ده چې د روسانو لپاره که زموږ او امریکا ترمنځ شخړه نه وي او موږ پرمختګ وکړو، دا د دوی لپاره یوه ماته ګڼل کېږي.»
زېلېنسکي زیاته کړه: «هغوی نه‌غواړي دا جګړه پای ته ورسوي او دا یوازې د فشار له لارې ختمېدلی شي. زه ډاډه یم چې دوی د یوې پلمې په لټه کې وو.»
هغه همداراز خبرداری ورکړ، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ادعاوې کېدای شي په اوکراین کې پر ملکي هدفونو په ځانګړي ډول په کییف کې پر مهمو دولتي ودانیو د نورو بریدونو لپاره زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۴

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۵

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په ترکیه کې د پولیسو او داعش ترمنځ نښته کې درې پولیس او شپږ داعشیان وژل شوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۰
100%

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا ویلي، چې د هېواد په شمال لوېدیځ کې یې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ په نښته کې درې ترکي پولیس افسران او شپږ وسله‌وال وژل شوي دي. مرګ ژوبله د دوشنبې په ورځ په یالووا ښار کې د عملیاتو پرمهال شوې.

چارواکو ویلي، دا عملیات یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي، چې ترکي پولیسو د کرسمس او نوي کال پر مراسمو د احتمالي بریدونو د پلان په تور له ۱۰۰ ډېر شکمن داعش غړي ونیول.

د دوشنبې په سهار هم د هېواد په کچه له ۱۰۰ زیات ځایونه تلاشي شوي دي.

د رېوټرز د عکاس په وینا، پولیسو د یالووا په یاد کور کې د شپې له خوا عملیات پیل کړل، ځکه شک کېده چې وسله‌وال پکې پټ دي. نښته نږدې اته ساعته روانه وه او د عملیاتو پر مهال د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

یرلیکایا ویلي، ټول هغه داعش وسله‌وال چې په نښته کې وژل شوي، د ترکیې وګړي وو.

هغه همداراز وویل چې له یاد کور څخه پنځه ښځې او شپږ ماشومان ژوندي ایستل شوي دي.

د ترکیې حکومت سږ کال د داعش پر ضد عملیات زیات کړي، ځکه دا ډله یو ځل بیا په نړیواله کچه د امنیتي اندېښنو لامل ګرځېدلې ده.

د وروستیو راپورونو له مخې، په تېره یوه میاشت کې د داعش ۱۳۸ شکمن غړي نیول شوي او د دوشنبې په ورځ په ۱۵ ولایتونو کې په ۱۰۸ ځایونو کې هم‌مهاله عملیات شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر اېکس د وژل شویو پولیسو کورنیو ته د خواخوږۍ پیغام ورکړی او ویلي یې دي، د هغو «وینه بهوونکو مجرمینو» پر ضد مبارزه به دوام ولري، چې د خلکو امنیت او د دولت ثبات ګواښي.

ترکي چارواکي یادونه کوي چې داعش ډلې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ په ترکیه کې پر ملکي هدفونو خونړي بریدونه کړي وو، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي وو. له هغې مودې وروسته، د دوامدارو امنیتي عملیاتو له امله، دا ډول بریدونه کم شوي دي.

چین د تایوان پر شاوخوا د تاریخ تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰
100%

چین د دوشنبې په ورځ د تایوان شاوخوا خپل تر ټولو پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل او موخه یې دا ښودل دي چې بېجینګ کولی شي د احتمالي شخړې پر مهال تایوان له بهرني ملاتړه بې برخې کړي. تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

د چین د ختیزې جګړه‌ییزې قوماندانۍ په وینا، په «عدالت ماموریت ۲۰۲۵» تمرینونو کې ځمکني ځواکونه، جنګي بېړۍ، جنګي الوتکې او توپخانې ځای پر ځای شوي دي.

دغه تمرینونه د تایوان بشپړه محاصره، پر ځمکنيو او سمندري هدفونو ژوندۍ ډزې او د ټاپو د مهمو بندرونو د بندولو سناریوګانې رانغاړي.

د چین د سمندري خوندیتوب ادارې ویلي چې ژوندۍ ډزې به د سې‌شنبې تر ورځې پورې په اوو بې‌سارې پراخو سمندري زونونو کې روانې وي، چې دا د چین تر ټولو لوی تمرینونه بلل کېږي او ځینې سیمې یې د پخوا په پرتله تایوان ته نږدې دي.

د تایوان د دفاع وزارت ویلي چې د دوشنبې سهار د ټاپو په ختیزو اوبو کې د دوو ساعتونو لپاره یو اضافي تمرین هم شوی، چې چین یې له مخکې اعلان نه و کړی.

د تایوان ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغو تمرینونو له امله به تر ۱۰۰ زره زیات مسافر د الوتنو له ځنډ سره مخ شي او شاوخوا ۸۰ کورنۍ الوتنې به لغوه شي.

تایوان ته د امریکا د استازو جرګې د پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي تر سفر وروسته، دا له۲۰۲۲ کال راهیسې د چین شپږم ستر پوځي تمرین دی.

وروستي تمرینونه د جاپان د لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي له دغو څرګندونو وروسته کېږي، چې پر تایوان د چین برید ښايي د توکیو پوځي غبرګون راوپاروي.

تایوان د چین د حاکمیت ادعا ردوي او وايي چې یوازې د تایوان خلک د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه کولی شي.

د ټرمپ او زېلېنسکي خبرې لاهم له جدي اختلافاتو سره مل دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۴ GMT+۰
100%

سره له دې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر زېلېنسکي ترمنځ په وروستیو خبرو کې د امنیتي تضمینونو په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د هوکړې هڅې لا هم د نیول شویو ځمکو پر سر له جدي اختلافاتو سره مل دي.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ له زېلېنسکي سره تر لیدنې وروسته وویل، چې دواړه لوري د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته «ډېر نږدې» شوي، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم «ستونزمن او حساس مسایل» شته.

د اوکراین ولسمشر وویل، چې د سولې د شل ټکي وړاندیز له مهمو موضوعاتو څخه دوه لا هم نه دي حل شوي او دا د زاپوریژیا اټومي بټۍ برخلیک او د دونباس سیمې راتلونکی دی، چې دمګړۍ د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

زېلېنسکي خبریالانو ته وویل: «یوازې دوه پوښتنې پاتې دي؛ اټومي بټۍ به څنګه فعالیت کوي او د سیمو مساله به څنګه حل کېږي».

په ورته وخت کې د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف وویل، چې اوکراین بایدپه دونباس کې له هغو برخو خپل ځواکونه وباسي چې لا یې هم تر کنټرول لاندې دي. هغه خبرداری ورکړ، چې که کییف دې شرط ته غاړه کېنږدي، نو ښايي نورې سیمې هم له لاسه ورکړي.

د امریکا او اوکراین ترمنځ د امنیتي تضمینونو په اړه هم خبرې شوې دي.

زېلېنسکي وویل، چې په دې برخه کې یو دوه‌اړخیز تفاهم ته رسېدلي، خو ټرمپ وویل چې دا هوکړه «۹۵ سلنه بشپړه» ده.

زېلېنسکي زیاته کړې، چې له ټرمپ څخه یې غوښتي امنیتي تضمینونه دې اوږدمهاله وي، ان تر ۵۰ کلونو پورې. ټرمپ ویلي، چې تمه لري اروپايي هېوادونه به د امریکا په ملاتړ د امنیتي تضمینونو لویه برخه پر غاړه واخلي، خو روسیې ټینګار کړی چې په اوکراین کې د بهرنیو ځواکونو ځای پر ځای کېدل نه مني.

سره له دې چې د سولې خبرې روانې دي، پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري.

د خبرو تر پیل وړاندې، روسیې پر اوکراین سخت بریدونه وکړل. د دوشنبې په ورځ د کیېف لویې برخې د بریښنا له پرې کېدو سره مخ شوې، په داسې حال کې چې هوا تر صفر درجې ښکته وه.

امریکا ملګرو ملتونو ته د بشري مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر ور کوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۰
100%

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، چې امریکا له ملګرو ملتونو سره د بشري مرستو په برخه کې د دوه میلیارد ډالره مرستې ژمنه کړې ده.

د متحده ایالاتو یاد چارواکي ویلي، چې دغه دوه میلیارد ډالره مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره وکارول شي، خو نور جزئیات یې نه دي وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو معلومات ښيي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د متحده ایالاتو ټوله بشري مرسته شاوخوا ۳،۳۸ میلیارد ډالرو ته راښکته شوې، چې د نړۍ د ټولیزو مرستو شاوخوا ۱۴،۸ سلنه برخه جوړوي.

دا کچه تیر کال ۱۴،۱ میلیارد ډالره وه او په ۲۰۲۲ کې یې تر ۱۷،۲ میلیارد ډالرو پورې لوړه کچه درلوده.

د دسمبر میاشتې په پیل کې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۸۷ میلیونه خلکو د ملاتړ په موخه ۲۳ میلیارد ډالره مرستې وغوښتې، چې د ۲۰۲۵ کال د ۴۷ میلیارد ډالرو غوښتنې نیمایي دي.

سږکال متحده ایالاتو او د جرمني په څېر مخکښو غربي مرستندویانو خپلې مرستې کمې کړې، ځکه د دفاعي بودجو پر زیاتوالي یې تمرکز کړی دی.

اوکراین د روسیې خانسکایا پوځي هوايي ډګر په نښه کړی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۱ GMT+۰
100%

د روسیې په سویلي ښار مایکوپ کې د خانسکایا پوځي هوايي ډګر په سیمه کې د څو چاودنو راپور ورکړل شوی. د مایکوپ ښار اوسېدونکو رسنیو ته منلې، چې د خانسکایا هوايي ډګر شاوخوا یې د چاودنو غږونه اورېدلي او ورسره هم‌مهاله د روسیې دفاعي هوایي سیسټم هم فعال شوی.

د راپورونو له مخې؛ دغه ښار د اوکراین له پولې شاوخوا ۲۹۰ کیلومتره او د زاپوریژیا له کنټرول لاندې سیمو شاوخوا ۴۵۰ کیلومتره لرې پروت دی. ورته مهال د روسیې لویدیځ ټولا ایالت کې د بالیستیک توغندیو د احتمالي برید په اړه د خطر زنګونه کړنګېدلي دي.

د روسیې دفاع وزارت وروسته ادعا وکړه، چې د ډسمبر په ۲۸مې او ۲۹مې یې ۸۹ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي؛ خو دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوې او اوکراین هم لا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

شنونکي وايي، اوکراین په دوامداره توګه د روسيې پوځي اهداف په نښه کوي؛ ترڅو د مسکو د جګړې وړتیا کمه کړي. دا په داسې حال کې ده، چې پر اوکراین د روسیې بریدونه لاهم دوام لري.