• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انتونیو ګوترېش د نوي کال پیغام: په دې نوي کال کې سوله باید واکمنه شي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د ۲۰۲۶ کال په تړاو په خپل پیغام کې په نړۍ کې د جګړې پر ځای پر سولې ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې په دې کال کې سوله باید واکمنه شي.

انتونیو ګوترېش په دې پیغام کې چې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) خپره شوې په ډاګه کړې، نړۍ د یوه تاریخي څلور لارې پر سر ولاړه ده؛ وېش، تاوتریخوالی، د اقلیم بدلون او له نړۍوالو قوانینو سیستماتیکې سرغړونې.

ګوترېش په دې پیغام کې تېر کال (۲۰۲۵) یو «ګډوډ» کال بللی او زیاته کړې یې ده، چې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې د نظامي لګښتونو کچه ۲ اعشاریه ۷ ټریلیونه ډالرو ته لوړه شوه چې د وړم کال پر تله د لس سلنې زیاتوالي ښکارندويي کوي.

نوموړي ویلي: «دا اندازه له ټولو پرمختیایي مرستو څخه ۱۳برابره زیاته ده او د ټولې افریقا له ناخالص کورني تولید (GDP) سره برابره ده».

هغه سپارښتنه کړې، چې نړۍال باید په دې نوي کال کې خپل لومړیتوبونه سم او مشخص کړي او څرګنده کړې یې ده: «یوه خوندي نړۍ هغه وخت رامنځته کېږي چې موږ د جګړو پر ځای د بې‌وزلۍ پر ضد مبارزې ته زیاتې پیسې ځانګړې کړو.سوله باید واکمنه شي».

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وینا، نړۍ کې لا هم داسې سرچینې شته چې د انسانانو ژوند ښه کړي، «سیاره بیا ورغوي» او سوله‌ییزه راتلونکې تضمین کړي.

انتونیو ګوترېش په دې نوي کال کې د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي: «جدي شئ.خلک او سیاره له کړاو او درد نه مهم وګڼئ او زه له هر هغه چا چې دا پیغام اوري غواړم:خپل رول ادا کړي».

ګوترېش د خپل پیغام په پای کې ویلي: «په دې نوي کال کې راځئ د عدالت، انسانیت او د سولې لپاره یوځای پورته شو».

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اردوغان: د غزې بیارغونه به له دایمي اوربند وروسته پیل شي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کویټ له وليعهد شیخ صباح خالد الحمد الصباح سره په ټلیفوني اړیکه کې له دوه اړخیزو اړیکو سربېره د غزې د بیارغونې په تړاو هم خبرې وکړې. رجب طیب اردوغان په دې اړیکه کې په ډاګه کړه، چې د غزې بیارغونه به له دایمي اوربند وروسته پیل شي.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دواړو لوریو په دې ټلیفوني خبرو کې په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار وکړ.

د ترکیې ولسمشر هلیه څرګنده کړې: «د غزې بیا رغونه به د دایمي اوربند او سولې له ټینګېدو سره پیل شي او په دې بهیر کې د ترکیې او کویټ ګډ عمل ډېر مهم دی».

نوموړي همداراز د اسراییل له لوري د صومالي‌لند په رسمیت پېژندل د سیمې د بې‌ثباته کولو د هڅو یوه بېلګه وبلله او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د سومالیا د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ باید وشي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د تېر کال په غويي میاشت کې ویلي و، چې د غزې بیارغونه شاوخوا ۴۰میلیارده ډالره لګښت لري او نږدې ۲۰ کاله به وخت ونیسي.

طالبان د حماس د ځينو مشرانو د وژنې په تړاو؛ «شهادت» د مسلمانانو وروستی ارمان دی

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۹ GMT+۰

طالبانو د حماس د ویاند او یو شمېر نورو قومندانانو د وژنې په تړاو له تسلیت ویلو سربېره خواشیني څرګنده کړې ده. حماس له شاوخوا څلورو میاشتو وروسته د اسراییل په بریدونو کې د محمد سنوار او ابو عبیده په ګډون د یو شمېر قومندانانو وژل کېدل په رسمي توګه تایید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ماښام (د مرغومي ۸مه) په خپله اېکس‌پاڼه وویل، د حماس له تاییدۍ وروسته یې د اسراییل په بریدونو کې د یادې ډلې د یو شمېر مشرانو او قومندانانو د وژنې خبر ترلاسه کړی او له تسلیت ویلو سربېره یې خواشیني هم څرګنده کړې ده.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي: «د الله تعالی په لاره کې شهادت د مسلمانانو وروستی او لوی ارمان دی، موږ یاد شهیدان لکه د اسلام د لارې د نورو شهیدانو غوندې بریالي او خپل ستر هدف ته رسیدلي بولو».

مجاهد همداراز دعا کړې، چې د یادو قربانیانو د وینو په برکت د فلسطین خاوره د «صهیونیستي اشغالګرو» له اشغال او ظلم څخه خلاصه شي او همداراز یې زیاته کړې: «ظالمان د ابد لپاره هلاک او ناکام وګرځوي».
حماس د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له شاوخوا څلورو میاشتو وروسته په یوې اعلامیه کې د اسراییل په بریدونو کې د حماس د قومندانانو هر یو محمد سنوار، محمد شبانه، حکم العیسی، راېد سعد او د حماس د کتاېب‌القسام پوځي څانګې ویاند حذیفه الکحوت (ابو عبیده) وژل کېدل په رسمي توګه تایید کړل.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ د روان کال په غويي میاشت کې اعلان کړی و، چې د حماس د پخواني مشر یحیی سنوار ورور محمد سنوار د دوی په نظامي عملیاتو کې وژل شوی او له هغې وروسته د روان کال د وږي په ۹مه د اسراییل دفاع وزیر وویل، د حماس د نظامي څانګې ویاند ابو عبیده هم د غزې په شمال کې د اسراییل په عملیاتو کې وژل شوی، خو په هغه وخت کې حماس دغه خبرونه رد کړل او خبرداری یې ورکړ، چې د دغه ډول خبرونو له خپروونکو سره به جدي چلند وکړي.

د ای ایس ای پخواني مشر د ۱۴ کلن بند سزا د بیاکتنې غوښتنه کړې ده

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستان د څارګرې ادارې پخواني مشر فیض حمید د پوځي محکمې د ۱۴ کلن بند اورولو د پریکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده. د فیض وکیل ویلي، چې د هغه د موکل د استیناف طلبۍ په اړه وروستۍ پریکړه د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر کوي.

د فیض حمید وکیل علي اشفاق د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې د بیاکتنې غوښتنه د پاکستاني پوځ د اداري مرستیال سکرتر دفتر ته سپارل شوې ده.

د نوموړي په وینا، که د بیاکتنې یا استیناف غوښتنه د پوځي محکمې له خوا ونه منل شي نو دا ممکنه ده چې د اسلام اباد عالي محکمې او بیا د پاکستان سترې محکمې ته مراجعه وشي.

فیض حمید د لیندۍ پر ۱۰مه د پوځي محکمې له خوا په ۱۴ کاله بند او سخت کار محکوم شو.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په وینا، دا پروسه د ۱۴۰۳ کال د زمري پر ۱۲مه د پوځ د قانون پربنسټ پیل شوې وه.

د پاکستان پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې فیض حمید په څلورو مواردو کې مجرم پیژندل شوی و، چې د محرمیت له قوانینو سرغړونه، په سیاسي فعالیتونو کې برخه اخیستل، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او نورو ته زیان رسول پکې شامل دي.

پوځ زیاته کړې وه، چې په سیاسي بې ثباتۍ او نورو مسالو کې د هغه د رول په اړه جلا تحقیقات روان دي.

ازبکستان په بلخ کې طالبانو ته ۴۰۰ ټنه بشري مرستې وسپارلې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۰

ازبکستان په۲۰ باروړونکو موټرو کې بار۴۰۰ ټنه خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات د بلخ ولایت په حیرتان بندر کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل.

د طالبانو د بلخ ولایت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، دغه مرستې د دوشنبې په ورځ بلخ ولایت ته وسپارل شوې، چې ۱۰ ډوله خوراکي توکي، درمل او طبي تجهیزات پکې شامل دي.

طالب چارواکي وایي، په دې مرستو کې ۹۶ ټنه اوړه، ۲۲ ټنه وریژې، ۲۰ زره قوطي د غوا غوښې کنسرو، ۲۲ ټنه بوره، ۲۰ زره لیتره لمرګل غوړي، ۱۸۰ زره چټک پخېدونکي خوراکي توکي،۴۰ ټنه ماکاروني او ۱۶۹ ټنه بېلابېل ډوله درمل او طبي تجهیزات شامل دي.

د یادو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې د طالبانو د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا، د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف، د ازبکستان د سرخان‌دریا ولایت والي اولغ‌بیګ قاسموف، د طالبانو د بلخ ولایت د بهرنیو چارو د استازولۍ مشر مولوي امین‌الله صادق، د سرې میاشتې د زون رییس مولوي میرزا محمد خالد، د طالبانو د بلخ د والي منشي حاجي حضرت علي او یو شمېر نورو ولایتي طالب مسوولانو ګډون درلود.

په بلخ کې د طالبانو محلي چارواکي وايي، چې دغه مرستې به پر اړمنو کورنیو او روغتیايي مرکزونو ووېشل شي.

د طالبانو کابینې ملا برادر ته په کوردننه د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه د پلټنو دنده سپارلې

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د کابینې ۱۲مې غونډې د نفتو د تصفیې د معیاري کارخونو او راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو اړوند بحث کړی دی. په دې ناسته کې ملا برادر ته دنده سپارل شوې، چې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د ارګ نن دوشنبه، د مرغومي پر ۸مه نېټه وویل، چې ددې ډلې د کابینې دوولسمه غونډه د رییس الوزرا محمدحسن اخند په مشري شوې او ددې ډلې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د نفتو د تصفیې کارخونو په اړه څېړنه وکړي چې ایا کولی شي معیاري نفت تصفیه کړي او که نه.

د ارګ د معلوماتو له مخې، همداراز سپارښتنه شوې، چې د نفتو د کارخونو په برخه کې پانګوال په معیاري توګه د کارخونې جوړولو او اړوندو ماشینریو ځای پرځای کولو ته وهڅوي.

د طالبانو د کابینې په دې غونډه کې د ددې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د ملا هبت الله له فرمان سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست استازو سره کښيني او خلکو او په ځانګړي ډول هغو کډوالو ته چې له ګاونډیو هېوادونو تازه راستانه شوي، د کورونو جوړولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.