• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ د خبرداري په غبرګون د ایران دریځ: که تېروتنه تکرار شي، د ایران ځواب به لا سخت وي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۴ GMT+۰

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز په یوې بیانیه کې خبرداری ورکړی، چې که د دوی د دوښمنانو له‌خوا «تېروتنه» بیا تکرار شي، تهران به د پخوانیو پړاوونو پرتله «لا ټینګ، سخت ګوزارکوونکی او ډېر زیان‌اړونکی» ځواب ورکړي.

په دې بیانیه کې د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز هغه څه ته په اشارې چې یې «د دوښمنانو ګواښونه، فشارونه او رواني جګړه» بللې، ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به «هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې هېواد او د خلکو امنیت ته زیان ورسېږي».

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۳
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

۴

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۵

د هوا پوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د اسراییل له خوا د «سومالیه لیند» د دولت په توګه رسمیت پېژندنه په کلکه وغندله

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۰
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت، د اسراییل له خوا د فدرالي جمهوریت سومالیا د «سوماله لیند» د سیمې د خپلواک دولت په توګه پېژندل په کلکه غندلي او دا یې د نړیوال قانون او د سومالیا د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسراییل دغه اقدام د اسلامي هېواد د وېش هڅه بلل کېږي او په سیمه‌ییزه کچه د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري.

وزارت ټینګار کړی چې د داسې اقداماتو هېڅ قانوني مشروعیت یا بنسټ نشته.

په په خپرپاڼه کې د نړیوالو قوانینو د رعایت او د اسلامي هېوادونو د حاکمیت ساتنې غوښتنه شوې او یادونه شوې، چې د سیمې په ثبات او امنیت کې د هر ډول بهرني مداخلت مخنیوی اړین دی.

اوکرایني بې پېلوټه الوتکو د روسیې د سیزران د تېلو تصفیه‌خونه په نښه کړي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۱ GMT+۰
100%

اوکرایني رسنیو خبر ورکړی چې بېګاه شپه، ددغه هېواد بې پېلوټه الوتکو د روسیې په سمارا ولایت کې د سیزران د تېلو تصفیه خونو باندې برید کړی. راپورونه زیاتوي، د برید له امله په ښار برېښنا هم پرې شوې.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو او د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو له مخې، دغه تصفیه‌خونه څو ځله په نښه شوې ده.

راپورونه وایي، چې د سیزران ښار یوه برېښنايي فرعي شبکه هم د برید هدف ګرځېدلې او یوه ویډیو د دغې شبکې پر مستقیم لګېدنه دلالت کوي.

د ښار اوسېدونکو د برید له امله د برېښنا پرې کېدو خبر ورکړی دی.

تر اوسه د روسیې چارواکو د دې برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

روسیې د تایوان له هر ډول خپلواکۍ سره مخالفت اعلان کړ

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰
100%

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، مسکو د تایوان خپلواکي په هېڅ بڼه نه مني او دا ټاپو د چین نه بېلېدونکې برخه ګڼي. دا د روسیې هغه دریځ چې د سیمې پر سیاسي توازن او نړیوالو اړیکو اغېز لرلی شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دغه هېواد دولتي خبري اژانس «تاس» سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه د «یوه چین» له تګلارې ملاتړ کوي او د تایوان د خپلواکۍ هر ډول هڅه ردوي.

لاوروف همداراز جاپان ته خبرداری ورکړی، چې د هغه په وینا، د پوځي کېدو پر لور روان سیاست باید په جدي توګه وڅېړي او د سیمې پر امنیت یې اغېزې په پام کې ونیسي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تایوان پر سر د چین، لوېدیځو هېوادونو او د هغوی د متحدینو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا هم دوام لري.

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د شنوخونو ګازونه ۳۰ سلنه مهار شوي دي

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۱ GMT+۰
100%

ملګري ملتونه د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې په روان کال کې د چاپېریالي اغېزو او د شنو خونو ګازونوپه کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د «Greening the Blue» کلني راپور له مخې د ۲۰۱۹ کال راهیسې د شنوخونو ګازونو په خپریدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

په راپور کې د چاپېریال ساتنې او د دوامداره مدیریت په برخه کې د ملګرو ملتونو پر لاسته راوړنو ټینګار شوی.

د ملګرو ملتونو د چاپېریال شنه کول، هغه نوښت او کلنی راپور دی چې د دغه سازمان د چاپېریالي اغېزو د کمولو هڅې ارزوي. په دې راپور کې د ملګرو ملتونو د ادارو د شنوخونو ګازونو خپریدل، د انرژۍ مصرف، د اوبو کارونه، فاضله مواد او د دوامداره پرمختګ نورې برخې څېړل کېږي، تر څو د اقلیم بدلون پر وړاندې د سازمان د پرمختګ کچه وښيي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د سوریې په حمص کې پر جومات برید وغنده

۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۲۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د حمص ښار پر یوه جومات د پروني خونړي برید سخته غندنه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول بریدونه د اسلامي اصولو، بشري ارزښتونو او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له خوا په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد برید کې لسګونه بې‌ګناه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.

خبرپاڼه کې د سوریې له حکومت او ولس سره د ژورې خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه شوې ده.

په خبرپاڼه کېټينګار شو، چې پر ملکي وګړو او دیني ځایونو بریدونه نه شي توجیه کېدای او دا ډول کړنې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره په ټکر کې دي.