عراقچي ټرمپ ته: موږ ماتولی نهشئ، خو که ریښتینې خبرې وشي دواړه لوري بریا ته رسېدای شي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په برېتانیايۍ ګارډین ورځپاڼه کې په یوه لیکنه کې ویلي: «ولسمشر ټرمپ، تاسې هېڅکله نهشئ کولای چې موږ په ایران کې مات کړئ، خو که ریښتینې خبرې وشي، دواړه لوري بریا ته رسېدای شي.»
