په راپور کې راغلي، له دې ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۸۳ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۳ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۲۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي. همدا بېګاه شپه هم د اسلاماباد په فیصل ښارګوټي کې پاکستاني پولیسو د درېیو خبریالانو په ګډون ګڼ کسان نیولي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت بیا خبر ورکړی، چې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
توکليرودي ټینګار وکړ، چې د اقتصادي ودې او پانګونې پراختیا به د دواړو هېوادونو د امنیت تضمین هم وي. هغه وویل: «که ایران په عمل کې خپله ښه نیت ونهښيي، هېوادونه لکه ترکیه او چین به له دغه فرصتونو ګټه واخلي.»