طالبان وایي ۱۰۳ ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته ګرځولي دي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې دوشنبه (د مرغومي ۸مه) خبر ورکړی، د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې یې ۱۰۳ټنه بې‌کیفیته ودانیز توکي چې له کورنیو معیارونو سره سمون نه‌لاره؛ بېرته ایران ته ګرځولي دي.