• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: له افغانستان سره د ګډ ځانګړي اقتصادي او کاني زون جوړېدو هڅې ګړندۍ شوې دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۵ GMT+۰

د ایران د پارلمان د صنایعو او کانونو کمېسیون غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ ځانګړي اقتصادي او کاني زون جوړولو طرحه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یوه مهمه هڅه ده.

نوموړي له اېسنا خبري اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه، چې د یادې طرحې اصلي موخه د ګډ سرحد له لارې د اقتصادي ودې او د کارموندنې فرصتونو زیاتوالی دی. هغه زیاته کړې، چې دغه پروژه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یوه مهمه هڅه ده.

توکلي‌رودي د ایران او افغانستان د سرحد اهمیت ته په اشارې وویل: «سرحد باید یوازې د امنیت له نظره ونه‌کتل شي؛ باید پر اقتصادي او پراختیايي فرصتونو تمرکز وشي.» د هغه په خبره؛ د خواف–هرات رېل پټلۍ د افغانستان لپاره حیاتي ده، ځکه دغه هېواد د اوبو له لارې نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی لري او همدغه لاره د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته ارزښتناکه فرصتونه برابروي.

هغه د پولې دواړه خواوو کې د کاني زېرمو د ګټې اخیستنې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د ایران تجربه په کانونو او صنعتي سیمو کې د افغانستان لپاره د تخنیکي ملاتړ، ټېکنالوژۍ او انجینیرۍ خدمتونو د لېږد وړاندیز کوي.

توکلي‌رودي ټینګار وکړ، چې د اقتصادي ودې او پانګونې پراختیا به د دواړو هېوادونو د امنیت تضمین هم وي. هغه وویل: «که ایران په عمل کې خپله ښه نیت ونه‌ښيي، هېوادونه لکه ترکیه او چین به له دغه فرصتونو ګټه واخلي.»

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو نن شپه ناوخته ۳ خبریالان ونیول او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۰

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې د پاکستان په راولپنډۍ کې د درېیو افغان خبریالانو په ګډون پنځه تنه د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي. عاشق‌الله جلالزوی، ذکرالله یزداني او عتیق‌الله رحیمي هغه خبریالان دي، چې نن نیمه شپه د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

عاشق‌الله جلالزوی د امریکا غږ، ذکرالله یزداني د طلوع‌نیوز او عتیق‌الله رحیمي د کلید راډيو هغه پخواني خبریالان دي چې نن نیمه شپه (دوشنبه د مرغومي ۸مه) د راولپنډۍ له F18 ښارګوټي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیسو د یادو کسانو د کورونو د دروازو په ماتولو سره دوی نیولي او خپل مرکز ته یې لېږدولي دي.

د راولپنډۍ پولیسو د دغو کسانو د نیول کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو ډېری افغانان په پاکستان کې د پولیسو له لوري د ویزو د ختمېدو له امله نیول کېږي.

100%

له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې پاکستاني پولیس په دې وروستیو کې په شخصي جامو او موټرو کې هم افغانان نیسي او ځينې یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کوي، خو که پیسې ورنه‌کړل شي، نو مخامخ یې د حاجي کمپ په نوم د کډوالو مرکز ته لېږدوي او بیا له هغه ځایه یې افغانستان ته اړوي.

د پاکستان پولیسو د افغانانو د دغو څرګندونو په تړاو لا تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدلو بهیر په ټپه درولی او په یو مخیز ډول یې د افغانانو اېستلو ته ملا تړلې ده.

پاکستاني پولیسو تر دې مخکې هم یو شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ځینې خبریالان تر نیولو وروسته افغانستان ته اړولي دي.

طالبان «عطا» خیریه بنسټ د خلکو پر تېر اېستلو تورنوي او د دې قضیې د ارزونې خبر ورکوي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۰

«عطا خیریه بنسټ» چې په افغانستان کې د خیریه چارو د پرمخ بیولو لپاره په کور دننه له بډایه او شتمنو او همداراز له بهر مېشتو پیسې راټولوي د طالبانو د عدلیې وزیر له لوري د خلکو پر غولولو تورن شوی او د دغه بنسټ د چارو د ارزونې لپاره یې د یوه کمېسیون د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د «عطا خیریه بنسټ» مشر عطاءالله عطا وايي، دغه خیریه بنسټ یو غېر انتفاعي ثبت شوی افغان سازمان دی او د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره هڅې کوي، خو د طالبانو له لوري د خلکو پر تېر اېستلو تورن شوی او هڅې کوي، چې چارې یې باید له رسمي لارو چارو وارزول شي.

د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تازه له یوې کابل مېشتې رسنۍ سره په مرکه کې د عطا خیریه بنسټ پر «هوايي خبرو» او «د خلکو پر تېر اېستلو» تورن کړی دی.

عطا خیریه بنسټ له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د سرطان ناروغیو د معیاري درملنې لپاره د یوه معیاري روغتون د جوړولو اوازه اچولې، خو لا تر اوسه هم نه‌ده جوړه شوې.

عبدالحکیم شرعي وايي، دغه ډول بنسټونه د شهرت لپاره شور ماشور جوړوي، خو کار یې معلوم نه‌دی او زیاتوي: «عطا خیریه بنسټ چې موږ له کومې ورځې راغلي یو اوازه اچولې چې د سرطان درملنې لپاره روغتون جوړوي او همداسې یې شورماشور جوړ کړی دی. دغه خلک ما راوغوښتل او ورته مې ویل چې روغتون درنه غواړم، اوس مې په دې برخه کې هر حساب وربند کړی دی».

شرعي وايي، د «عطا خیریه بنسټ» له لوري د سرطان روغتون د جوړولو لپاره راټولې شوې پیسې د ده په لاسلیک اېستل کېږي ګنې پرته له هغه یاد بنسټ نه‌شي کولی دغه پیسې وباسي.

د طالبانو دغه وزیر له رييس الوزرا غوښتي، چې د «عطا خیریه بنسټ» د چارو د ارزونې لپاره یو کمېسیون جوړ کړي او هره اوازه یې چې اچولې باید پرې کار شروع کړي.

عبدالحکیم شرعي زیاتوي، د «عطا خیریه بنسټ» به پخوا ډېرې «هوايي خبرې» کولې او په وینا د یاد روغتون د جوړولو لپاره دولتي ځمکه وړاندیز شوه، خو هغه په دې پلمه نه‌ده منلې چې ګواکې بهر مېشتي مرسته کوونکي بیا پیسې نه‌ورکوي چې «دا خو د نظام روغتون دی» او بیا یې د ځمکې د پېرلو ژمنه وکړه.

شرعي «عطا خیریه بنسټ» مسوولین د خلکو پر تېر اېستلو تورن کړل او څرګنده یې کړه: «بیا مې له مودې وروسته راوغوښتل، بیا یې ویل ماسره دومره پیسې نه‌شته، دا پیسې چې پر ځمکه ورکړم، نو روغتون پر څه جوړ کړم؟ نو زه پوه شوم چې دغه سړی خلک غولوي».

د طالبانو د عدلیې وزیر بیا د عطا خیریه بنسټ مسوول ته خبرداری ورکړ، چې که په یوه میاشت کې د یاد روغتون لپاره ځمکه پیدا نه‌کړي، بیا یې ټول حسابونه وربندوي.

د نوموړي په وینا، له ډېرو فشارونو وروسته دغه بنسټ د یاد روغتون د جوړولو لپاره په «نوي کابل» کې ځمکه واخیسته او اوس یې یوازې د ځمکې چار چاپېره دېوال راتاو کړی او نور کار یې نه‌دی کړی.

عبدالحکیم شرعي وايي: «اوس یې کارونه پر هغه چهاردېوالي ولاړ دي، اوس وايي، له فلاني هېواد یا فلاني شرکت سره قرارداد کوم، نو بیاځلي مې راوغوښته ورته مې وویل، ماته د خټو کوټې چې هلته په‌کې د زکام ناروغۍ درملنه وشي، دا ماته بهتره ده چې ماته نړۍوال روغتون جوړ کړې».

د طالبانو دغه وزیر په ډاګه کړې، د یاد روغتون د جوړېدو د چارو د چټک کېدو لپاره ټول حسابونه پرې بند کړي دي.

100%

د «عطا خیریه بنسټ» مشر عطاءالله عطا د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۱۶مه د طالبانو د وخت د رييس الوزرا له سیاسي مرستیال عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي و، په افغانستان کې به د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د زړه د ناروغانو د درملنې لپاره یو مجهز تخصصي روغتون جوړ کړي، خو له هغې ورځې راهیسې د دغه روغتون د جوړېدو او یا هم نه جوړېدو هېڅ څرک نه‌دی لګېدلی.

د یادونې وړ ده، چې یو شمېر نور ورته خیریه بنسټونو او شتمنو په افغانستان کې د لویو لویو کارونو د پیلولو او عملي اوازې اچولي، خو لا تر اوسه هېڅ یو یې هم نه‌دی عملی شوی او په دې برخه کې هېڅ داسې میکانیزم نه‌شته چې دغه ډول کسان د اچول شویو اوازو عملي کولو ته اړ باسي.

د انتونیو ګوترېش د نوي کال پیغام: په دې نوي کال کې سوله باید واکمنه شي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۶ کال په تړاو په خپل پیغام کې په نړۍ کې د جګړې پر ځای پر سولې ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې کال کې سوله باید واکمنه شي.

انتونیو ګوترېش په دې پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) خپره شوې په ډاګه کړې، نړۍ د یوه تاریخي څلور لارې پر سر ولاړه ده؛ وېش، تاوتریخوالی، د اقلیم بدلون او له نړۍوالو قوانینو سیستماتیکې سرغړونې.

ګوترېش په دې پیغام کې تېر کال (۲۰۲۵) یو «ګډوډ» کال بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې د نظامي لګښتونو کچه ۲ اعشاریه ۷ ټریلیونه ډالرو ته لوړه شوه چې د وړم کال پر تله د لس سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي.

نوموړي ویلي: «دا اندازه له ټولو پرمختیایي مرستو څخه ۱۳برابره زیاته ده او د ټولې افریقا له ناخالص کورني تولید (GDP) سره برابره ده».

هغه سپارښتنه کړې، چې نړۍال باید په دې نوي کال کې خپل لومړیتوبونه سم او مشخص کړي او څرګنده کړې یې ده: «یوه خوندي نړۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې موږ د جګړو پر ځای د بې‌وزلۍ پر ضد مبارزې ته زیاتې پیسې ځانګړې کړو.سوله باید واکمنه شي».

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، نړۍ کې لا هم داسې سرچینې شته چې د انسانانو ژوند ښه کړي، «سیاره بیا ورغوي» او سوله‌ییزه راتلونکې تضمین کړي.

انتونیو ګوترېش په دې نوي کال کې د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي: «جدي شئ.خلک او سیاره له کړاو او درد نه مهم وګڼئ او زه له هر هغه چا چې دا پیغام اوري غواړم:خپل رول ادا کړي».

ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي: «په دې نوي کال کې راځئ د عدالت، انسانیت او د سولې لپاره یوځای پورته شو».

طالبان د حماس د ځينو مشرانو د وژنې په تړاو؛ «شهادت» د مسلمانانو وروستی ارمان دی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

طالبانو د حماس د ویاند او یو شمېر نورو قومندانانو د وژنې په تړاو له تسلیت ویلو سربېره خواشیني څرګنده کړې ده. حماس له شاوخوا څلورو میاشتو وروسته د اسراییل په بریدونو کې د محمد سنوار او ابو عبیده په ګډون د یو شمېر قومندانانو وژل کېدل په رسمي توګه تایید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د حماس له تاییدۍ وروسته یې د اسراییل په بریدونو کې د یادې ډلې د یو شمېر مشرانو او قومندانانو د وژنې خبر ترلاسه کړی او له تسلیت ویلو سربېره یې خواشیني هم څرګنده کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی ارمان دی، موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو».

مجاهد همداراز دعا کړې، چې د یادو قربانیانو د وینو په برکت د فلسطین خاوره د «صهیونیستي اشغالګرو» له اشغال او ظلم څخه خلاصه شي او همداراز یې زیاته کړې: «ظالمان د ابد لپاره هلاک او ناکام وګرځوي».
حماس د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له شاوخوا څلورو میاشتو وروسته په یوې اعلامیه کې د اسراییل په بریدونو کې د حماس د قومندانانو هر یو محمد سنوار، محمد شبانه، حکم العیسی، راېد سعد او د حماس د کتاېب‌القسام پوځي څانګې ویاند حذیفه الکحوت (ابو عبیده) وژل کېدل په رسمي توګه تایید کړل.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ د روان کال په غويي میاشت کې اعلان کړی و، چې د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار ورور محمد سنوار د دوی په نظامي عملیاتو کې وژل شوی او له هغې وروسته د روان کال د وږي په ۹مه د اسراییل دفاع وزیر وویل، د حماس د نظامي څانګې ویاند ابو عبیده هم د غزې په شمال کې د اسراییل په عملیاتو کې وژل شوی، خو په هغه وخت کې حماس دغه خبرونه رد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې د دغه ډول خبرونو له خپروونکو سره به جدي چلند وکړي.

ازبکستان په بلخ کې طالبانو ته ۴۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارلې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۰

ازبکستان په۲۰ باروړونکو موټرو کې بار۴۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل.

د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، دغه مرستې د دوشنبې په ورځ بلخ ولایت ته وسپارل شوې، چې ۱۰ ډوله خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات پکې شامل دي.

طالب چارواکي وایي، په دې مرستو کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۰ زره قوطي د غوا غوښې کنسرو، ۲۲ ټنه بوره، ۲۰ زره لیتره لمرګل غوړي، ۱۸۰ زره چټک پخېدونکي خوراکي توکي،۴۰ ټنه ماکاروني او ۱۶۹ ټنه بېلابېل ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.

د یادو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف، د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت والي اولغ‌بیګ قاسموف، د طالبانو د بلخ ولایت د بهرنیو چارو د استازولۍ مشر مولوي امین‌الله صادق، د سرې میاشتې د زون رییس مولوي میرزا محمد خالد، د طالبانو د بلخ د والي منشي حاجي حضرت علي او یو شمېر نورو ولایتي طالب مسوولانو ګډون درلود.

په بلخ کې د طالبانو محلي چارواکي وايي، چې دغه مرستې به پر اړمنو کورنیو او روغتیايي مرکزونو ووېشل شي.