• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني سرتېرو پولې ته څېرمه د نږدې ۳۰ وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکړ

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۴ GMT+۰

د پاکستان امنیتي ځواکونه وایي، د تورغر په پوسته کې یې د وسله‌والو یوه ډله شنډه کړې چې هڅه یې کوله د پاکستان خاورې ته داخل شي. د راپورونو له‌مخې، په عملیاتو کې تر ۱۲ ډېر وسله‌وال وژل شوي او شاوخوا ۲۰ تر ۲۵ پورې نور ټپیان دي.

پاکستاتي چارواکي وایي، چې د پاکستاني ځواکونو د تلفاتو په اړه کوم راپور نشته.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، وسله‌وال چې د «فتنه‌الخوارج» ډلې پورې تړلي بلل شوي، د پولې د تېرېدو پر مهال وپېژندل شول او سمدستي پرې عملیات تر سره شول.
راپورونه ښیې، چې سیمه خوندي شوې او د هر احتمالي ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات روان دي. چارواکو ټینګار کړی، چې پر وخت غبرګون د دې ښکارندویي کوي چې پاکستان د خپلو پولو او ملي امنیت په ساتنه کې ژمن دی.
چارواکو ویلي، د روان وضعیت په تړاو به نور جزییات وروسته له رسنیو سره شریک شي.

ترویج لرونکی

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟
۱

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۲

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۳

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په ۱۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

۴
ځانګړی

سرچینې: طالبانو په جنوبي ولایتونو کې د پخوانیو سرتېرو د څار او ټیلیفوني تعقیب بهیر پیل کړی

۵
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

ډونالډ ټرمپ: ایران دې یا خبرو ته کښېني او یا به د جګړې له وزارت سره مخ شي

•
•
•

نور کیسې

خواجه اصف: موږ خبرو اترو ته چمتو یو خو د تحریک انصاف ګوند له موږ سره ناوړه چلند کوي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۰
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي، دوی خبرو اترو ته چمتو دي؛ خو د تحریک انصاف ګوند ورسره ناوړه چلند کوي. د هغه په وینا؛ سره له دې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف درې، څلور ځلې د خبرو اترو بلنه ورکړې؛ خو د تحریک انصاف ګوند له خبرو اترو انکار کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه. نوموړي د کابینې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې تر دې وړاندې یې هم د تحریک انصاف ګوند ته د خبرو اترو بلنه ورکړې وه او اوس د هېواد د پرمختګ لپاره یو وار بیا د خبرو بلنه ورکوي.

هغه زیاته کړې وه:« ما تحریک انصاف ګوند ته تر دې وړاندې هم د مذاکراتو بلنه ورکړې وه او اوس یو ځل بیا د مذاکراتو بلنه ورکوم؛ خو دغه مذاکرات یوازې د مشروع غوښتنو پربنسټ کېدای شي.»

د هغه په وینا؛ د پاکستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره باید د سیاسي ګوندونو ترمنځ همغږي رامنځته شي او د پاکستان حکومت د دې لپاره هر ډول ګام پورته کولو ته چمتو دی. خو د تحریک انصاف ګوند له حکومت سره له خبرو اترو انکار وکړ.

د پاکستان حکومت او تحریک انصاف ګوند ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې د دغه ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پولیسو له‌خوا ونیول شو. یاد ګوند تر دې وړاندې له پاکستان حکومت سره څو ځلې خبرې اترې پیل کړې؛ خو دغه خبرې بې‌پایلې پای ته ورسېدې.

د تورخم تړلې دروازه؛ ورځني مزدوران او د لاس ګاډو چلوونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۰
100%

د خیبرپښتونخوا سلګونه ورځني مزدوران او په لاس ګاډو بار وړونکي د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو له امله له سختو اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ سره مخ دي. دغه کسان اړ شوي، چې د کار لپاره تر پنجاب او سند ایالتونو پورې ولاړ شي او ځینې یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پور واخلي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ۲۴کلن منصور علي چې ۸ میاشتې وړاندې یې واده کړی ویلي، چې د بې‌وزلۍ له امله یې د کمپیوټر ساینس کورس په نیمایي کې پرېښود او په تورخم کې یې د مساپرو د سامانونو لېږد پیل کړ. هغه زیاتوي، چې د دروازې تړل پاتې کېدو له امله یې شپه او ورځ د رواني فشار لاندې تېره کړې او د کورنۍ اړتیاوې په پورونو او لږو عوایدو پوره کوي.

د تورخم د مزدورانو او بار وړونکو ټولنې مشر فرمان علي شینواري خبرداری ورکړی، چې ځوانان د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ښایي منفي فعالیتونو لکه شخړو یا د نشه‌يي توکو په پلور کې ښکېل شي.

د ځايي ځوانانو سازمان مشر اسرار شینواري بیا ویلي، چې د معلولیت لرونکو کارکوونکو شمېر چې پر ډيورنډ کرښه د بندیزونو له امله کار نه‌شي موندلای؛ تر ۱۰۰ لوړ دی. د هغه په وینا؛ مزدوران د کار لپاره کافي فرصتونه نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده، چې له نږدې درېیو میاشتو راهیسې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي، په دغه لارو یوازې له پاکستان نه ستنېدونکو کډوالو ته د تګ اجازاه ورکول کېږي.

پاکستاني پولیسو نن شپه ناوخته ۳ خبریالان ونیول او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۲ GMT+۰
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې د پاکستان په راولپنډۍ کې د درېیو افغان خبریالانو په ګډون پنځه تنه د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي. عاشق‌الله جلالزوی، ذکرالله یزداني او عتیق‌الله رحیمي هغه خبریالان دي، چې نن نیمه شپه د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

عاشق‌الله جلالزوی د امریکا غږ، ذکرالله یزداني د طلوع‌نیوز او عتیق‌الله رحیمي د کلید راډيو هغه پخواني خبریالان دي چې نن نیمه شپه (دوشنبه د مرغومي ۸مه) د راولپنډۍ له F18 ښارګوټي د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیسو د یادو کسانو د کورونو د دروازو په ماتولو سره دوی نیولي او خپل مرکز ته یې لېږدولي دي.

د راولپنډۍ پولیسو د دغو کسانو د نیول کېدو په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو ډېری افغانان په پاکستان کې د پولیسو له لوري د ویزو د ختمېدو له امله نیول کېږي.

100%

له دې سره سم، په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې پاکستاني پولیس په دې وروستیو کې په شخصي جامو او موټرو کې هم افغانان نیسي او ځينې یې بیا د پیسو په بدل کې بېرته خوشې کوي، خو که پیسې ورنه‌کړل شي، نو مخامخ یې د حاجي کمپ په نوم د کډوالو مرکز ته لېږدوي او بیا له هغه ځایه یې افغانستان ته اړوي.

د پاکستان پولیسو د افغانانو د دغو څرګندونو په تړاو لا تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان حکومت له څو میاشتو راهیسې د افغانانو د ویزو د تمدیدلو بهیر په ټپه درولی او په یو مخیز ډول یې د افغانانو اېستلو ته ملا تړلې ده.

پاکستاني پولیسو تر دې مخکې هم یو شمېر افغانان او په ځانګړې توګه ځینې خبریالان تر نیولو وروسته افغانستان ته اړولي دي.

فضل الرحمان د پاکستان د دیني عالمانو له اعلامیې د طالبانو د دوو وزیرانو هرکلی ستایلی

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې په کراچی کې د پاکستاني علماوو د کنفرانس اعلامیه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي او د کورنیو چارو وزیر مولانا سراج‌الدین حقاني له خوا مثبته ارزول شوې او دا ښه پرمختګ دی.

مولانا فضل الرحمان د ده په وینا ددغه مثبت ځواب، هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا د پاکستان لپاره ښه پرمختګ دی.

هغه د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر اوومه پر اېکس ولیکل، چې د پاکستان له دولت او حکومت څخه هم تمه لري چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او په پاکستان کې د سولې ټینګښت لپاره د علماوو او مذهبي ټولنې د هڅو ملاتړ وکړي.

فضل الرحمان ټینګار کړی چې د دې هڅو د دوام په صورت کې پاکستان او سیمه کولی شي د سولې او ثبات یو مرکز شي.

تېره ورځ له دوه نيم زرو زیات کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون نن یک شنبه ویلي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۶۸ کورنۍ چې ټول‌ ۲۵۵۳ کسان کېږي، افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د دغه کمېسیون د(مرغومي ۶مې) راپور له مخې؛ دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هلمند دبهرامچې او د نیمروز د ورېښمو له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۵۶کورنۍ چې ۳۱۲۴تنه دي، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۷کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۴۰۴تنه کیږي، د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې غړي یې ۱۰۱ تنه او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۵ کورنۍ چې شمیر یې ۲۵تنه وه افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پولیسو اقدامت سخت شوي، تر دې یوه ورځ وړاندې هم نږدې درې زره کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي وه.